عمران یونس په اسلام اباد کې د مشال راډیو همکار دی چې پر بېلابېلو موضوعاتو ویډیوګانې جوړوي چې د مشال راډیو خبریالان بیا ورڅخه راپورونه تیاروي.
په پاکستان کې د خبریالانو ټولنو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کړی دی. په اسلام اباد کې احتجاج کوونکو د نومبر پر ۱۱مه وویل، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو جبري برطرفیو او پر رسنیو د نااعلان شویو بندیزونو او محدودیتونو ضد دی. ویډیو وګورئ.
حکومت د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د پاکستان مرکز اسلام اباد په ځینو برخو کې ټولبند لګولی. د اکتوبر له نیمايي راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس پېښې بیا په زیاتېدو دي نو ځکه حکومت پر ولس ټینګار کوي چې احتیاطي لارښوونې عملي کړي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د اکتوبر پر ۲۲مه له دندو د ګوښه کېدو، د تنخاګانو نه ورکولو یا کمولو او پر رسنیو د نااعلان بندیزونو ضد مظاهره کړې. په اسلام اباد کې یوه خبریال مشال راډیو ته وویل، حکومت دې یې غوښتنې پوره کړي. د پاکستان حکومت پر تازه احتجاج څه نه دي ویلي
په اسلام اباد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو احتجاجي ناسته د اکتوبر پر ۱۹مه، پر شپږمه ورځ هم روانه ده. دوی د تنخاګانو اضافې او د دایمي نوکرۍ غوښتنې کوي. احتجاجي پرلت ته د پاکستان له ټولو صوبو روغتیايي کارکوونکې ورغلې دي. د پاکستان د روغتیا وزارت چارواکو د اکتوبر پر ۱۵مه د روغتیايي کارکوونکو له استازو
په اسلام اباد کې سلګونه ښځینه روغتیايي کارکوونکو د اکتوبر له ۱۴مې راهیسې د پارلېمان ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی. دوی په تنخاګانو کې د اضافې او دایمي نوکریو غوښتنه کوي.
د پاکستان په سرښار کې د اکتوبر پر ۱۴مه زرګونه سرکاري کارکوونکو د پارلېمان ودانې مخې ته احتجاج ناسته پیل کړې. دوی وايي،تنخاګانو کې یې د ګرانۍ په تناسب زیاتوالی نه دی شوی. نور د عمران يونس په ویډیويي راپور کې.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د اکتوبر پر شپږمه زرګونه سرکاري کارکوونکو احتجاجي ناسته پيل کړې چې زياتره يې ښوونکي دي. دوی وايي په تنخاګانو کې ېې د ګرانۍ په تناسب زياتوالی نه دی شوی. نور تفصیل د عمران یونس په ويډيويي راپور کې
د باجوړ مسيح الله اسلام اباد کې ماښام مزدوري کوي او سهار د کرکټ په اکېډمې کې لوبه کوي. نوموړي وايي چې په باجوړ کې د کرکټ اسانتياوې نه وې برابر نو دی اسلام اباد ته په راتللو مجبوره شو. په دې اړه د عمران يونس او سراج ظهير ویډیويي راپور وګورئ.
د سېپټېمبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې د هندو لږکیو ټولنې د هند په راجستان کې د زیارت لپاره د ورغلو پاکستاني هندوانو پر وژنې احتجاجي مظاهره وکړه. وژل شوي ۱۱ هندوان د سېند صوبې اوسیدونکي ول او په منځ کې یې مېرمنې او ماشومان هم وو. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ.
په پاکستان کې د اپوزیشن یو شمېر ګوندونو د هېواد په سیاسي چارو کې د اېسټیبلېشمنټ د لاسوهنې درولو او له نوي سره د رڼو انتخاباتو غوښتنه کړې. دا غوښتنه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې تر هغې ګڼګوندیزې غونډې وروسته شوې چې کوربه یې پیپلز ګوند وو. په اعلامیه کې راغلي چې اپوزیشن به د حکومت پر وړاندې تګل
په اسلام اباد کې د جماعت اسلامي ښځو څانګې د پرېس کلب مخې ته مظاهره وکړه او له حکومته غوښتنه کوله چې د سېپټېمبر پر انهه سهار وختي له لاهور سره نېږدې په موټروې د بچيو مخې ته چې هر چا پر ښځې جنسي تيرې کړې نه صرف حکومت دې ګرفتاره کړي بلکې راتلونکې کې د داسې پېښو مخنيوي لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د دې هيواد د استقلال ۱۰۱مې کاليزې په وياړ د فرهنګي ماښام تابيا کړې وه چې له خېبرپښتونخوا او بلوچستان څخه ورغلو هنرمندانو د خپل فن مظاهره وکړه. په پروګرام کې د پاکستان سياستوالو، مدني فعالانو، ليکوالانو، شاعرانو او افغان کډوالو ګډون کړی و.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د روان ۲۰۲۰ز کال په جولای مياشت کې د برقي ګاډو د چارج لومړی سټېشن پرانیستل شوی چې هره ورځ له پينځو تر ۱۰ ګاډې ورته ورځي. ځايي ولس وايي، دا ډول سټېشنونه بايد نورو سیمو ته هم وغځول شي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ.
نن د اګست پر ۱۴مه په پاکستان کې د دې هېواد د خپلواکۍ ۷۳م جشن لمانځل کېږي. په دې لړ کې د سرښار اسلام اباد په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې غونډې کېږي. د خپلواکۍ د جشن لمانځلو لپاره د اګست پر ۱۳مه شپه مهال خلکو اورلوبې او خوشحالۍ پيل کړې. په دې اړه دا ويډيو وګورئ.
فټبال جوړول په پاکستان کې يو لوی صنعت ګرځېدلی او پاکستاني فټبالونه د نړۍ يو شمېر هېوادونو ته صادرېږي. پاکستان کې زياتره فټبالونه په کارځايونو کې جوړېږي خو د اسلام اباد عابده بي بي يې د خپلې کورنۍ د پالنې لپاره د سړک پر غاړه ناسته فټبالونه جوړوي او بيا يې پلوري.
په راولپېنډۍ کې د چړو او چاقووانو خرڅوونکي او تېره کوونکي وايي، سږکال یې د کورونا وایرس وبا له وجې کاروبار خراب دی ځکه چې کم خلک قرباني کوي. خو ځینې خلک وايي چې دوکاندارن چړې ګرانې خرڅوي او د تېره کولو لپاره یې هم د پخوا پرتله زیاتې پیسې غواړي. نور په ویډويي رپورټ کې.
په اسلام اباد کې خلک وایي، د اختر له رانېږې کېدو سره د سبزیانو او میوو بیې لوړې شوي چې له کبله يې دوی نه شي اخیستلای. خو سوداګر وايي د تېلو نرخونه او خراب موسم هم د نرخونو د لوړېدو لامل دی. په دې اړه د احمد الله ویډیويي راپور وګورئ.
د جولای پر ۲۲مه، ازاد خبریال مطیع الله جان، د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ ته وړاندې شو. سپریم کورټ نوموړي ته عدالت سپکاوي
د قبایلي سیمو، بلوچستان او ګېلګېت بلتستان زده کوونکو د جولای پر ۱۹مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی وايي، د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره یې له مارچ راهیسې
د پاکستان د یو شمېر سیمو سوداګرانو د جولای پر ۱۸مه په اسلام اباد کې احتجاج وکړ. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د کورونا وایرس مخنیوي محدودیتونه نرم کړي او ورته دې
نور وښیئ