طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، تازه برید د فبرورۍ ۲۲مې پر سهار شاوخوا درې نیمې بجې د کورمې په پتاله سیمه کې شوی دی.
په توره وړۍ کې تر لسم جماعته د زدهکړو دغه یواځنی سرکاري سکول دی چې پکې تر درو سوو زیاتو ماشومانو زده کړې حاصلولې.
په قبایلي سیمه کورمه کې د کډوالو په دراني کیمپ کې مېشت بې کوره کړل شوي خلک وايي ، یو پلو یخنۍ سخت ځپلې دي او بل پلو ورته حکومت پاملرنه نه کوي.
د پاړه چنار په بمي چاودنه کې ډېری مړه او ژوبل پښتانه شییعه مسلمانان دي.
د خېبر پښتونخوا په ضلعه هنګو کې د ابراهیم زو سیمې خلک له حکومته غوښتنه کوي چې دوی له دې د ګیس سهولت ورکړل شي.
منځنۍ کورمې جمیل مشال ریډیو ته وایي، په ډېره مشکله د پولیټیکل انتظاميې څخه فارم ترلاسه کولو پس د دوی شناختي کارډونه جوړېږی.
له يوې اوږدې مودې راهيسې د عوامي نيشنل ګوند پر سياستوالو بريدونه ډېر شوي دي. د دي ګوند مشران وايي چې امنيتي ادارې دې په خپل کار کې غفلت نه کوي او د دوی پر سياستوالو دې د ډېريدونکو بريدونو مخنيوی وکړي.
د قامي اسمبلۍ غړې سید غازی ګلاب جمال مشال ریډیو ته وایي، د متاثرینو دغه مسله یې تر بره چارواکو رسولې ده خو لا هم پر متاثرینو امداد بند دی.
په کرمه ایجنسۍ کې د شرې ناروغۍ پرضد پیل شوی مهم لا هم دوام لري.د صحت د محکمې ځايي چارواکي وايي د روانې میاشتې له شلمې نیتې راهیسې پیل شوې دغه لړۍ به د روانې میاشتې تر اخره پورې روانه وي.
په ۲۰۰۷ کال کې په کورمه کې د شيعه وو او سنيانو ترمنځ د نښتو له امله ګڼ خلک خپلو سيمو پريښودلو ته مجبوره شوې وو. چارواکي دا شمېره دوه ويشت زره ښئ چې اته زره يې خپلو سيمو ته واپس تللې دي.
چارواکي وايي په کورمه ایجنسۍ کې نن ماسپښین په یوه ټرافیکې پیښه کې یو تن مړ او څلور نور زخمیان شویدي.
د مشرانو په خبره په سیمه کې د ځینو متاثره خلکو کلونه وشول چې نومونه یې درج شوي دي خو بیا هم د حکومت لخوا ورسره مرسته نه ده شوې.
د بره کورمې ایجنسۍ په کړمان، مالي کلي، سره ګاله او او زېړان سیمو د زیاتره خلکو ژوند پر کرکرونده ولاړ دی.
په کوهاټ کې د متحده طلبه محاذ په نامه د زده کونکو تنظیم لخوا د پیر ورځې پیل کړیاحتجاج لا هم دوام لري.
د کورمې ځایي مشران وایي که تښتول شوی کسان زر تر زره راخلاص نه کړل شول نو دوی به په لویه کچه احتجاج شروع کړي.
په اورکزی ایجنسۍ کې د جیټ طیارو او هیلي کاپټرو په بمباریو کې څلور مشکوک وسله وال او لږ تر لږه دوه عام وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.
د یکشنبې په سهار د پاکستان په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې یوه مېرمن وژل شوې او څوارلس کسان نور ژوبل شوي دي.
د اورکزو ایجنسۍ د ښونې او روزنې ( محکمه تعلیم ) چارواکي وايي وايي ناڅرګندو وسله والو د کوزه اورکزو ایجنسۍ په بیزوټ سیمه کې د نجونو یو سکول په بمونو الوزولی چې ورکې چاته د سر زیان نه دی اوښتی خو د سکول ودانۍ یې خرابه کړې ده.
د کرمې ایجنسۍ د مناتو سیمې خلک شکایت کوي چې هیڅ ډول صحي اسانتیاوې نه لري او حکومت په دې لړ کې هیڅ ډول اقدامات نه کوي. د دغه کلي خلک وايي ددې باوجود چې حکومت ته یې په بار بار خپل غږ رسولی ، خو ددوی په روغتون کې ډاکټران نشته.
د راسېدلیو راپورونو له مخې، په سیمه کې د لټون عملیات په ترڅ کې پولیس له افغان کډوالو سره ډېر بد چلند کوي. خو ډي پي او سلیم مروت له دې خبرې انکار وکړ
نور وښیئ