عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د امريکا له لورې پر تهران زياتېدونکيو اقتصادي بنديزونو د ايراني وګړيو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی. د ايران د شمارياتو مرکز وايي، د ۲۰۱۹ م کال مارچ او اپريل مياشت کې د تېر کال په پرتله ګراني شاوخوا ۵۰ فيصده زياته شوې ده.
نړيوال شهرت لرونکی فرانسوي ډيزاينر د پېښور څپلۍ نقل جوړ کړی او په دې ډيزاين کې يې يو نوی برانډ بازار ته راوړی دی.
د هند په کرناټکا ایالت کې ګڼو خلکو د اور کلنۍ مېله لمانځلې. په دې مېله کې خلک په دوو ډلو وېشل کېږي او بیا په یو بل اور شیندي. په اړه یې د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل پر ۲۱مه د ایران په دوه ورځني سفر مشهد ته ورسېد. لوړپوړي ایراني چارواکي د نوموړي ستړي مه شي ته ورغلي ول. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويی رپورټ وګورئ.
پرلتوال غوښتنه کوي چې تر ناامنیو او پوځي عملیاتو وروسته یې چې کورونه ړنګ شوي ول، نو حکومت دې ورته له سروې سره سم تاوان ورکړي.
د ۵۰ کلن عقل خان زوی رضوان الله خان د اپريل پر ۲۱ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې پلار يې د شنبې پر ورځ په پېښور کې خوشی شو.
په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو فلم لانجمن شوی دی. د فلم نوم افغانستان پرېښودل دی خو پر فلم د روسيې هغو پخوانيو عسکرو او قوماندانانو نيوکه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي. انتقادکوونکي وايي چې په فلم کې د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو غير ملي انځور ښودل شوی دی.
پاکستان هيومن رايټس کميشن د اپريل پر ۱۵ مه نېټه په خپور شوي خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په پاکستان کې رسنۍ له سنسر شپ سره مخامخ دي.
په افغانستان کې له تېرو دريو ورځو راهيسې روانو بارانونو او سېلاوونو ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. چارواکي وايي، په تېرو شاوخوا ۲۰ ورځو راهیسې د بارانونو او سېلاوونو له کبله تر اوسه پورې ۱۳۴ کسان وژل شوي دي چې پکې زياتره مرګ ژوبله په اوسنيو کې سېلاوونو کې اوښتې ده.
جان اغا له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د زاڼو (بته یا ډینګ هم بلل کېږي) ښکار کوي. دی اوسمهال له ۱۰۰ زیاتې زاڼې لري. دی وايي، کله چې مارغان په دام کې ونیسي، خوشالېږي خو کله یې چې ولي نو خپه شي. د جان اغا د ښکار شوق په اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
په لغمان ولایت کې په بمي چاودنه کې اووه ماشومان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دا پېښه د یکشنبې یا اتوار پر ماښام شوې ده او وايي چې ماشومان په لوبو اخته ول چې ناچاودې مرمۍ وچاودېده. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
هزاره ګانو په کوټه کې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی او له حکومته د انصاف او امنیت غوښتنه کوي. د اپرېل پر ۱۲مه د کوټې په هزارګنجۍ سیمه کې په سبزي منډۍ کې په برید کې ۲۰ کسان وژل شوي ول چې پکې ډېری یې هزاره ګان ول. د هزاره ګانو پرلت په اړه د اسوشي اېټډ پرېس اژانس رپورټ.
په افغانستان کې د سولې لپاره له طالبانو سره خبرې اترې روانې دي خو دې کار افغان ښځينه موسيقۍ غږونکې اندېښمنې کړې دي. دوی وايي موسيقي يې ژونددی.
ثنا تاجک نوې پښتو سندرغاړې ده او تر شهرت موندلو وروسته یې د موسيقۍ رسمي زدهکړې پیل کړي. دا د خيبرپښتونخوا د دير سيمې اوسېدونکې ده خو د سندرو ويلو خوب په کلي کې بلکې په پېښور کې پوره شو.
د اپريل پر ۱۱ مه نېټه به په هند کې ټولټاکنې کېږي چې پکې به د تر ۸۰۰۰ زيات کانديدان د سيالۍ په مېدان کې وي خو په دې کې به يو داسې اميدوار هم مقابله کوي چې ۳۲ دېرش واره يې سيالي کړې او هر ځل يې شکست خوړلی دی.
په نړۍ کې د نفوسو زياتېدونکي شمېر او چاپريال ساتنې ته په کتو سره ساينسپوهان په ليبارټرۍ کې د غوښو پر تولېدولو څېړنې کوي. اوسمهال په ليبارټۍ کې د غوښې د يوه کلو ګرام په توليدولو ۲۰ زره ډالر لګښت راځي.
د اپرېل پر اوومه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د مذاکراتي کمېټۍ غړي سردار حبیب الرحمان دومړ او د حکومتي مذاکراتي ډلې یوه غړي اصغر خان اڅکزي
د پاکستان بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي ادعا کوي، داسې کره مالومات يې ترلاس کړي چې ښايې هند د اپريل مياشتې دريمې اوونۍ په دوران کې پر پاکستان حمله وکړي.
د اپريل پر څلورمه نېټه به د ځمکني ماينونو په اړه د پوهاوې د خپراوي نړيواله ورځ وي. ملګري ملتونه وايي چې ځمکني ماينونو لاهم د افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. د دوی په وينا د ۲۰۱۲ م او ۲۰۱۷ م کال په موده کې په افغانستان کې د ماينونو د قربانيانو شمېر پنځه چنده زيات شوی دی.
د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
نور وښیئ