صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
سجي په بلوچستان کې یو له هغو دودیزو خوړو څخه دی چې ډېر مینه وال لري. د پسه/ګډ او د چرګ غوښې دغه خواړه د سکروټو پر ټکور پخېږي. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د ملګرو ملتونو لخوا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو کډوالۍ په اړه رابلل شوي غونډې کې بلوچستان کې مېشت کډوال ګیله من دي چې دې غونډې ته زموږ په استازیتوب هېڅ یو کډوال هم نه وو وربلل شوی. دوی وايي موږ له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ یوو. په دې اړه صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
په کوټه کې د خولۍ سوداګر وايي، په خلکو کې د خولۍ پر سر کولو شوق زيات شوی دی. دوی وايي، خلک زرینې، جمالۍ او یعقوبۍ خولۍ ډېرې خوښوي. په دې اړه د صمد شبنم په ویډیويي راپور وګورئ. صمد شبنم په ویډیويي راپور
د کوټې کندهاري بازار کې د سړک پر غاړه یوشمېر خلک د غمیو کاروبار کوي. خو اوس دغه کاروباريان وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د خراب امنیت له کبله د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی. په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي راپور وګورئ.
د فبرورۍ دویمه د محمد ابراهیم ارمان لوڼی لومړی تلین دی. دی په ۲۰۱۹ز کال کې پر همدې ورځ په لورالايي (بوري) کې د احتجاجي ناستې پر مهال وژل شوی وو. لوڼی څوک وو؟ تر وژنې یو کال وروسته یې کورنۍ په څځ حال ده او څه ورباندې تېرېږي؟ دا پوښتنې په ځانګړي ویډیويي رپورټ کې درځوابوو.
د بلوچستان پښین ضلعې سرانانو سيمې مېشت افغان کډوال په نوي پنډغالې کې د واورو او بارانونو له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. هغوی وايي چې لارې کوڅې یې له خټو ډکې دي او اورښتونو یې کورنو ته زیان اړولی. نور د صمد شبنم په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
د بلوچستان په پښتنو سیمو کې تر اوږدمهاله وچکالۍ وروسته ورښتونو د سیمې کروندګر او مالداران خوشاله کړي دي. دوی وايي، دا ځل هیله لري چې تر پسرلي مخکې به یې سیمه سمسوره شي.
په کوټه کې یوشمېر ډول ږغونکې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي، که څه هم د دوی کونۍ له مودې راهیسې د ډول ږغولو کیسب کوي خو نن سبا د خپل کاروبار لارې د دوو وختونو ډوډۍ پیدا کولو ته کړېږي. د دوی یوشمېر خلګ کورونه نه لري، په روان یخ موسم کې هم د زړو ټاټونو جوړ کړل سوو کوډیوو کې شپې
د جنورۍ پر پېنځمه په کوټه کې د افغان کډوالو لپاره له احمد شاه بابا عالي لېسې څخه د زده کوونکو د فراغت غونډه وشوه چې ورته افغان کونسل جنرل وحید الله مومند هم ورغلی وو.
د کوټې ښار په بېلا بېلو مستري خانو کې يو شمېر داسې ماشومان کار کوي چې عمرونه یې تر لسو کلونو ټيټ دي. دا ماشومان وايي کورنۍ يې دومره توان نه لري چې په دوی زدکړې وکړي نو د اقتصادي ستونزو لرلو له کبله کار کولو ته اړ دي. په دې اړه د صمد شبنم وېډیويې راپور وګورئ.
د کوټې ښار لویدیځ لوري ته غر "جبل نور" نومېږي چې د قران او نورو اسلامي کتابونو د میلیونونه پخوانیو او ضعیفو نسخو خوندیځای دی. پر ۱۹۹۲ز کال د نسخو خوندي کولو چارې د کوټې یوه وګړي
د دیسېمبر پر پنځمه د کوټې پر جناح سړک ارټ کونسل کې د ۴۷ انځورګرو لخوا انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دی. په دغو انځورونو کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې ضد پیغامونه هم ورکړل شوی دي. په دې اړه د صمد شبنم ویډيويي رپورټ وګورئ.
په کوټه کې یوه ناحکومتي اداره د بېوزله او یتیمو ماشومانو پالنه کوي. دا اداره د اېس او اېس چلډرنز وېلېچ یا د ماشومانو کلي په نوم استوګنځی لري چې پکې لسګونه ماشومان اوسي. دا سرپناه په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه شوې وه چې پکې مېشت ماشومان وايي، د خویندو، وروڼو په څېر اوسي. ویډیويي رپورټ.
غلام مصطفا مېنګل د کوټې د اسماعیل کلي اوسېدونکی دی چې له شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې بېلا بېلې هنري ټوټې جوړوي.
د کوټې لوی عمر لرونکو ښځو د ښېګړې اداره کې هغه بې وزله ښځي اوسي چې څوک نه لري او یا د بېلا بېلو ستونزو له کبله يې کورنو پرېښي او دلته یې پناه اخستې دي. دې ادارې له ۲۰۱۵ز کاله تر اوسه د ۴۵ ښځو په وړیا توګه پالنه کړې ده او اوس هم دلته ۱۶ښځې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
د بلوچستان په کوټه کې په نشو روږدو کسانو درملنې مرکز تر دا مهاله لږ تر لږ ۷۰۰۰ کسان رغولې دي. دې مرکز ته د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان له نورو صوبو او افغانستانه هم روږدي کسان وروړل کېږي. په دې اړه صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ.