شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر ویلي، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستلو مخالفت به کوي. اسفندیار ولي خان د اګست پر ۱۲مه د بابړې شهیدانو ورځې په مناسبت په وینا کې وویل، پښتانه کله په یوه پلمه او کله به بلې هغې وژل کېږي. ده غوښتنه وکړه چې پاکستان دې خپله بهرنۍ تګلاره بدله کړي. نور په ویډیو کې.
د ډاکتر خان تحریک ماشومانو په پېښور کې په مورنۍ ژبه د زده کړو او د پښتنو حقونو په موخه احتجاجي مظاهره کړې. د شنبې پر ورځ د پېښور خبریالانو مرکز مخې ته دې ماشومانو په لاسونو کې لوحې یا بینرې نیولې وې او د پښتنو د حقونو لپاره یې نعرې وهلې. دا ویډیو وګوري.
د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې داسې يوه اداره جوړوي چې په ټوله صوبه کې د يو شان تعليم د عملي کولو لپاره کار وکړي. د چارواکو په خبره دوی له ډير وخت راهيسې په دې فکر کې دي چې څرنګه حکومتي او شخصي ښوونځيوو کې د تعليم معيار يو برابر وساتي.
د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي ، په خیبر پښتونخوا کې تر دوه میلیونه له زیاتو ماشومانو مشقت اخستل کیږي او په پیښور کې دولس زره ماشومان مزدوري کوي.
د مې ۲۹مه د پښتو ژبې نړیواله ورځ وه. په پېښور کې ډاکتر خان تحریک د ورځې لمانځلو په موخه یوه غونډه وکړه چې ورته یوې وړې ماشومې منیبې خان وینا وکړه. نوموړې پر مشرانو ټینګار وکړ چې په مورنۍ ژبه دې ورته د زده کړو ورکولو لپاره هلې ځلې وکړي. د منیبې وینا په ویډیو کې وګورئ.
په پېښور کې د قبایلي سیمو واکسیني کیمپېنونو کارکوونکو احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی. دوی دا ناسته پر داسې وخت کوي چې د ګل پر ورځ په سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کیمپېن پیل شو. دوی وايي، پر عدالتي امر سربېره یې دندې نه پخېږي او ورته اسانتیاوې هم نه ورکول کېږي. نور په ویډیو کې.
'په دغه مدرسه کې چې کله مشر مېلمه ابو اکاشه تقریر وکړو، ډوډۍ یې وخوړه او هغه ولاړه نو ورستو د کلي خلک ډوډوۍ ته ناست ول چې دغه وخت برید وشو او کسان پکې ژوبل شول.'
د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي په هزاره ډويژن کې پرون ناوخته نامعلومو کسانو يوه جلۍ د جنسي تيري وروسته سوځولې ده. په همدې حال کې د بشري حقونو ادارو کارکوونکي پر حکومت نيوکې کوي چې پر ښځو يې د تشد مخنيوي لپاره ډير کار نه دی کړی
د پاکستان وفاقي حکومت حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) سياتوال دا نه مني چې د خيبر پښتونخوا سره د پیسو په ورکولو کې زياتی کوي. د دوی په خبره د يادې صوبې حکومت په سمه طريقه بجټ نه شي لګولی نو ځکه پر مرکزي حکومت تورونه لګوي.
د دوشنبې پر ورځ د ملاکنډ پولیسو په پېښور کې خبریالانو ته ځېنې کسان وښودل او دعوه یې وکړه چې دا د صوبې اعلا وزیر د لږکیو چارو سلاکار سردار سورن سېنګ مشکوک وژونکي دي. د سېنګ یوه خپلوان وویل، پولیس باید بېګناه خلک ونه نیسي. تحریک طالبان پاکستان وايي، د دوی هېڅ کس نه دی نیول شوی. ویډیو وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سبا د اپريل په پنځه ويشتم تاريخ پېښور کې ټول ګونديزه غونډه راغوښتې. د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف د دې ناستې هدف د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه خبرې اترې کول دي.
نن د خيبر پښتونوخوا په بېلابېلو سيمو کې د قصه خوانۍ د پېښې له شپو اتيام تلين يادونه کيږي. په داسې حال کې چې د پاکستان په ټيليويژنونو کې په دې اړه هيڅ نشته، پښتانه ځوانان په دې هکله د عامه پوهاوي لپاره له ټولنيزو رسنيوو يا سوشل ميډيا کار اخلي.
د پاکستان موسمیاتو محکمې له مخې د هېواد په ځینو برخو کې د راغلې زلزلې شدت د رېختر په کچه ۷.۱ درجې و او ښکته والی یې تر ځمکې لاندې ۲۳۶ کلومیټره او مرکز یې د افغانستان هندوکش سیمه وه.
پروېز خټک د پښتو اکاډمۍ مشرانو ته باور ورکړ چې د پښتو ژبې پرمختګ او خدمت لپاره به د هغوی ټولې غوښتنې منل کېږي او حکومت به یې پوره پوره ملا تړ کوي.
د پاکستان حکومت په پېښور کې د سېکانو تاریخي عبادتځای یا ګوردواره بیا پرانیستې ده. دا ګوردواره تر ۷۰ کلونو تړل شوې وه چې د بیا رغونې کار یې د خیبر پښتونخوا تېر حکومت پیل کړی وو. د هشتنغرۍ په جوګي محلې کې پرتې ګوردوارې ته ورغلیو سېکانو وویل، زښت خوشاله دي. نور په ویډیو کې.
د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په پېښور کې لسګونو ملت پالو پښتنو لاریون وکړ. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا ترتیب شوي دغه لاریون کې ګډونوالو شعارونه ورکول چې پښتو دې د ښونځي او دفتر ژبه وګرځول شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مهم مشر مختارخان یوسفزی هم په لاریون کې موجود و او د ژبو د نړیوالې ور
د باچا خان پوهنتون چارواکي وايي چې امنيتي ادارو ورته د حفاظت پوره ډاډ ورکړی نو ځکه دا پوهنتون د ګل په ورځ بيا پرانيزي. د پوهنتون مرستيال مشر وايي چې د عدم تشدد او ټولنيزې اصلاح مبارز، باچا خان تصويرونه به هيڅکله له پوهنتونه ليري نه کړي او په دې لړ کې مخې ته راغلې وړانديزونه نه مني.
د پنجشنبې یا زیارت پر شپه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د صوبې له پوهنتونونو سره به امنیتي پوستې جوړوي چې پر باچا خان پوهنتون د جنورۍ ۲۰مې په څېر د نورو بریدونو مخنیوی وکړای شي.
په ۲۰۱۴م کال د پېښور ارمي پبلیک سکول کې د مړوژوبلو ماشومانو مېندوپلرونو یوې ټولنې شهیدانو فورم په د شورو ورځ په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون په برید کې د ژوبلو کسانو چې ډېری یې زده کوونکي او استادان ول د زیارت ورځ د چارسدې لوی روغتون ته ورغلل او له هغوی سره یې خپله خواخوږي شریکه کړي
د پېښور چارواکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکولو له وجې د دوو کونسلرانو د نیولو حکم ورکړی دی.
نور وښیئ