شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
په پېښور کې د قبایلي سیمو واکسیني کیمپېنونو کارکوونکو احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی. دوی دا ناسته پر داسې وخت کوي چې د ګل پر ورځ په سیمه کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي کیمپېن پیل شو. دوی وايي، پر عدالتي امر سربېره یې دندې نه پخېږي او ورته اسانتیاوې هم نه ورکول کېږي. نور په ویډیو کې.
'په دغه مدرسه کې چې کله مشر مېلمه ابو اکاشه تقریر وکړو، ډوډۍ یې وخوړه او هغه ولاړه نو ورستو د کلي خلک ډوډوۍ ته ناست ول چې دغه وخت برید وشو او کسان پکې ژوبل شول.'
د خيبر پښتونخوا چارواکي وايي په هزاره ډويژن کې پرون ناوخته نامعلومو کسانو يوه جلۍ د جنسي تيري وروسته سوځولې ده. په همدې حال کې د بشري حقونو ادارو کارکوونکي پر حکومت نيوکې کوي چې پر ښځو يې د تشد مخنيوي لپاره ډير کار نه دی کړی
د پاکستان وفاقي حکومت حکمران ګوند مسلم لېګ (ن) سياتوال دا نه مني چې د خيبر پښتونخوا سره د پیسو په ورکولو کې زياتی کوي. د دوی په خبره د يادې صوبې حکومت په سمه طريقه بجټ نه شي لګولی نو ځکه پر مرکزي حکومت تورونه لګوي.
د دوشنبې پر ورځ د ملاکنډ پولیسو په پېښور کې خبریالانو ته ځېنې کسان وښودل او دعوه یې وکړه چې دا د صوبې اعلا وزیر د لږکیو چارو سلاکار سردار سورن سېنګ مشکوک وژونکي دي. د سېنګ یوه خپلوان وویل، پولیس باید بېګناه خلک ونه نیسي. تحریک طالبان پاکستان وايي، د دوی هېڅ کس نه دی نیول شوی. ویډیو وګورئ.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند سبا د اپريل په پنځه ويشتم تاريخ پېښور کې ټول ګونديزه غونډه راغوښتې. د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف د دې ناستې هدف د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه خبرې اترې کول دي.
نن د خيبر پښتونوخوا په بېلابېلو سيمو کې د قصه خوانۍ د پېښې له شپو اتيام تلين يادونه کيږي. په داسې حال کې چې د پاکستان په ټيليويژنونو کې په دې اړه هيڅ نشته، پښتانه ځوانان په دې هکله د عامه پوهاوي لپاره له ټولنيزو رسنيوو يا سوشل ميډيا کار اخلي.
د پاکستان موسمیاتو محکمې له مخې د هېواد په ځینو برخو کې د راغلې زلزلې شدت د رېختر په کچه ۷.۱ درجې و او ښکته والی یې تر ځمکې لاندې ۲۳۶ کلومیټره او مرکز یې د افغانستان هندوکش سیمه وه.
پروېز خټک د پښتو اکاډمۍ مشرانو ته باور ورکړ چې د پښتو ژبې پرمختګ او خدمت لپاره به د هغوی ټولې غوښتنې منل کېږي او حکومت به یې پوره پوره ملا تړ کوي.
د پاکستان حکومت په پېښور کې د سېکانو تاریخي عبادتځای یا ګوردواره بیا پرانیستې ده. دا ګوردواره تر ۷۰ کلونو تړل شوې وه چې د بیا رغونې کار یې د خیبر پښتونخوا تېر حکومت پیل کړی وو. د هشتنغرۍ په جوګي محلې کې پرتې ګوردوارې ته ورغلیو سېکانو وویل، زښت خوشاله دي. نور په ویډیو کې.
د مورنیو ژبو د نړیوالې ورځې په مناسبت په پېښور کې لسګونو ملت پالو پښتنو لاریون وکړ. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا ترتیب شوي دغه لاریون کې ګډونوالو شعارونه ورکول چې پښتو دې د ښونځي او دفتر ژبه وګرځول شي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مهم مشر مختارخان یوسفزی هم په لاریون کې موجود و او د ژبو د نړیوالې ور
د باچا خان پوهنتون چارواکي وايي چې امنيتي ادارو ورته د حفاظت پوره ډاډ ورکړی نو ځکه دا پوهنتون د ګل په ورځ بيا پرانيزي. د پوهنتون مرستيال مشر وايي چې د عدم تشدد او ټولنيزې اصلاح مبارز، باچا خان تصويرونه به هيڅکله له پوهنتونه ليري نه کړي او په دې لړ کې مخې ته راغلې وړانديزونه نه مني.
د پنجشنبې یا زیارت پر شپه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک د کابینې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د صوبې له پوهنتونونو سره به امنیتي پوستې جوړوي چې پر باچا خان پوهنتون د جنورۍ ۲۰مې په څېر د نورو بریدونو مخنیوی وکړای شي.
په ۲۰۱۴م کال د پېښور ارمي پبلیک سکول کې د مړوژوبلو ماشومانو مېندوپلرونو یوې ټولنې شهیدانو فورم په د شورو ورځ په چارسده کې پر باچاخان پوهنتون په برید کې د ژوبلو کسانو چې ډېری یې زده کوونکي او استادان ول د زیارت ورځ د چارسدې لوی روغتون ته ورغلل او له هغوی سره یې خپله خواخوږي شریکه کړي
د پېښور چارواکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکولو له وجې د دوو کونسلرانو د نیولو حکم ورکړی دی.
د بډه بېرې حملې پلټنو کمېټۍ ویلي، په برید کوونکو کې درې د قبایلي سیمې خیبر او دوه د سوات دي. کمېټي وايي، د وژل شویو وسله والو د ګوتو نښې او ډي اېن اې معاینې یې کړې دي او د پاکستان شناختي کارډونو له ادارې (نادرا) یې د پینځو کسانو د پېژندګلوۍ تصدیق کړی دی.
د خیبر ایجنسۍ قومي او سیاسي مشران وايي د فاټا سکرټریټ هغه پریکړه ورته د منلو وړ نه ده چې غواړي په یاده قبایلي سیمه کې د سکولونو شمیره کمه کړي.
د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړو یو ځل بیا د پاکستان له مرکزي حکومته د خپلو اوبو په بدل کې د ۱۲۰ اربه روپیو غوښتنه کړې ده.
د خیبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب عباسي د ټولو قبایلي سیمو بې وسه نارینه او مېرمنو لپاره د وړو روزګارونو پیلولو په مخه د پېسو ورکولو اعلان کړی دی.
له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل، د نوي بجټ له لارې به حکومت شاوخوا یو نیم لک کسانو ته د کار موقعې برابرې کړي. ده وویل، دوی د بلدیاتي حکومتونو د بودیجې ۹۰ فیصده زیاتوالي وړاندیز کړی دی.
نور وښیئ