عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
کانفرنس به په افغانستان کې د سولې راوستو لارې چارې لټوي.
دا لومړۍ ځل نه دی بلکې وړاندې هم د ټولنيزو رسنيو فعالين تښتول شوي وو چې وروسته خلاص کړل شوي وو.
د سېفران وزير قامي اسمبلۍ ته فاټا اصلاحاتي قانون وړاندې کړ خو د جمیعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې تر مخالفت وروسته سپيکر د جوړجاړي لپاره د سېفران قايمه کمېټۍ ته ولېږلی.
په موبايل فون جوړه شوې دغه ويډیو د شنبې په ورځ مخې ته راغلې چې پکې ځينې خلک د پوليس له ګاډي سره نږدې ليدل کېږي .
د پاکستان په پارليمان کې د قبايلي سيمو استازي، سياسي ګوندونه او مدني فعالان د حکومت له لورې د اصلاحاتو په قامې اسمبلۍ کې په نه وړاندې کولو خپه دي.
د پاکستان پارلماني پلاوي د کابل سفر مهم هدف د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ځنډ سره مخامخ خبرې بيا پیلول وو.
داکټر ميا سعيد دا خبرې تر هغه يوه ورځ وروسته کړې چې د جمعې په ورځ د مختلفو سياسي ګوندونو اتحاد متحده ديني محاذ په مردان کې د يوې مظاهرې پر مهال د مشال خان د وژنې په تور نيول شوي کسان بې ګناه و بلل او د شفافه پلټنو غوښتنه يې وکړه.
ملاله يوسفزۍ لومړۍ پښتنه وه چې د سولې نړيواله جايزه يې ګټلې وه او لومړۍ پښتنه ده چې د ملګرو ملتونو د سولې استازې ټاکل شوې.
دا چې د خيبر پښتونخوا او فاټا لوی شمېر خلک چې د کار لپاره په بهر هېوادونو کې دې په سرشمېرنه کې حساب نه شي نو ددې به د صوبې پر برخه ناوړه اغيز وشي.
پر ډېورنډ کرښه د وسله والو د تګ راتګ خبره د دواړه هېوادونو ترمينځ له شته ستونزو څخه يوه ده.
رانا ثناوالله وويل، په تېر يو کال کې د پنجاب قانون نافذونکو ادارو د پنځلس لاکه کسانو د شناخت عمل ترسره کړی چې د ده په وينا ډېری یې پنجابيان ول.
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي، د تورخم او چمن لارو تړل کېدو دوه اړخيزه تجارت اغېزمن کړی دی.
دا مرکه، له نوموړي سره له شویو پخوانیو هغو په دې مختلفه ده چې پکې د یوسفزي د کوچنیوالي، زده کړو او بیا د هغه په ټولنیز – سیاسي فکر او نظریې کې د ودې یا ارتقا او بدلونونو په اړه مفصلې او جامع خبرې شوې دي.
احمد وقاص ګورايا له هغو پينځو فعالانو یو وو چې د جنورۍ په میاشت کې په پاکستان کې لا درکه کړل شوی وو.
صايمه منير وايي، د ښځو د خونديتوب قانون کې داسې نيمګړتياوي دي چې که څوک د ناموس په نوم ښځه و وژني نو هغه له سزا بچ کېدلای شي.
د لومړي وزير له لورې جوړه شوې فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخو کې د شاملولو وړانديز کړی دی، خو دې وړانديز د فاټا خلک په دوو ډلو وېشلي دي.
د خېبر پښتونخوا د سواداګرو اتحاديې مشر حاجي محمد افضل وايي، د افغان کډوالو ستنېدنې د کاروبار پر هر اړخ منفي اغېز کړی دی.
ورځپاڼه وايي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ م کال په موده کې شاوخوا لس نېم زره مقدمې عدالت ته وړاندې شوې چې پکې يوازې په ۱۳۴ کې افغان کډوال ککړ دي.
د نوي پوځي مشر لپاره دا وخت د چيف اف جنرل سټاف ليفټيننټ جنرال زبير حيات، د ملتان کور کمانډر ليفټيننټ جنرال اشفاق نديم احمد، د بهاولپور کورکمانډر ليفټيننټ جنرال جاويد اقبال رامدې او ليفټيننټ جنرل قمر جاويد باجوه نومونه لومړي وزير نواز شريف ته لېږل شوي دي.
نور وښیئ