صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
کډي کباب د بلوچستان د خلکو دودیز خواړه دي. دا کباب به پخوا د اور په ټکور پخېده خو اوس د کوټې په یوه رستوران کې په نوې طریقه پخېږي. هغه خلک چې د روغ پسه توان نه لري او یا روغ پسه ته اړتیا نه لري دلته یې د کیلو په احساب اخېستلای شي او یو کیلو ورته په ۲۲۰۰ سوه روپۍ تمامېږي. نور په ویډیو راپور کې.
د بلوچستان په هرنايي کې یوشمېر زلزله ځپلي وايي، تر اوسه یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې. خو د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، له خلکو سره یې مرستو ته دوام ورکړی دی. له حکومتي شمېرو سره سم، د اکتوبر پر اوومه په زلزله کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲۳ ژوبل دي. له دې پرته په هرنايي کې لسګونه کورون
بلوچستان کې چارواکي وايي، په هرنايي کې یې تر زلزلې وروسته مرستندویه چارو ته دوام ورکړی دی. د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهوانی وايي چې په زلزله کې یې د نړېدولو ودانیو تر کنډکپرو لاندې ډېری کښېوتي کسان را-ایستلي دي. نوموړی وايي چې سخت ژوبل کسان یې په هوايي امبولېنسونو کې کوټې ته رسولې دي.
د بلوچستان په هرنايي کې د زیارت په شپه پېشلمي مهال راغلې درنې زلزلې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي او تر ۲۵۰ ډېر یې ټپیان کړي دي. په دغه زلزله کې د امیرمحمد مور او دوه وروڼه وژل شوي دي. د مشال رېډیو خبریال صمد شبنم هرنايي ته ورغلی او خبرې یې ورسره کړې دي.
داوود وايي، په هرنايي کې تر ۸۰۰۰ زیات کورونه زیانمن شوي دي. د ډېری ړنګ کورونو اوسېدونکو بېګا شپه تر شنه اسمان لاندې په کېږدیو کې تېره کړې ده.
په بلوچستان کې د دولتي روغتونو د او پي ډي او اپرېشین تېټرانو څخه د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې کاربندیز اعلان کړی، ډاکټران وایي چې په روغتونونو کې د ناروغانو لپاره بېلا بېلې اسانتیاوي نه لرو او د حکومت پلان روان دي چې دولتي روغتونونه شخصي کړي،
د بلوچستان د هرنايي یوشمېر اوسېدونکي تر ۱۱ ورځو پلي مزل وروسته د اکتوبر پر لومړۍ نېټه کوټې ته ورسېدل. دوی د هرنايي ژغورنې غورځنګ په نوم د یوه سازمان غړي دي او وايي، احتجاجي پرلت یې په خپله سیمه کې د پرمختیايي کارونو او بنیادي اسانتیاو لپاره پیل کړی دی. د بلوچستان حکومت وايي، په سیمه کې یې د پرمختیاي
د سېپټېمبر پر ۲۳مه د يوشمېر نورو پښتني سيمو په څېر په کوټه ښار کې هم د پښتنو کلتوري ورځ ولمانځل شوه. په دې لړ کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې غونډې او پروګرامونه تر سره شول چې د پښتو او ژوند ژواک پر ارزښت خبرې وشوې.
په غونډه کې برخوالو اندېښنې شریکې کړې چې پښین سیمه دي پر دوو ضلعو یا ولسوالیو ووېشل شي او ډویژنل مرکز دي هم پښین وګرځول شي.
احتجاجي پرلت تر هغه وروسته پیل شو چې د اګست پر ۲۶مه د زیارت ماڼګې ډیم ته نېږدې د سړک غاړې بم په چاودنه کې د لېویز ځواک درې سرتېري محمد زمان کاکړ، مدثر حسین او زین الله کاکړ ووژل شول.
د بلوچستان په زیارت کې د لېويز سرتېرو وژنې پرضد د روان پرلت په ملاتړ د سېپټېمبر پر پینځمه هلته پهیه جام هړتال وشو. د دې هړتال ملاتړ سیاسي ګوندونو او تاجرانو هم کړی وو. په دې اړه تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ.
د بلوچستان په زیارت کې د لېويز سرتېرو وژنې پرضد د روان پرلت په ملاتړ نن د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې احتجاجي مظاهرې وشوې. په دې لړ کې په ځینو ښارونو کې مظاهرې شوي دي او د کوټې په ګډون ځینو نورو سیمو کې له دې وروسته پلان شوې دي.
د پرلت مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ نواب اياز خان جوګيزي د سېپټېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته پرلتوالو ته په وينا کې د راتلونکې تګلارې اعلان وکړ.
د بلوچستان پښتون مېښته سيمه زیارت کې سياسي ګوندونو او ځايي خلکو د ليويز سرتېرو د ژنو پرضد پرلت وهلی دی. دوی له حکومت غوښتنه کوي چې اېف سي ځواک دې له سيمې وباسي. درې ليويز سرتېري د اګست پر ۲۶مه د زیارت مانګي بند سره وژل شوي ول.
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ژمې باران نه کېدو له کبله سږکال د خشکاوې یا للمې پالېزونه نه دي کرل شوي. پښین یو له هغو سیمو ده چې پالیزونه پکې په غیر باراني اوبو کرل شوي دي. د کرنې اداره وايي، د اوبو کمي او پشکال بارانونو او چنجیو دا فصل ۳۰ فیصده اغېزمن کړی دی.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د ګوند مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ تر مړینې وروسته د سیاست پاڼه اړول اړین دي. نوموړي د اګست پر اوومه په کوټه کې د کاکړ د مړینې پر ضد د ګوند وروستۍ احتجاجي جلسې ته په وینا کې پر دې موضوع نور څه و نه ویل خو زیاته یې کړه چې
د اګست پر شپږمه د بلوچستان په مرکز کوټه او لویو ښارونو کې کاروبارونه تړلي او ګڼه ګوڼه کمه ده. عوامي نيشنل ګوند د احتجاجي کاربندیز اعلان تر هغې وروسته وکړ چې د اګست پر پينځمه د عبیدالله کاسي مړی په پښین کې وموندل شو. نوموړی د جون پر ۲۶مه له کچلاغه تښتول شوی وو. نور حال په دې ويډيويي راپور کې.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو ځل بیا په بلوچستان کې د ګوند صوبايي مشر او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ د مړینې پلټنو لپاره د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې. د ګوند مشرانود جولای پر ۲۵مه په پښین کې د جلسې پر وخت وویل، په جون کې د کاکړ مړینه طبعي نه وه
د بلوچستان له سرښار کوټې څخه پر ۲۶ کلومیټره واقع کچلاغ کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړي عبیدالله کاسي د تښتولو پر ضد احتجاج دوام لري. جرګې حکومت ته ۷۲ ساعته وخت ورکړی چې کاسی دې راخوشې کړي، ګنې نو دوی به په سخت احتجاج لاس پوري کړي. نور حال په دې وېډیویي راپور کې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر او پخوانی سېنېټر عثمان کاکړ د جون پر ۲۳مه په خپل پلرني ښار مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو.
نور وښیئ