شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
ګنډه پور د فبرورۍ پر ۱۸مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ په سپیکر هاوس یا کور کې خبریالانو ته وویل، پر دې موضوع یې هڅو ته دوام ورکړی دی چې د هغه ګوند د "ښځو او لږکیو مخصوصې څوکۍ ضایع نه شي."
لياقت چټه وویل چې هغه د فبرورۍ پر اتمه د انتخاباتو پر مهال د راولپېنډۍ ډوېژن د قامي اسمبلۍ پر اووه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۳ څوکیو درغلۍ کړې دي او بایلونکو نوماندانو ته یې لسګونه زره رایي ورزیاتی کړې دي او په دې توګه یې هغوی بریالي کړي دي.
اې اېن پي د فبرورۍ پر ۱۴مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د خيبر پښتونخوا صوبايي مشر اېمل ولي خان له خولې د احتجاجونو مهالوېش اعلان کړی او ليکلي يې دي، "د درغلیو وهلیو انتخاباتو پرضد به د احتجاجي تحريک پيل د فبرورۍ پر ۲۰مه له صوابۍ کېږي او وروسته به د همدې مياشتې پر ۲۳مه په چارسده کې احتجاج کېږي."
د انتخاباتو د کمېشن د غیر حتمي نتیجو له مخې، د صوبې درو پخوانیو اعلا وزیرانو محمود خان، پروېز خټک او امیر حیدر خان هوتي او د کورنیو چارو پخواني وفاقي وزیر افتاب احمد خان شېرپاو ماتې خوړلې ده.
د چارسدې اوسېدونکي له کاندیدانو روزګار، بجلي او امن غواړي
د پېښور پولیسو مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۵مه د ګل بېلې په کوچیانو کلي کې پر پولیس سرتېري کامران تاج ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
په پېښور کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر امین خټک مشال راډیو ته وویل چې سږ کال زرګونه ماشومان د نمونیا ښکار شوي دي. ډاکټران وایي، له نمونیا څخه د ماشومانو ژغورنې لپاره باید هغوی تاوده وساتل شي او باید پر ټاکلي وخت د برېښ او نورو ناروغیو پر وړاندې واکسین شي.
په غربي هېوادونو کې په انتخاباتي نظام کې د ټېکنالوژۍ کارولو ډېرې اسانتیاوې پیدا کړې دي، د رایې اچونې عمل یې چټک کړی دی، د ووټونو شمېر یې روڼ کړی او په مرسته یې نتیجې ژر اعلانېږي.
د پولیسو مشر وايي نښته تر څو ساعتونو پورې روانه وه چې پکې یو پولیس ووژل شو او درې ژوبل شول چې د ټانک روغتون ته لېږدول شوي دي.
ډونلډ بلوم دا څرګندونې د نومبر پر ۲۸ د پېښور په زرعي پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته د مشر مېلمه په توګه په وینا کې کړې دي.
د امريکايي سفير ډانلډ بلوم په وينا امريکا په پاکستان کې پر سکولونو او سړکونو جوړولو سربېره د روغتيا او پاکوالي په ګډون په يوشمېر نورو پروژو کې مرسته کړې ده.
تر دې مخکې د نومبر پر ۱۲مه پخوانی اعلا وزیر محمود خان او په اسمبلۍ کې د مخالفه ډلو مشر اکرم خان درانی د نوي لنډمهاله اعلا وزیر لپاره د سيد ارشد حسين شاه پر نامه سلا شول او د هغه نوم یې ګورنر ته لېږدولی وو.
د خيبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان او پخوانی حکومت مخالف مشر اکرم خان درانی د نوي لنډمهاله اعلا وزیر لپاره د سيد ارشد حسين شاه پر نامه سلا شوي او د هغه نوم یې ګورنر ته لېږلی وو.
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یوه چارواکي ارشاد خان مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دويمه پر هغه لاره ۱۹،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د پاکستان د کسټم (ګمرک) چارو ادارې ویلي د دې پرېکړې موخه دا ده چې پاکستان ته د سامانونو د قاچاق مخه ونیسي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د اسلام اباد د تازه اقدام په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د ادارې د صوبې ویاند بلال فيضي په خبره چې په پېښه کې یو سرتېری وژل شوی، اووه عسکر او درې ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
سازمان په تازه خپاره کړي رپورټ کې ویلي، په هغې موده کې پر۲۲۲۷ ماشومانو جنسي زیاتی شوی دی او د تېر پرتله زیات دی ځکه چې تېر کال دا شمیره ۲۲۱۱ ول.
دواړو ادارو د ۲۰۲۳ز کال په اړه په خپل تازه راپور کې اټکل کړی چې د هوا ککړتیا په پاکستان کې د میشتو خلکو ژوند اغیزمونوي او دا شاوخوا څلور کاله کموي.
نور وښیئ