عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په بلوچستان کې د څلورم ځل لپاره د پاکستان پرضد وسله واله مبارزه په ۲۰۰۶م کال کې د بلوڅ سياتوال نواب اکبر خان بګټي تر وژل کېدو وروسته پیل شوې ده.
د فريډم هاوس په څېړنه کې په پاکستان کې د انټرنيټ استعمالونکيو له حقونو سرغړونې، انټرنيټ ازادۍ او د سنسر شپ عملي کېدو جاج اخستل شوی دی.
ځېنې کارپوهان فکر کوي چې دا د پاکستاني اېسټیبلشمېنټ يوه هڅه ده چې د ۲۰۱۸ز کال ټولټاکنې تر خپل اثر لاندې راولي او ځېنې بيا دا د ګوندونو له خوا د زياتو څوکيو د ګټلو یو کوشش ګڼي.
د شپږ مذهبي ګوندونو ايتلاف - متحده مجلس عمل - په ۲۰۰۲ م کال کې د امريکا پر افغانستان د بريد او د طالبانو د حکومت د نسکورولو پرضد جوړ شوی وو.
د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ نوموړی د راتلونکو درړ کلونو لپاره د اسلامي نظرياتي کونسل مشر وټاکه. دا شورا د قران او سنت په رڼا کې پارلېمان ته په قانون سازۍ کې مشورې ورکوي.
د پاکستان وفاقي حکومت نومیالی دیني عالم پروفیسر ډاکټر قبله ایاز د اسلامي نظریاتي کونسل نوی مشر ټاکلی دی.
تجار وايي، په ۲۰۱۵ م مېلادي کال کې دوه اړخېزه تجارت شاوخوا دوه نيم اربه امريکايي ډالر وو چې اوس يوه نيم اربه ډالر ته راکم شوی دی.
د بې پولې خبريالانو سازمان ار اېس اېف وايي، په ۲۰۰۶ م مېلادي کال کې په بلوچستان کې د وسله والې جګړې تر پیلېدو را وروسته په صوبه کې ۴۰ خبريالان وژل شوي دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير له پاکستاني چارواکيو سره د ليدو پر مهال ويلی چې دغه هېواد بايد پر خپله خاوره د فعالو وسله والو ډلو له منځه وړلو لپاره هلې ځلې زياتې کړي.
ځينې کارپوهان وايي، د نواز شريف او کورنۍ پرضد د احتساب عمل له پیل کېدو سره په مسلم لیګ ن کې دننه اختلافات د دې ګوند لپاره په يوه امتحان اوښتي دي.
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له حاجي شاه جي ګل اپریدي او حميدالله جان اپريدي سره څېړل شوې دي.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنوبي اسيا، افغانستان او پاکستان په اړه د تګلارې تر اعلان وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې ترېنګلې شوې وې.
د پاکستان تر انتظام لاندې ګلګلت بلتستان د راهدارۍ د پروژو برخه ده چې هند يې لانجمنه سيمه ګڼي.
پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان د مشرانو تازه ليدنه او کړې ژمنه به د پخوا برعکس څه نتيجه ورکړي او که څنګه.؟
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پاکستان ته يې د بنديانو د تبادلې وړاندېز کړی دی.
اسې فکر کېږي چې د ډونلډ ټرمپ څرګندونو پاکستان يو ډول تر فشار لاندې راوستی دی خو په عين حال کې چين د پاکستان دفاع کړې ده.
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ د خپلې انتظاميې د نوې تګلارې د اعلان پر وخت ويلي وو چې واشنګټن په اربونه ډالر پاکستان ته ورکړې خو اسلام اباد هم هغو ترهګرو ته پناه ورکړې چې امريکا يې پرضد جګړه کوي.
نور وښیئ