د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې وچکالۍ شنه باغونه له مینځه وړي دي


د بلوچستان په پښین ضلع کې ماشومان کورونو ته د څښلو اوبه وړي. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۲مه
د بلوچستان په پښین ضلع کې ماشومان کورونو ته د څښلو اوبه وړي. د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۲مه

په داسې حال کې چې نن (مارچ ۲۲مه) د اوبو نړيواله ورځ لمانځل کېږي ، په بلوچستان کې له تیرو دوو لسیزو راهیسې روانې وچکالۍ شنه باغونه او کښتونه له مینځه وړي او د څښلو د پاکو اوبو د نیشتوالي له کبله د ولس ژوند له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د سیمې اوسېدونکيو مشال راډیو ته وویل چې وچکالۍ کلیوالي او ښاري دواړې سیمې اغیزمنې کړې دي. له پښین ښار څخه شمال لور ته یونین کونسل نالۍ یاسین زۍ هغه سیمه ده چیرې چې یو وخت شنه باغونه ولاړ ول او په پټو کې بېلا بېل کښتونه کېدل خو اوس د سیمې خلک د څښلو پاکې اوبه هم په اسانه نه شي موندلای.

د وت کلي یو اوسېدونکی عصمت الله افغان وایي چې په سیمه کې یې د وچکالۍ له کبله کرکېله له مینځه تللې ده او د څښلو لپاره له لیرې ځایونو اوبو راوړلو ته اړ شوي دي. نوموړي د مارچ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې اوس هغه وخت هم ورڅخه هېر شوی چې دلته شنه فصلونه او باغونه ول.

هغه وویل چې د څښلو لپاره له پښین بازار څخه یو ټېنکر اوبه په زر (۱،۰۰۰) یا پینځلس سوه (۱،۵۰۰) روپۍ راوړي چې یوه اونۍ هم د کور ضرورتونه نه پوره کوي.

په بلوچستان کې د څښلو د پاکو اوبو ستونزه اوس یوازې په کلیوالو سیمو پورې نه ده تړلې، بلکې د ښار خلک هم له دغه ستونزې سره مخامخ شوي دي.

مولا داد اڅکزی په کوټه کې ژوند کوي او هغه هم مجبوره دی چې د څښلو پاکې اوبه په ګرانه بیعه واخلي. د نوموړي په وینا په ښار کې د اوبو سرکاري برمې تړلې دي او د اوبو یو ټېنکر چې له زرو تر ۱،۲۰۰ روپیو خرڅیده، اوس یې بیعه درې، درې نیم زره روپیو ته پورته شوې ده. اڅکزی زیاتوي چې د ګرمۍ په موسم کې ورته یو ټېنکر اوبه په پینځه یا شپږ زره روپۍ تمامیږي.

بلخوا د پښین سرانانو پنډغالي کې مېشت کډوال عزت الله نظامي بيا وايي چې په پنډغالي کې هره کورنۍ دومره توان نه لري چې اوبه په بیعه واخلي، ځکه د سیمې ډېر خلک اوبه د ډبو له لارې رانیسي چې ۳۰ لیټره ډبه ورته په ۲۰ روپۍ او ۲۰ لیټره ډبه په ۱۵ روپۍ تمامیږي. نظامي وايي ډیر بېوزله خلک د سرکاري برمې خرابې او تروې اوبه کاروي.

عبدالخالق اڅکزی بيا د پښین سیمې کرونده ګر دی چې د اوبو د کمي له کبله یې کښت کروندې اغیزمنې شوي دي. هغه وايي چې پخوا هلته د مڼو، انګورو او خورمانۍ باغونه ول او اورښتونه هم ول، خو د وچکالۍ له کبله اوس د څښلو د اوبو ضرورتونه هم نه شي پوره کولای.

د نوموړي په وینا د وچکالۍ له کبله د دې سیمې کرونده ګرو د لوی بند سیمې ته مخه کړې ده او هلته یې د بچو د روزۍ ګټلو لپاره کرکرونده پیل کړې ده.

په پښین کې ۳۰ سلنه د انګورو باغونه وچ شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:03 0:00

بل خوا د پښین د اوبو د انتظام مشر سید فیض الله شاه وایي چې دوی هلی ځلې کوي چې اوبه وژغوري او د دې لپاره په ولس کې د پوهې راوستو لپاره کار کوي. د نوموړي په خبره ، ولس ته مشوره ورکوي چې د هغو ونو له کرلو نه ډډه وکړي چې زياتو اوبو ته اړتيا لري.

سید فیض الله شاه زیاتوي چې حکومت په دې لړ کې له کرونده ګرو سره د سیمنټي تالابونو، نالیو او پایپونو په جوړولو کې مرسته کوي او د کرکروندې نوې لارې چارې ورښيي.

پر کرهنه او خوراک باندې کارکوونکې د اېمز AIMS په نوم نړیوالې ادارې د ۲۰۲۰ز کال د څېړنې له مخې، د تېرو دوه لسیزو د وچکالۍ له کبله د اورښتنو کچ له ۱۵۰ څخه تر ۶۰ ملي ميټره پوري ټیټ شوی، چې په نتیجه کې یې د پښین، لورالایي، کلا عبدالله، کېچ، چاغي، پنجګور، واشک او خاران سیمې باغونه له مینځه تللي دي.

XS
SM
MD
LG