صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې ډېری خلک ډبرې تراشي او ورڅخه غمي جوړوي. دې ښار ته د بلوچستان په ګډون د سوات او افغانستان له غرونو ډبرې وروړل کېږي. د غمیو کاروباریان وايي، د تېرو لسیزو ناامنیو یې کاروبار خورا اغېزمن کړ. د غمیو جوړولو په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
نن [د سېپټېمبر پر ۲۳مه] د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه. د دې ورځې د لمانځلو پرېکړه په ۲۰۱۵ز کال کې د کوټې پښتو اکاډمي لخوا د وربلل شوي یوه نړیوال کنفرانس پر مهال وشوه. دا ورځ د بلوچستان د سر ښار کوټې په شمول په بېلا بېلو ښارونو کې په ډول، اتڼونو او غونډو سره ولمانځل شوه چې پښتنو خپلې دوديزې
د بلوچستان په شمالي برخو کې کروندګرو په شنو خونو کې د بادرنګو کښت ته مخه کړې. دوی په صوبه کې د اوبو کمښت او وچکالۍ له وجې دې کار ته اړ شوي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د قطر په سرښار دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو ته خوشحاله دي. دوی وايي، که چېرې خبرې کامیابه شي نو به خپل هیواد ته ستنېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د بلوچستان په پښین کې وروستیو توپاني بادونو د مڼو باغونو ته لوی زیان رسولی. کروندګر وايي، دومره تاوان یې شوی دی چې اوس د باغونو خرڅ هم نشي زغملای.
د پاکستان حکومت (د هنرمند بلوچستان پروګرام) لارې د بلوچستان ټولنیزې ښېګړې په مرسته بې وزلو ځوانانو ته هنري زده کړې ورکوي.
د بلوچستان د پښین حمزه خان د ۱۱ میاشتو دی او په وروستیو کې ګوزڼ وهلی. کله به چې د پولیو واکسینې ډلې د حمزه خان کور ته ورغللې، نو کورنۍ به یې ورته له څاڅکو ورکولو انکار کاوه.
زیارت د بلوچستان د سیلګرۍ له مهمو ځایونو یو بلل کېږي. پوهان وايي، د دې سیمې د ځنګله اوبښتې له اووه څخه تر اته زره کلونو پورې عمر لري. خو د ځنګله ونې یوې ناروغۍ او اوږدمهاله وچکالۍ
۱۵ کلنه ملایکه زاهد ښايي په کوټه کې د سوک وهنې (باکسېنګ) يوازینۍ زده کوونکې وي چې په کور کې مشق او رده کړه کوي. نوموړې د پاکستان پر کچ يو شمېر جایزې هم ګټلي دي.
د بلوچستان زیارت ته هر کال ګڼ سیلانیان ورځي. خو سږکال د کورونا وایرس وبا خپرېدو له وجې خلک سیل ته نه دي ورغلي چې له وجې یې د سیمې کاروبارونه اغېزمن شوي دي.
د بلوچستان زیارت (غوڅکۍ) سیمه کې د موسمي بدلون له کبله سږ کال د الوبالو (سرکۍ یا چېري هم بلل کېږي) پيدار کم شوی ځکه چې د تېر سپرلي کې ډېرو يخونو د ونو ګلان وهلي دي.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د حکومت لخوا لګول شوي ټولبند له کبله په سلګونو رېستورانونه تړل شوي دي او یا یې کار اغېزمن شوی دی. د رېستورانونو ۸۰ سلنه کاروبار لوېدلی دی چې د مزدورانو مزدوري او د ځای کرایې نه شي پوره کولای. ډېری مزدوران یا خو پر کور بې کاره ناست دي یا د کور خرڅونو پوره کولو حیران دي. په د
د بلوچستان په پښین کې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ږلۍ د بېلا بېلو مېوو باغونو ته زیان رسولی او کروندګر وايي، د میاشتو، میاشتو خواري یې اوبو یووړه. دوی له حکومته د مالي مرستو غوښتونکي دي. د کروندګرو زیان او غوښتنې په اړه یې د کرنې ادارې ځواب په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بلوچستان پښین ولسوالۍ ته د ورغلیو ملخانو هګیو بچي کړي دي او کروندګر وايي، باغونه او فصلونه یې له لوی ګواښ سره مخامخ دي.
د بلوچستان په پښین کې د خانوزي کروندګر وايي، ملخانو یې باغونو او فصلونو ته زیان اړولی دی. دوی وايي، مېوه دارو ونو یې ګلان کړي او که د ملخانو مخه و نه نیول شوه نو لا زیات زیان به ور په برخه شي. چارواکي وايي، د ملخانو ورکولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په خانوزۍ سیمه کې یوشمېر کورونو کې "زما کور زما ښوونځی" کمپاين په نوم ماشومانو ته په خپلو کورونو کې د کور غړي درس وايي. دا کار د ښوونځيو تر تړلو وروسته د یادې سیمې څو ځوانانو پېل کړی دی. په دې اړه د صمد شبنم په ویډیویي راپور کې وګورئ.
په پاکستان کې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه ټولبند (لاکډاون) دی چې له وجې یې له لویو ښارونو څخه خلک خپلو پلرنیو سیمو ته ستانه شوي.
د بلوچستان پښین ضلعې سول روغتون طبي عمله وايي چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره وسايل نه دې ورکړل شوي. بلخوا د پښین ځايي ولس هم غوښتنه کوي چې د ۱۰ لکه نفوس لرونکې دې ضلعې ته دې حکومت ځانګړې پاملرنه وکړي. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ
په بلوچستان کې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره تر ۱۰۰ اوښتې ده. حکومتي چارواکي وايي چې د دې رنځ د مخنیوي لپاره یې ټول وسايل په کار راوستلي دي. بلخوا د کوټې سول روغتون ډاکټران او نوره طبي عمله وايي چې دوی ته هېڅ ډول وسايل نه دې ورکول شوي او د روغتیا څانګه په دې لړ کې جدي نه ښکاري. نور حال د صمد شبن
په بلوچستان کې د کورونا وايرس مریضان تر دې دمه پنځه څلويښتو ته رسېدلي دي. د ايران او افغانستان سره پولې تړلې دي او تجارت په ټپه ولاړ دی. په مرکزي ښار کوټه کې هم د دې وايرس له وېرې کاروبار خراب شوی دی. صمد شبنم یې په اړه راپور لري.
نور وښیئ