د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف په کوهاټ کې د ګېس یوې سترې پروژې اعلان وکړ


د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف وايي، په هېواد کې د پرمختیايي کارونو بهیر د خیبر پښتونخوا له کوهاټه پیلوي.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د کوهاټ په میدان کلا کې یوې ولسي غونډې ته په خپله وینا کې وکړې.

په خپله وینا کې هغه کوهاټ ته د ګېس ورکولو، سړکونو جوړولو او پراخولو پرته ه یو شمېر نورې منصوبې هم اعلان کړې:

(نن د کوهاټ لپاره تاریخي ورځ ده، دلته د ګېس پر یوه تسره پروژه کار پیلوو چې تر څلور اربه روپیو پورې لګښت پرې راځي، که دا پروژه بشپړه شي نو له دې څخه به کوهاټ ښار، خوشال ګړه، اوسترزو، شاه پور، شېرکوټ، نصرتخېل، ډوډه، چور لکۍ او د عليزو خلکو د ګیس مسله حل شي. له کوهاټه، جنډ او بیا تر پېنډۍ ګیټه به یو لوی سړک جوړېږي چې وروسته به له موټر وې سره نښلول کېږي. کوهاټ به اوس له پېښور او اسلام اباد سره ډېر نېږدې شي. له دې پرته له کوهاټه تر کرکه او بیا تر سرای ګنبیلې پورې نېشنل های وې به یو په دوه پراخول کېږي. زه دا هم کوشش کوم چې له پېنډې تر کوهاټه پورې رېل -کار سرویس شروع کړم چې دا به د تجربې پر بنسټ وي او وروسته به دا یو ښه سرویس ته واړول شي. له دې علاوه زه یوه بله منصوبه لرم چې په هغه کې به ځايي خلکو ته مفت علاج ورکولو سره یو لوی هسپتال هم جوړېږي. په دې هسپتال کې به د هر قسمه ناروغیو علاج کېږي. زه د ضلعې او تحصیل کونسلو لپاره دېرش کروړه روپیو ترقیاتي فنډون علاوه په کوهاټ یونیورسټې کې د ښځو لپاره د یو کیمپس جوړولو اعلان هم کوم.)

په کوهاټ کې جلسې ته د خطاب پر وخت وزیر اعظم نواز شریف دا هم وویل، د دوی د حکومت لومړې پاملرنه امن او ترقي ده او زیاته یې کړه چې نن په ملک کې تر ډېره حدهپر ترهګرۍ قابو موندل شوی دی.

په خپلو خبره کې نواز شریف د شمالي وزیرستان ولس ته وویل چې د دوی د بیا ابادۍ لپاره یې انتظامات کړي دي او ډېر زر به یې په عزت سره خپلو علاقو ته ستانه کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG