عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د سېنېټ مشر صادق سنجراني له دندې څخه د ګوښه کولو په هڅه کې پاتې راغل.
د پاکستان د د تېلو او ګیس چارو د انتظام ادارې (اوګرا) د جولای پر ۳۱مه په بیان کې ویلي چې د ډیزلو د یو لېټر بیه پېنځه روپۍ او ۶۵ پیسې، د پېټرولو څه د پاسه پېنځه روپۍ او د سپکو (لایټ) ډیزلو بیه اته روپۍ ۹۰ پیسې لوړوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان مزدور کسان پارټۍ په دغه هېواد کې د ګرانۍ او اقتصادي ستونزو پرضد له لاهوره یو لاریون پیل کړی چې د جولای پر ۲۸مه د دوامداره احتجاجونو په اعلان په راولپېنډۍ کې پای ته ورسېد. ویډيو راپور
په پاکستان کې جمهوریت په خطره کې دی
د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د جون پر ۱۱مه د نوي مالي کال بجټ وړاندې کړ. د حکومت لومړۍ بودیجې مسودې وړاندې کولو پر مهال اپوزیشن
له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه خیبر پښتونخوا ته تلونکي وايي، د اختر له راتګ سره د ګاډو کرایې لوړې شوې دي. دوی وايي، دویمه ستونزه دا ده چې په اسانۍ ګاډي هم نه پیدا کېږي چې دوی پر وخت کور ته ورسي. د مساپرو ستونزو په اړه ویډیو وګورئ.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشال وايي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې یې هېواد جدي دی او په دې لړ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه یې هیله داده چې له زړه نه همکاري وکړي.
د مې پر ۱۹مه په اسلام اباد کې هزاره ګانو د کلتور ورځ ولمانځله. غونډې ته لسګونه هزاره ګان ورغلي ول چې په ویناګانو کې یې خپلې ټولنې ته ورپېښو ګواښونو په ګډون د خپل ژوند او کلتور په اړه هم معلومات ورکړل. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د مې پر ۱۸مه، د اسلام اباد په اسلامي نړیوال پوهنتون کې د افغان زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه. په اسلام اباد کې افغان سفیر شکر الله عاطف مشعل په وینا کې
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د بېلا بېلو قبایلي سیمو استازو د مې پر ۱۳مه هغه اییني ترمیم د منظورۍ ستاینه کړې چې پکې په
د روژې له راتګ سره سم، د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د ورځني استعمال شیانو بیې لوړې شوې دي. د راولپېنډۍ او اسلام اباد په منډیو کې د سبزیو او مېوو بیې څو چنده لوړې شوې دي. په دې ویډیويي رپورټ کې مو له دوکاندارانو او اخیستونکو سره خبرې کړې دي.
د کارګرانو نړیوالې ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې لاریون شوی چې پکې د کارګرانو عوامي ګوند د مشرانو او پلویانو او ګڼو خلکو برخه واخیسته. د لاریون برخوالو مشال راډیو ته وویل، حکومت دې مزدورانو او کارګرانو ته اسانتیاوې او د هغوی حقونه ورکړي. ویډیو وګورئ.
پښتون سټوډنټس فېډرېشن د اسلامي پوهنتون څانګې د پښتو یوه مشاعره راجوړه کړې وه چې پکې د اسلام آباد د نورو تعلیمي ادارو زده کونکیو ترڅنګ کاروباري او سیاسي وګړیو هم ګډون کړی وو. د مشال راډیو همکار عمران یونس ویډيو راپور
د اپرېل پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان دویم تلین په مناسبت لاریون شوی چې ورته لسګونه زده کوونکي ورغلي ول.
په اسلام اباد کې د یو سکول زده کونکیو او استادانو د امن مارچ په نوم لاریون وکړ. لاریونوالو ویل پرمختګ هغه وخت راتللی شي چې په یو هېواد کې امن وي. په دې اړه د عمران یونس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د "اروپا ورځ" په نوم مېله شوې چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو جوړه کړې وه. د اپرېل شپږمې پر ماخوستن دې مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول
د اسلام اباد په نېشنل کالج اف ارټس کې د پاکستان د ورځې په مناسبت په یوه کلتوري غونډه کې د نورو صوبو د فنکارانو ترڅنګ پښتنو هنرمندانو هم ګډون وکړ، ګڼ پښتانه لیدونکي هم دغې غونډې ته د لیدو لپاره ورغلي وو. د مشال عمران یونس پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د پاکستان پيپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي دا يې د ګوند غلطي وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونکړو خو په راتلونکي کې به د ايين نه د هر پوځي امر لخوا شامل کړې شوې تور قانون وباسي.
د مارچ پر ۱۴مه، په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې پر خبرو یو ورځنۍ غونډه وشوه. د غونډې ځېنو ګډونوالو مشال راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي مثبتې نتیجې ولري. د افغانستان د ملي جبهې مشر انوار الحق احدي وايي، دی هیله من دی
یاسر او اصف د پنجاب په راولپېنډۍ کې په مستريخانه کې کسب زده کوي او کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي. په مستريخانو کې ماشومان اکثر د استادانو د تشدد ښکارېږي خو دا دواړه ماشومان خوشبخته دي.
نور وښیئ