عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
ځايي چارواکي د دوی ابادي شاوخوا پنځه لکه يادوي چې پکې په زرګونو کسان يې د امنیت له کبله یا خو د پاکستان نورو سيمو يا بهر هېوادونو ته کډه شوي دي.
پيپلز پارټۍ له اسمبيلو څخه د استعفاګانو په حق کې نه ده او مسلم ليګ نواز او جمیعت علما اسلام بيا غواړي چې له اسمبليو مستعفي شي.
د پاکستان حکومت د ګوادر نوي ښار د شاوخوا ۲۴ مربع کلوميټره مځکې ګېر چاپېره د اغزن تار غځولو په منصوبه لاس پورې کړی دی چې د چارواکيو په وينا دا د ګوادر د امنيت ساتلو د پلان برخه ده.
پي ټي اېم د ډېسمېبر پر ۲۷مه نېټه د خيبر ضلع په باړه کې جلسه وکړه چې پکې داسې کسانو هم ګډون وکړ چې په لاسونو کې يې د خپلوانو تصويرونو نيولي ول چې د دوی په ادعا ورک دي.
مولانا ګل نصيب مشال راډيو ته وويل چې د دوی د اېستلو په لړ کې د ګوند پر اييني طریقه کار عمل نه دی شوی.
د پاکستان او افغانستان په ګډون په افريقايي هېوادونو کې لا هم رېړه (لاسګاډی، کراچۍ) چلول د ګټې وټې وسيله ده خو کار یې خورا سخت دی. د چلوونکو ستونزو او کړاوونو ته په کتو، د کينيا د اټو ټرک شرکت مشر برېښنايي رېړه جوړه کړې ده. د اسوشيېټېډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ.
ګلزار حسین د ۱۹۹۹ز کال د فبرورۍ ۲۵مې تر غرمې پورې روغ رمټ انسان وو خو بس د سترګو په رپ کې ورڅخه نیم بدن جلا شو.
د نړيوال سازمان کميشن ان ساينس اېنډ ټېکنالوجي فار سسټېن اېبل ډيولپمينټ ان سوته (کومسېټس) له خوا جوړ شوي دې سيمينار ته روغتيا پوهانو وويل چې د پاکستان په هر ۱۰ ښځو کې يوې ته په خپل ژوند کې د سينې سرطان کېدای شي.
د دې پر ضد په بلوچستان کې د زده کوونکو سازمانونو، بلوڅ ملتپاله ګوندونو او د بلوچستان يونيورسټۍ د استادانو اتحاديې احتجاج وکړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عالمزېب مسيد وايي د حکومت له خوا د هغه ليکل شوي کتاب د کتابونو له دوکانه په ولکه کې د اخيستو ګام د پاکستان په ايين کې د ورکړل شوې بیان ازادۍ ضد ګام بللی دی.
جنيوا مېشت د پريس ایمبلم کمپېن (پيک) په نوم اداره د سږکال له پیل راهيسې هره ورځ د هغو خبريالانو شمېره راغونډوي چې د کورونا وايرس له کبله مري. د ادارې پر ووبياڼه د وژل شويو زیاتره خبريالانو عکسونه او پېژندګلوي ورکړل شوې ده.
د پاکستان کورونيو چارو وزير سيد اعجاز شاه په مشرۍ حکومتي ډلې د تحريک لېبک څلور وارې شرطونه په ليکلې بڼه منلي دي.
په پاکستان کې د چارواکو په وينا، له تېرې څه مودې راهيسې په هېواد کې د کورونا وايرس دويمه څپه راغلې او د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې په زياتېدو دی.
د پاکستان د روغتيا څانګې چارواکي وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په وايرس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د وژل شوي منيجر د تره ويډیو په ټولنيزو رسنيو خپره شوه چې پکې هغه د بانک د محافظ تور رد کړی او ويلي يې وو چې هغه دا کار د شحصي دښمنۍ له مخې کړی دی.
شاه محمود قريشي او د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې اسنټېټيوټ اف سټرېټېجک سټډيز له خوا جوړې شوې غونډې ته ويناګانې وکړې.
مهدي حسن وايي، دا لومړۍ ځل دی چې سياسي ګوندونو د لادرکه کسانو ستونزه راپورته کړې ده. هغه هيله وښووله چې دغه ګوندونه به په دې اړه خپلې هلې ځلې تېزې کړي او لږ تر لږه به په خلکو کې د لادرکه کسانو په اړه پوهه خپره کړي.
نور وښیئ