عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ د خپلې انتظاميې د نوې تګلارې د اعلان پر وخت ويلي وو چې واشنګټن په اربونه ډالر پاکستان ته ورکړې خو اسلام اباد هم هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې امريکا يې پرضد جګړه کوي.
شرجيل بلوڅ وايي، د نورو حملو په پرتله د اتم اګست ۲۰۱۶ م کال حملې سخت و لړزولی دا ځکه چې دده په وينا دا يوازي د بلوچستان پر وګړيو نه بلکې پر ذهن يې حمله وه.
دا لومړۍ ځل دی چې په سېنټ کې د فاټا استازيو د پاکستان له نوي ټاکل شوي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات کړی دی.
د ولسي حکومت، پوځ او عدليې له مشرانو سره د خبرو اترو پيلولو وړانديز د سېنا مشر رضا رباني ورکړی دی.
نوازشريف د پاناه اسنادو مقدمه سازش ګڼي د سړک د لارې لاهور ته تلو فيصله کړې ده چې د چارشنبې په ورځ له اسلام اباده پیل کړ.
نن د اګست اتمه نېټه ده. يو کال وړاندې هم په نن ورځ د کوټې په سول هسپتال کې پر وکيلانو يا قانون پوهانو ځانمرګۍ بريد شوی وو چې پکې ۷۳ کسان ووژل شو. وژل شوي زياتره وکيلان وو.
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ښځو د حقونو فعالي صايمه منير، د عوامي نېشنل ګوند يوې مشرې کاميله مياخیل او د تحريک انصاف د خيبر پښتونخوا د ښځو سازمان مشرې ډاکټر سميره شمس سره څېړل شوې ده.
د کابل برید ذمه واري افغان وسله والو طالبانو او د لاهور د حملې تحريک طالبان پاکستان اخستې وه.
ګډې پلټنيزې ډلې په خپل رپورټ کې د نوازشريف او د هغه د اولادونو د شتمنيو په اړه پوښتنې راپورته کړې وې.
د مهمو امريکايي سناتورانو د کابل او اسلام اباد سفرونه او د دواړو هېوادونو له چارواکيو سره د هغو خبرې اترې به په اعلانېدونکې تګلاره کې خپل څرک جوت کړي او که څنګه؟
د پاړه چنار په چاودنو کې شاوخوا اتيا کسان وژل شوي وو چې پکې يو هم ۲۹ کلن ځوان مجاهد افضل وو.
د خبريال پلار نعمت الله اڅکزی اداعا کوي چې د جون ۲۵ مه نېټې سهار مهال يې پر کور ملېشه ځواکونو چاپه و وهله او ظفرالله خان يې له ځانه سره يو وړ.
د مشال خان مور د اختر پر شپه هديرې ته ورغلې وه او د زوی پر قبر يې شمې بلې کړې وې.
په مينځني ختيځ کې د ايران او سعودي عرب شديد اختلافات او د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنرال راحيل شريف د سعودي عرب په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ځواک مشر جوړېدنې د اسلام اباد او تهران ترمنځ فاصلې زياتې کړي دي.
د پنجاب وزيراعلي شهباز شريف د شنبې په ورځ د پانامه اسنادو په لړ کې د سپريم کورټ په حکم جوړې شوې پلټڼيزې کمېټۍ ته د پوښتنو ګروېژنو لپاره حاضر شو.
زدکوونکي اعتزاز حسن هغه مهال و وژل شو چې کله يې يو ځانمرګی بريد ګر ښوونځي ته د ننوتو پروخت په غېږ کې نيولی وو.
سرتاج عزيز د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته ويلي چې ددې مقصد لپاره به د چين بهرنيو چارو وزير د جون په پای کې د دواړو هېوادونو سفرونه ترسره کوي.
دوه نيم کاله وړاندې اشرف غني هرډول داخلي فشار يې له پامه و غورځولی او پاکستان ته په تلو سره يې د هغه هېواد هغه غوښتنې و منلې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي يې له منلو انکار کولی.
نور وښیئ