پراګ - د جنوبي وزيرستان عقل خان خپل کور ته رسېدلی چې د کورنۍ په ادعا يې د فبرورۍ پر ۱۴ مه نېټه له اسلام اباد هوايي ډګره ورک شوی وو.
د ۵۰ کلن عقل خان زوی رضوان الله مسید د اپريل پر ۲۱ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې پلار يې د اپرېل پر ۲۰مه په پېښور کې خوشې شو.
نوموړي تور پورې کړ چې پلار يې د فبرورۍ پر ۱۴ مه نېټه له بحرين څخه په الوتکه کې اسلام اباد ته ورسېد نو په وینا یې، د پاکستان جاسوسي ادارو کسانو له ځان سره يووړ.
خو مسید وايي، څو ورځې وړاندې د مسیدو د سيمو يوې ډلې د پېښور له کور کمانډر جنرال شاهين مظهر سره وليدل او پر دې مهال يې د خپل پلار د ورکېدو موضوع هم راپورته کړه.
پلار راته ويلي چې د پاکستان جاسوسي ادارو له طالبانو سره د مالي مرستو په شک نيولی وم او زياتره پوښتنې يې هم په دې تړاو راڅخه کولې.رضوان الله مسید
د ده په خبره، تر دې ملاقات وروسته ورته ټېلېفون وشو، هغه پېښور ته ولاړ او هلته یې پلار خوشې شوی وو.
د رضوان االله مسید په وينا، پلار ورته ويلي چې هغه د پاکستان جاسوسي ادارو له طالبانو سره د مالي مرستو په شک نيولی وو چې زياتره پوښتنې ګروېژنې ورڅخه هم په دې تړاو کېدلې.
دی وايي، پر پلار يې تشدد نه دی شوی.
د عقل خان د ورکېدو په اړه د پاکستان حکومت او جاسوسي ادارو په رسمي توګه څه نه وي ويلي البته پخوا پوځ او حکومت تل د خپلو وګو د ورکولو له تورونو انکار کړی.
په پاکستان کې پښتانه، بلوڅان، سينديان، مهاجر او د هغوی ګوندونه او ټولنې دا تور پورې کوي چې د پاکستان جاسوسي ادارو یې پلويان بیولي دي.
د ورکو کسانو سرکاري کمېشن څه وايي؟
د پاکستان حکومت د دې شکايتونو د څېړلو لپاره د ۲۰۱۱ز کال په مارچ کې د ورکو کسانو د پېښو پلټنو سرکاري کمېشن (Commission of Inquiry on Enforced Disappearances) جوړ کړ چې مشري یې پخواني قاضي جاوېد اقبال ته ورکړه. دا درې کسیزه کمېشن دی چې پر خپله ووبپاڼه یې لیکلي چې د ۲۰۱۹ز کال جنورۍ مياشتې پورې له ورسره ۵،۷۷۷ ورک کسان رجسټر شوي ول چې پکې يې ۳۵۵۱ کسانو قضیې تر تحقيقاتو وروسته سرته رسولې خو ۲،۱۷۸ لادرکه کسانو درک به لا هم لګوي.
د کمېشن يوه غړي او پخواني قاضي ډاکټر غوث محمد د اپرېل پر ۲۱ مه مشال راډیو ته وويل چې د ورکو کسانو خپلوان او په دې اړه فعاله ګوندونه او سازمانونه پر جاسوسي ادارو تور پورې کوي خو لويه ستونزه دا ده چې کله ورک کسان خوشې شي نو ورته دا معلومات نه ورکوي چې چا وړي او چېرې یې بیولي ول.
هغه زياتوي، د لادرکه کسانو موضوع ګڼ اړخيزه ده چې د ده په خبره داسې سياسي او مشکوک مجرمان هم شته چې پوليسو يا عدالت ته مطلوب وي او د ځان پټولو لپاره خپل نومونه د ورکو کسانو په فهرست کې شاملوي.
د ورکو کسانو موضوع پښتون تحفظ غورځنګ له څه د پاسه يو کال راهیسې په ډېر شدت راپورته کړې ده.
د تېر يو کال په دوران کې د غورځنګ په هره ولسي غونډه کې لسګونه داسې کسان ګډون کوي چې د خپلوانو د ورکېدو ادعا کوي.
پښتون تحفظ موومېنټ د ۸،۰۰۰ ورکو کسانو شمېرې غونډې کړې دي، خو په تېر شاوخوا يو کال کې تر ۱،۰۰۰ زيات کسان راخلاص شوي هم دي.فريد اصغر
غورځنګ د دې کسانو شمېر غونډوي.
دا کار د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عالمزېب مسید تر نیولو وروسته اوس فرید اصغر کوي.
دی دعوه کوي چې د شاوخوا ۸،۰۰۰ ورکو کسانو نومونه یې غونډ کړي.
دی البته دا هم وايي چې د تېر یو کال په موده کې تر ۱،۰۰۰ زیات کسان خوشې شوي هم دي.
د ورکو کسانو په اړه د کمېشن غړی ډاکټر غوث محمد د پښتون تحفظ تحریک اعداد او ارقام ناسم بولي.