عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د يوه اټکل له مخې، په افغانستان کې د سینګارتونونو له څانګې سره تړلې شاوخوا ۶۰،۰۰۰ ښځې د طالبانو د حکم د عملي کېدو په صورت کې بې روزګاره کېدای شي. طالبانو د اګست تر څلورمې پورې د سينګارتونونو د تړلو امر کړی چې پرضد يې په کابل کې مظاهره هم شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
سپريم کورټ په پوځي عدالتونو کې د ولسي وګړو ضد د مقدمو اورېدو په اړه کومه فیصله لا نه ده کړې خو اورېدونو یې د هغو ولسي وګړو کورنۍ خوشبينه کړي دي چې وار له مخه ورته پوځي عدالتونو سزاګانې اورولې دي.
عرفان پیرزاده د جولای پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د بنو عدالت قاضي د چارشنبې (شورو) پر ورځ د اورېدنې پر مهال پر هغه لګېدلي تورونه ناسم وبلل او د بري کولو امر یې وکړ.
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په خیبر پښتونخوا کې د مشکوکو وسلوالو له خوا له سوداګرو او نورو شتمنو کسانو څخه د قلنګ يا باج اخیستو موضوع ته ځانګړی شوی دی.
دا اوونۍ مو په مشال تر رڼا لاندې کې په خيبر پښتونخوا کې د جمیعت علما اسلام (ف) او عوامي نیشنل ګوند ترمینځ پر اختلافاتو او د صوبې پر راتلونکې سياسي منظرنامې بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د هنګو نعيم االرحمن بنګښ چې کله ۴۳ کاله مخکې د برتانيا لندن ښار ته ولاړ نو په يوه کارخانه کې يې د مزدور په حيث کار پیل کړ، خو نن په هم دې ښار کې په خپله د يوې کارخانې مالک دي. هغه له برتانیا دباندې نورو غربي هېوادونو ته سامانونه لېږدوي.
پیمانه اسد په ماشوموالي کې له خپلې کورنۍ سره د يوې کډوالې په توګه برتانيا ته تللې وه، خو نن د لندن ښار د هېرو سيمې په ښاروالۍ حکومت کې د کارګر ګوند له خوا منتخب استازې ده. دا د کارګر ګوند يوه فعاله غړې ده. پوښتنه دا ده چې له هغې سره د يوې افغانې، يوې ښځې او يوې مسلمانې په حيث په خپل ګوند کې څنګه چلند کېږي.؟
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د بلوچستان د امنیت په اړه له پوهانو سره خبرې شوې دي.
ایا خبر یاست چې په برتانيا کې د پښتنو د خټک قبیلې يوازې د دوو کليو له ۳۰ څخه واخلې تر ۴۰ زره پورې کسان ژوند کوي.؟ هم له دې وجې د نوښار د کوټلي کلان او صالح خانې کليو ته وړوکې برتانيا ويل کېږي. په برتانيا کې د
د دې اوونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې پر دې بحث شوی چې د پاکستان حکومت له خوا په انتخاباتي قانون کې د راوړل شوي اييني بدلون ګټه به چا ته رسېږي او د دې هېواد پر راتلونکې سياسي منظر نامه به يې اغېز څه وي.؟
د مشال تر رڼا لاندې اوونيزه بحث کې دا ځل اروپا ته په ناقانونه توګه د تلونکيو کډوالو پر کړاوونو خبرې شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا اوونۍ د پاکستان د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د قبايلی سيمو لپاره پر اېښوول شويو پیسو، او د دې سيمو پر مالي ستونزو او اړتياوو بحث شوی دی.
په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا اوونۍ له تحریک انصاف څخه د سیاستوالانو استعفاګانو، د ګوند د غړو پر ضد مقدمو او سلګونو ګرفتاریو ته په کتو د خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې پر ممکنه سياسي او انتخاباتي منظرنامه بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د پاکستان په ګډون د نړۍ په زیاتره هېوادونو کې د ورځني اړتياوو د توکو بيې زیاتې شوې دي. هم دې ته په پام سره "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې دا اوونۍ په عرب هېوادونو کې د مېشتو پښتنو پر اقتصادي ستونزو بحث شوی دی.
په واکمن پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) کې شامل ګوندونه د تحریک انصاف د ناقانونه ګرځولو غوښتنه کوي. د دفاع وزیر تر څرګندونو وروسته پر ټولنيزو شبکو تود بحث پیل شوی او د پي ډي اېم له پلويانو پرته زیاتره کسان پر تحریک انصاف د بندیز د وړاندیز مخالفت کوي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له تحریک انصاف څخه د ځينو مهمو مشرانو د بېلېدو پر لاملونو او د دې ګوند پر راتلونکې بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا ځل د پښتون ملتپاله ګوندونو وېش او خپلمنځي اختلافات بحث شوي دي. د خپرونې کوربه عبدالحی کاکړ دی.
دا اعلان د مې پر ۱۲مه د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې تر هغې وروسته په خبرې غونډې کې کړی وو کله چې سپريم کورټ د عمران خان د خوشي کولو پرېکړه وکړه.
په بیان کې د پاکستان له چارواکو غوښتنه شوې ده چې د عمران خان پرضد دې د مقدمې په اورېدنو کې د قانون سرلوړۍ او د قانوني کړنلارې درناوی وشي.
نور وښیئ