شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
په پېښور کې عیسوي مذهبو په روایتي بڼه د کرسمس مراسم پر ځای کړل. په رنګا رنګو ښایستوو جامو کې نجونو د کرسمس ځانګړې سندرې وویلې او ویناوالو په خپلو ویناوو کې د امن او محبت د خپرولو خبرې وکړې. ځینو ګډونوالو د مشال راډیو خبریال شبیرجان ته وویل چې دوی په دې ورځ د ډېرې خوشالۍ احساس کوي. نور په دې ویډیويي
د پښتو ژبې نومیالۍ سندغاړې معشوق سلطان د دوشنبې پر ورځ د پېښور په چغلپورې کې خاورو ته وسپارل شوه. نوموړې له مودې راهیسې د شکر او تور ژیړي په رنځونو اخته وه چې د ګل (دوشنبې) پر پېشلمي مهال مړه شوه. د دې زوی زوار حسېن مشال راډیو ته وویل، معشوق سلطان له مودې راهیسې په کټ پرته وه. ویډیو وګورئ.
د ګل یا دوشنبې پر ورځ د پېښور په قیوم لوبغالي (سټېډییم) کې د ښځو سکواش سیالۍ پیل شوې چې تر درو ورځو به روانې وي. د دې سیالیو کوربه توب د پېښور بې نظیر بوټو پوهنتون کوي. په سیالیو کې د پاکستان له بېلا بېلو تعلیمي ادارو څخه لوبغاړې برخه اخلي. ویډیو وګورئ.
پر باچا خان پوهنتون بريد کې ژوبل شوی سميع الله د پوره درملنې لپاره له صوبايي او مرکزي حکومته مرسته غواړي.
د چرګانو تجارت کوونکو له حکومته د دوی لپاره د یو مستقل نرخ ټاکلو غوښتنه وکړه او وې ویل چې د دوی په پخوانیو احتجاجونو هم حکومت غوږ نه دې ګرولی.
په خېبر پښتونخوا کې د چرګانو کارباریانو له حکومتي نرخنامې ټاکل شوي نرخ پر ضد د پنجشنبې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی وايي، په ټوله صوبه کې په لکونو کورنۍ له دې روزګار سره تړلې دي او که چیرې حکومت دوی ته مناسب نرخ ونه ټاکلو نو دوی به د چرګانو خپل فارمونه وتړي او له دې
د خیبر پښتونخوا پولیسو په پېښور کې د امنیت ټینګولو، څارنې او د بېلا بېلو جرمونو د مخنیوي لپاره د ښاري ګزمې ځواک په نوم نوې څانګه پرانستلې ده. په دې ځواک کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې پوليس سرتيري شامل دي او دوی د ګزمې لپاره۲۰ ګاډي ورکړل شوي دي. په دې اړه دا ويډيويي راپور وګورئ.
د خېبر پښتونخوا د چارسدې عمران خان په چین کې د (شاولین هوشو) په نوم په نړیواله لوبه کې په ۸۸ هېوادنو کې لومړی ځای وګاټه او د سرو زرو مېډال یې ترلاسه کړ. په دې اړه دا ویډیويي مرکه وګورئ. په دې اړه له محمد عمران خان سره د شبیر جان ویډیويي مرکه وګورئ.
د ځوانانو سازمان مشر محسن داوړ د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، ګوند یې وار له مخه د وکیل او پښتون ملتپاله سیاستوال لطیف اپریدي په مشرۍ د وکیلانو قانوني کمېټه جوړه کړې ده چې د ((هغو افغان وروڼو، خویندو مرسته کوي))
د پاکستان او افغانستان د خبریالانو شریکه ټولنه چې د سولې د راوستلو لپاره کار کوي، وايي د خېبر پښتونخوا د نا امنو حالاتو له وجې ورته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ژمنې سره سمه د خیال اوونۍ ولمانځي.
د پښتونخوا سیاسي مشران وايي، دا ځل به له وفاقي حکوته تش بریفینګ نه بلکې د اقتصادي راهدارۍ پر منصوبه لیکلي ثبوتونه ترې وغواړي.
د پېښور په نښتر اباد کې د چارشنبې په ورځ د جماعت اسلامي لخوا د نادرا یا شناختي کارډونو د جوړولو ادارې پرضد احتجاجي مظاهره وشوه. مظاهره چیانو له حکومته په خیبر پښتونخوا او فاټا کې د اووه لاکه کسانو شناختي کارډونو د خوشې کولو غوښته کوله. په دې اړه د شبیر احمد جان
ساجد د پېښور یو ځوان سندرغاړی دی او وايي، له تېرو شاوخوا اته کالونو راهیسې سندرې وايي. دی وايي، د ناامنیو له کبله د دوی کار ته زیان رسېدلی دی. ساجد وايي، د پخوا په څېر معیاري سندرې اوس ځکه نه جوړېږي چې پکې ښه شاعري نه کارول کېږي. د ساجد له سندرې او خبرو خوند واخلئ.
د پېښور په کباړي بازار کې د زړو یا کارول شویو کتابونو ګڼ دوکانونه دي. د دې پلورنځیو مالکان وايي، په تېره یوه لسیزه کې د کتابونو لوستونکي کم شوي او زیات نه خرڅېږي. دوی وايي، د کتابونو زیاتره اخیستونکي افغانان دي. زده کوونکي وايي، کارول شوي کتابونه ځکه اخلي چې نوي ګران وي. ویډیويي رپورټ.
د چارسدې د باچا خان پوهنتون انتظاميه وايي که د ګل په ورځ هم استادان همداسې په احتجاج پاتې شي نو دوی به يې پر ضد قانوني کاروايي وکړي. دا پوهنتون د استادانو د احتجاج له کبله له تېرو اوو ورځو راهيسې بند دی.
د خېبر پښتونخوا په مردان کې پر عدالت په شوي بريد کې د وژل شويو شمېر ۱۳ ته رسېدلی دی.
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د سیمې استازي ساجد نواز مشال راډیو ته وویل، څلورو وسله والو د جمعې پر سهار شاوخوا شپږ بجې پر کالونۍ برید وکړ چې پکې یو عیسوی وژل شوی دی. نواز وویل، دا سیمه د پېښور له ښاره شاوخوا ۱۵ کیلیومیټره لرې ده چې پکې اکثریت د عیسویانو دی.
نن(چارشنبه) په پېښور کې د جماعت اهل سنت مذهبي ډلې پلویانو لخوا د دوی مشر مولانا غلام حضرت او د هغه د پلار د وژنې پر ضد مظاهره وشوه. مظاهرچیانو د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د خپل مشر د قاتلانو نیول غوښتنه یې کول. نامعلومه موټر سایکل سپرو وسله والو د اکست پر ۱۹ مه غلام ح
د نوښار ښځینه روغتیايي کارکوونکې (لېډي هېلت ورکر) وايي، تېر کال د جنسي تېري ښکار شوې وه او له یو کال راهیسې د انصاف په لټه ده خو انصاف لا څه کوې، له کاره هم وایستل شوه. د تارو جبې عصمت ارا وايي، هم خاوند پرېښې، هم وروڼو او هم نورو خپلوانو. نوموړې وايي، پینځه بچي لري چې همدې ته ورپاتې دي. ویډیو وګورئ
د خیبر پښتونخوا عامي روغتیا ادارې کارکوونکو په پېښور کې احتجاجي ناسته پیل کړې ده. د اسمبلۍ ودانۍ مخې ته دې مظاهره کوونکو مشال راډیو ته وویل، د ناستې تر څنګ د نه خوړو احتجاج هم کوي او لامل یې دا دی چې حکومت د څلورمې درجې یا کلاس فور دې کارکوونکو ته هېڅ مالي اسانتیاوې نه ورکوي. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ