عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
عمران خان د سېپټېمبر پر ۱۴مه د پاکستان يو شخصي ټېلېويژن ته د مرکې پر مهال ويلي ول، په دې باور دی چې جنسي تېری کوونکي دې خصيان کړل شي.
د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د محرم ۱۰مې جلوسونه شوي دي. په ټول هېواد کې په زرګونو امنيتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي او په ځينو ښارونو کې د موبايل ټېلېفون سروس بند کړل شوی وو.
په افغانستان او پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهيسې روانو بارانونو او سېلاوونو تر سلو زیات کسان وژلي او په لسګونه کورونو يې وران کړي دي. د افغانستان ۱۳ ولايتونه او د پاکستان کراچۍ، پېښور او چترال بارانونو او سېلاوونو زيات ځپلي دي.
د ملګرو ملتونو د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) افريقا له پوليو وايرسه پاکه ګرځولې ده. اوس يوازې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه هېوادونه پاته شوي چې پکې د ګوزڼ وايرس لاهم شته.
اقبال وايي، وضع نسبتاً ښه شوې ده خو وېره ترهه اوس هم شته. نامعلوم کسان، خلک وژني. له تاسو سره چې مرکه کوم، نو هم وېرېږم. څو ورځې مخکې هم په شکردره
په پاکستان کې د کورونا وايرس له کبله له رامنځ ته شوي ټولبند وروسته رستورانونه پرانيستل شوي دي. حکومت د کورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي په خاطر د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې ټولبند اعلان کړی و. چارواکي ادعا کوي چې د کووډ-۱۹ ناروغۍ د ځپل شویو شمېر مخ په کمېدو دی.
حکومت د کورونا وايرس د ناروغانو شمېر کمېدو ته په پام سره د اګست له ۱۰مې نيټې د وبا مخنيوي په لړ کې لګول شوی لاکډوان تر ډېره حده ختمولو اعلان کړی وو.
د فاونډېشن مشر او د باز محمد کاکړ ورور ډاکتر لال کاکړ د اګست پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې وار له مخه يې د "شهدا اتم اګست پبلک لايبرري" په نوم په کوټه
ملک واجد کاسي د قانون د زده کړو تر بشپړولو وروسته د وکالت پېشې ته د ورتللو اراده نه درلوده خو د ۲۰۱۶کال د اګست اتمې ترهګر برېد د هغه ژوند او مسلک دواړه وربدل کړل.
قمبرانۍ وايي، مور مې ټوله ورځ ژاړي، هر وخت وظيفې کوي، ماشومانو ته ګوري او ژاړي. چې د پکي لاندې کښېني نو ژاړي. یخې اوبه کې وڅښي، ژاړي. هر څه یې ځوروي
په هسپتالونو کې ډاکتران له مهالوېش (تقسیم اوقات) سره سم کار کوي او ډاکتر عزیز الرحمان وايي چې دا يې قسمت دی چې له تېرو دوو کلونو راهيسې
رویټرز اژانس وايي، په کابل کې هندي سفارت هغه ۷۰۰ سیکان رجسټر کړي چې غواړي هغه هېواد ته کډه شي. دا تر هغې وروسته ده چې د هند پارلېمان په ۲۰۱۹ز کال کې هغه لانجمن قانون منظور کړ
ګلزار حسین د ۱۹۹۹ز کال د فبرورۍ ۲۵مې تر غرمې پورې روغ رمټ انسان وو خو بس د سترګو په رپ کې ورڅخه نیم بدن جلا شو.
د بلوچستان سوداګرو خونې يا کوټه چېمبر اف کامرس غوښتنه کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باديني نوې تجارتي لاره دې ژر تر ژره پرانستل شي.
دوی ټول په کورونا وايرس اخته شوي او دا مهال يې د هند په مشهوره ناناواتي روغتون کې درملنه روانه ده.
سولنګي د پاکستان اوسني حالات د پخواني شوروي اتحاد د واکمن جوزف سټالېن او د هغه له ځایناستو سره پرتله کوي او وايي، هغه مهال په شوروي اتحاد کې لیکوالانو
د بلوچستان چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله په صوبه کې د کورونا وايرس ناروغانو رپورټ کېدل کم شوي دي.
يوه هندي وګړي له کورونا وايرسه د ځان خوندي کولو لپاره د سرو زرو ماسک په مخ کړی دی. هغه چې چيرې هم ځي خلک ورسره عسکونه اخلي. شنکر کرهادي پر ماسک تر شپږ نېم لاکه زياتې باکستانۍ کالدارې خرڅې کړې دي. د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
نور وښیئ