عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په پاکستان کې د حقونو فعالان وايي چې د تبلیغاتو له کبله په تېر یو کال کې د نرښځیانو ژوند ته ګواښونه لا زیات شوي دي. د برېښنايي حقونو یو ناحکومتي سازمان وايي، په تېر یو کال کې یې د نرښځیانو د ځورونې ۷۴ پېښې ثبت کړې دي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سپریم کورټ پریکټس اېنډ پروسیجرز اېکټ ۲۰۲۳ یا د سترې محکمې د چارو او کاري بهیر په اړه قانون د پخواني وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان پخواني اېتلافي حکومت د روان کال په اپرېل کې منظور کړی وو.
ایرانۍ دولتي رسنۍ وايي چې رییسي او سلمان د اکتوبر پر ۱۱مه د "فلسطینیانو پرضد د جنګي جنایتونو یا جرمونو د درولو پر اړتیا" وغږېدل. په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د حماس تر بریدونو وروسته یووالي ښوولو په موخه اسراییلو ته تللی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د پاکستان حکومت لخوا د بې اسناده بهرنيانو د اېستلو د پرېکړې پر لاملونه بحث شوی دی.
ساینسپوهان وايي، د اقلیمي بدلون له کبله په نړۍ کې د نارینه شمشتیو، چې کیشپ، کشو او شکو هم بلل کېږي، نسل په کمېدو دی. دوی وېره لري چې داسې وضعیت د شمشتیو نسل د نابودۍ یا معدومیت له خطر سره مخامخوي. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د سرفراز بګټي تر دې څرګندونو څو ورځې وړاندې د رسنيو د ازادۍ لپاره کار کوونکو ۱۶ ادارو او تنظيمونو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د پاکستان پر نګران حکومت او ګوندونو غږ وکړ چې د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې دې د بیان ازادي يقيني کړي.
د اکتوبر پر پینځمه په هند کې د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام سیالۍ پیلېږي. ټاکل شوې چې د انګلستان (انګلینډ) او نیو زیلینډ لوبډلې د ګجرات په احمد اباد کې په نرېندرا مودي لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي. د نړیوال جام لپاره د تیاریو په اړه د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ.
د کرکټ لوبه په ګڼو هېوادونو کې مینه وال لري او په اکتوبر کې په هند کې پیلېدونکي نړیوال جام ته انتظار باسي. د کرکټ په سیالیو کې کارېدونکی توپ یا بال څنګه او چېرې جوړېږي؟ د ځواب لپاره یې د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د عراق په نینوا ولایت کې د واده په تالار کې د اور لګېدو په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ ټپیان دي. عیني شاهدان وايي، د سېپټېمبر پر ۲۶مه د واده په تالار کې تر ۸۰۰ زیات کسان موجود ول. د رویټرز او اسوشيېټېډ پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په قبايلي سيمو کې د عدالت پر ځای د جرګو د برېکړو پر بېلا بېلو اړخونه بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د جسټس قاضي فایز عیسا د سپريم کورټ د مشر قاضي د جوړېدو د بلوچستان او خيبر پښتونخوا د خلکو له عدالت څخه د شته د تمو د ممکنه پوره کېدو بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې په پاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پر لاملونو او د دې مسلې پر تلپاتي حل بحث شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په پاکستان کې د مذهب سپکاوي په تور د مذهبي لږکيو او یا نورو مسلمانانو په نښه کولو د پېښو بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د يوه سياسي ګوند پخوانی مخکښ او د اسټېبلشمېنټ يو نېږدې کس ګڼل کېږي، نو ایا هغه به راتلونکې ټولټاکنې په شفافه توګه وکړا شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ په پاکستان کې د کېدونکو ټولټاکنو په ممکنه توګه د ځنډېدو او د سياسي ګوندونو انتخاباتي سیالۍ بحث شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ او جوړوونکی قمر عمرزی دی.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا اوونۍ پر جمعیت علمای اسلام (ف) د وسلوالو بريدونو پر لاملونو او د ترهګرۍ په مخنيوي کې د پاکستاني حکومت پر تګلارې بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د پاکستان په راتلونکو ټولټاکنو کې د تحریک انصاف د مستقبل جاج اخیستل شوی دی.
په پاکستان کې پر بدن د خالونو وهلو یا ټیټو جوړولو دود په زیاتېدو دی. په کراچۍ کې د خالونو وهلو دوکانونه شته چې ورته د هر عمر کسان ورځي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ