عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د اګست په مياشت کې د ترکي د بهرنيو چارو وزير مولت چاوس اوغلو د اسلام اباد سفر وکړ او له چارواکو يې د فتح الله ګلن تر انتظام لاندې چلېدونکو ښوونځيو کې د ترکي د استادانو د اېستلو غوښتنه وکړه.
نقيب الله مزدروان کورونو ته ولېږل، په کوټه کې يې د پوليسو وردۍ راځوړنده کړه، نور سامانونه يې کښېښودل او دروازې ته يې تاله واچوله.
ډېورنډ کرښې نه يواځې اقتصاد اغيزمن کړی بلکې پر کرښه پراته دوه قامونه، قبيلې او په بله مانا ورور له وروه او لور له موره بيل کړي دي.
د پاکستاني پوځ پخوانی چارواکی سید نذير وايي ترڅنګ پاکستان پر یو وخت په غربي اومشرقي پولو باندې له ګاونډیو سره په تاو تريخوالي کې ښکېل دی او نشي کولای چې پر دوو محاذونو جګړه وکړي نو ځکه يې کوشش دی چې پر غربي “پوله” يانې ډېورنډ کرښه ارامه کړي چې ورته نسبتا يو اسان کار ښکاري.
د وژل شوي وکيل باز محمد کاکړ ورور ډاکټر لال خان کاکړ اعلان کړی چې د وژل شويو وکيلانو د کورنيو د غړيو به مفت علاج کوي.
ملک امين الله اېډوکيټ دوه ځله له ځانمرګې بريده ژوندی راوتلی دی او دغه دواړه بريدونه د اګست په اتمه نيټه شوي البته د کېدو کلونه يې بېل دي.
د وژل شوي وکيل عطاالله خان ماشومان په مرګ هم پوهېږي او د مرګ په درد هم. دوی د خپل پلار په وينو سور او شليدلی قميص په سينه پوري نېولی ګرځوي.
طالبانو شيرين زاده ته وويل چې دوی يرغمل عسکر "حلالوي" او تاسو يې تصويرونه واخلی خو هغه انکار وکړ چې دا خو داسي ده لکه چې ما حلالوی.
له کوره تر وتو له مخه باز محمد کاکړ خپل ويده زوی پر مخ ښکل کړی او له وتلو ۴۵ منټه وروسته يې د مرګ خبر راغلی. ارين را ويښ شو او پلار يې د تل لپاره ويده شو.
د بلوچستان های کورټ اېډيشنل پرازيکيوټر جنرل عبدالطيف کاکړ وايي، وژل شویو او ټپي وکيلانو په لسګونو مقدمې چلولې خو اوس چې کله اورېدنې پيل شي نو د دوی د نشتوالي له وجې مقدمې ځنډول کېږي.
کله چې د باز محمد کاکړ نوم واخيستل شو نو جج جمال خان مندوخېل پخپل مسلکي ژوند کې په لومړي ځل وژړل.
زه تل پر دې جمله خاندم چې د فلانکي د مرګ تشه به کله هم ډکه نشي خو نن مې پخپله مغزو دا خبره د ليکلو لپاره ګوتو ته وسپارله.
څه موده وړاندې صوبايي اېپکس کميټۍ په غونډه کې چې پکې د پېښور کور کمانډر ، د خېبر پښتونخوا وزيراعلی او ګورنر ګډون کړی وو ملاکنډ ډوژن ته د کسټم اېکټ غځولو وړاندېز شوی وو.
ترکي پوليس وايي د بيګانۍ کودتا په تور يې ۱۵۶۳ پوځيان نيولي دي. همداراز ۹۰ کسان وژل شوي دي. په دوی کې هغه ۱۶ کسان شامل دي چې غوښتل يې کودتا وکړي. په دي ناکامه پوځي بغاوت کې تر زرو زيات کسان ژوبل شوی هم دي. چارواکي وايي چې په نيول شوو کې پينځه جنرالان، او ۲۵ کرنللان شامل دي.
جمال مسود تر عملياتو وروسته کلي ته ولاړخو تر څو ورځو تېرولو وروسته يې دېره اسماعيل خان ته ستون شو او دلته يې د همېش لپاره اوسېدو هوډ کړی.
پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د پاکستان له پخواني سفارتکار اياز وزير، په کابل کې د سياسي چارو پوه اباسين بريال او په لندن کې د سياسي چارو پوهه مونا اورنګزيب سره څېړل شوي دي.
ډاکټر عسکري وايي، دفاع پاکستان کونسل چې کومه خبره کوي هغه د پاکستان حکومت او پوځ هم کوي. تل لیدل شوي چې کله هم حکومت او پوځ يو خاص سوچ خپل کړی نو دوی له دې په ګټو اخستو سره پکې د ځان لپاره لارې لټولي دي.
په دې وروستيوو کې د پاکستان وزيراعظم د خيبر پښتونخوا دورې ډېرې کړي دي. دی په خپل هر سفر کې د يوې نوې پروژې اعلان او د تحريک انصاف په مشرۍ په صوبايي حکومت نيوکې کوي چې په خبره يې د خيبر پښتونخوا لپاره يې هيڅ نه دي کړي.
ډاکټر سيد عالم مسود ادعا کوي چې د پوهنتون مشر ورته ويلي، وفاقي وزیر احسن اقبال نه غواړي د ده په موجودګی کې غونډې ته ورشي. خو احسن اقبال دا تور ردوي
د پوليو وايرس ضد حکومتي ادارې يوه چارواکي ډاکټر افتاب کاکړ مشال راډیو ته وويل، وه چې تر ۱۳ لکه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکيو په ورکولو سره يې خپل ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ.
نور وښیئ