طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په سیمه کې د فریقینو ترمینځ د جګړې د د ودرولو لپاره ضلعي انتظاميې او د امنیتی چارواکو په سرپرستۍ کې د ځایی مشرانو جرګه هم شوې وه خو تر ډېرو کوششونو وروسته هم ورته کامیابي نه ده تر لاسه شوې.
په کورمه کې د کلیوالو سیمو د پرمختیا بنسټ (فاونډېشن فار رورل ډېوېلمپنټ) په نوم د ناحکومتي سازمان په مرسته ۲۰ کسیزه جرګه د ۲۰۲۱ز کال له جولای راهیسې د ځمکو او اوبو د لانجو د هواري هڅې کوي.
په کولمبو کې د نومبر پر ۲۷مه، سیف الله غلځي د هند او سري لنکا لوبغاړو ته په فاینل مقابلو کې شکست ورکړ او د جنوبي ایشیا د کراټو شپږمه اتلولي یې وګټله.
لاره د نومبر پر ۱۸مه پر پوله د دوو قومونو او د طالبانو د حکومت سرتېرو ترمینځ تر نښتې وروسته وتړل شوه. د خرلڅیو دوپرزي او بنګښ د پولې هغې خوا ته د ځمکې د ملکیت دعوه لري او نښته هم هلته د طالبانو د حکومت د تعمیراتي چارو پیلولو له وجې پیل شوې وه.
د نومبر پر ۲۳مه ماسپښين له کورمې د دوپرزایو او بنګښو په ګډون ۱۵ قبایلي مشران د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پرتې د ډنډ پټان ولسوالۍ ته ورغلل او هلته یې له شاوخوا ۲۰ ځايي مشرانو سره په خبرې اترې وکړې.
مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، له بېلابېلو تجارتي مالونو ډک لږ تر لږه سل ټرکونه د پاکستان او پنځوس ټرکونه د افغانستان په خوا کې ایسار پاتې دي.
د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګشو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسله واله نښته وکړه چې دواړو غاړو ته پکې مرګژوبله واوښته.
پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دې ويلي. البته له کورمې د پارلېمان غړي او د پاکستان وفاقي وزیر ساجد حسین توري مشال ریډیو ته ویلي، مخکې یې هم پر دې مسله له کابل سره خبرې شوې خو يو حل ته نه دي رسېدلي. هغه زیاته کړه چې اوس به له طالبانو سره يو ځل بیا په دې اړه خبرې کوي.
په کورمه ضلعه کې اوسمهال د عیسویانو د ۲۲۵ کورنیو تر څنګ د هندوانو لږترلږه ۱۵ کورنۍ له لسیزو راهیسې ژوند کوي. د هغې ضلعې د مذهبي لږکیو مشرانو ویلي چې په سیمه کې د ډومیسایل سند پر جاري کېدلو یې په ټولنیز حالت کې "د مثبت بدلون" تمه پیدا شوې ده.
د طالبانو حکومت لا د نښتې په اړه رسمي دریځ نه دی ورکړی خو چارواکو یې تر جګړې مخکې د خرلڅیو او بوړکي سیمو له قومي مشرانو په جرګه کې ویلي ول چې له کابله ورته امر شوی دی چې هلته دې تعمیراتي چارې پیل کړي.
موږ د احتجاجیانو د غوښتنو په اړه له ضلعي انتظامیې سره رابطه وکړه خو دریځ مو یې ترلاسه نه کړای شو، البته د کورمې ډېپټي کمېشنر واصل خان خټک په وروستیو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت په "درناوي" د ټولو اغېزمنو کورنیو ستنولو ته تیار دی.
په هغه قبایلي ضلع کې ضمني انتخابات د اکتوبر پر ۳۰مه سهار پر اتو بجو پیل شول چې د انتخاباتي کمېشن په وینا، بې له ځنډه د ماښام تر پینځو پورې روان وو.
پولیسو د یادې حلقې ټول پولېنګ سټیشنونه حساس ګرځولي دي. د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په یاده حلقه کې ټول ټال ۱۴۳ پولېنګ سټیشنونه دي چې پکې ۲۴ حساس او ۱۱۹ انتهايي حساس ګرځول شوي دي.
مظاهرچيانو تر بازار تېرېدو وروسته د خبريالانو د مرکز مخې ته پرلت وواهه. د ځوانانو د غورځنګ مشر مير افضل خان توري مشال رېډیو ته وويل چې ترهګري نه مني.
د روان کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان قامي اسمبلۍ پر اتو او پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکيو ضمني انتخابات وشول خو په کورمه کې د ناامنۍ له کبله ځنډول شوي ول.
د قامي اسمبلي د کورمې څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف د غړي ملک فخر زمان تر استعفا وروسته خالي شوې ده. د ۲۰۲۲ز کال په اپريل مياشت کې چې کله د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د ملک فخر زمان په ګډون د ياد ګوند ۱۲۳ غړيو استعفاوې ورکړې وې.
ضلعي انتظاميې د مشرانو هغه جرګه په داسې وخت کې وربللې چې په بوشېرو کې د ډنډرو او نور حسین کلي ترمینځ د ځمکې پر سر تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته د سیمې حالات کړکېچن شوي ول او د فرقه ییز تاوتریخوالي اندېښنې یې زېږولې وې
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا د کورمې یوشمېر فعالانو د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وواهه او په سده، کواټ او پېښور کې د کورمې اوسېدونکو هم د نښتو ضد احتجاجونه کړي دي.
نور وښیئ