شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې په صوبه کې د صحت ټولو مرکزونو او روغتونونو مشرانو ته حکم کړی دی چې په ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو دې وړیا درملنه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د پاناما اسنادو او پخواني وزیراعظم نواز شریف په اړه د دواړو ګوندونو په دریځ کې توپیر وو نو ځکه لارې بېلوي
د مشال خان پلار څه موده وړاندې عدالت ته خواست کړی و چې په مردان کې د دوی د کورنۍ غړي او وکیلان له خطر سره مخامخېدای شي نو د قضيې اورېدنه دې په بل کوم محفوظ ځای کې وشي.
په پاکستان کې د افغانستان مرستیال سفیر زرتشت شمس د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې د ژوبلې سندرغاړې زرڅانګې پوښتنې ته ورغلی. زرڅانګه د خالي پر ورځ په نوښار کې د خپلو ګاونډیو او د دې د زامنو تر منځ په نښته کې ژوبله شوې وه. شمس سندرغاړې ته د افغان چارواکو د خواخوږی پیغام ورکړ او ورسره مالي مرسته وکړه.
په پېښور کې مدني او سیاسي فعالانو او پوهانو د پاکستان سرکاري ټېلېوېژن (پي ټي وي) په اختریزه مشاعره کې د یوه شاعر د هغو شعرونو پر ضد مظاهره کړې ده چې پکې د دوی په وینا، ((د پښتنو سپکاوی)) شوی دی. احتجاج کوونکو له چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې اقدام وکړي. ویډیو وګورئ.
په بلوچستان کې د ډېر باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په لوی شمېر کورونو او دوکانونو ته مالي زیان رسېدلی دی.
پېښور: د خيبر پښتونخوا د بلدیاتو وزير عنايت الله خان وايي چې د سږ کال په بجټ کې یې په صوبه کې د نوو پرمختیايي منصوبو لپاره څه د پاسه ۲۸ اربه روپۍ بېلې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا دوا پلورونکو او درملتونونو مشرانو د حکومت هغه نوې قانوني مسودې پر ضد مظاهره کړې چې ورسره سم به په هر درملتون کې یو دواساز (فارمېسېسټ) ناست وي او دوا به له مقرراتو سره سمه خرڅوي. د پښتونخوا حکومت هڅه کوي چې بې له نسخو او د نامستندو کسانو په لاسونو د دوا خرڅلاو مخه ونیسي. ویډیو وګورئ.
د خېبر پښتونخوا د مردان پوليس وايي، د اپرېل پر ۱۳مه نېټه په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان د وژنې په تور يې تر دې دمه ۳۲ کسان نیولي او د اتو نورو لټون روان دی چې په دې پېښه کې تورن پېژندل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو نوی مشر وايي، دوی د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته لومړیتوب ورکوي او غواړي چې له صوبې څخه ناامني بالکل ختمه کړي. صلاح الدین مسود (مسید یا محسود) د دوشنبې پر ورځ په پېښور کې تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، هڅه کوي چې د پولیسو نظام لا موثره کړي. ویډیو وګورئ.
د سردار حسېن بابک په وینا ، دوی ته نه ښکاري چې تحریک انصاف دې روښتیا هم د دې مسلې راپورته کولو او هوارولو ته جدي وي
د پاکستان د وزیراعظم سلاکار انجینیر امیر مقام وايي د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې به قبایلو ته د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې نمایندګي ورکول کېږي.
د جمعیت علما اسلام – ف – ګوند مشر وویل ، تر اوسه د حکومتي پرېکړو پرضد د احتجاج اراده نلري.
په پېښور نښتر هال کې د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخوا کلتور، سېلګرۍ محکمې او د متحده قامونو په ګډه یو تصویري نندارتون جوړه شوه.په دغه نندارتون کې د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون د ټول پاکستان او د نړۍ بېلا بېل حالات او په دغه سیمو کې د متحده قامونو کردار او د پاکستان کلتوري نښې د تصویرونو له
د قبایلي سیمو زده کونکو سازمان (فاټا سټوډنټس فیډریشن) د فاټا اصلاحاتو منظوريدو هرکلی کړی خو وايي چې په رواج ايکټ کې ابهام موجود دی. دا سازمان وايي د حکومت اعلان کړي بدلونونه ښه دي خو د پوليټيکل ايجنټ واک همغسې ډېر پاتې دی.
د خیبر پښتونخوا کلتور ادارې او د چین د کلتور او لرغونو اثارو له ادارې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی چې موخه یې په صوبه کې د لرغونو اثارو ساتل دي. د پښتونخوا لرغونو اثارو ادارې مشر ډاکتر عبدالصمد وايي، له تفاهملیک سره سم، چین به د لرغونو سیمو او اثارو ساتنه او بیارغونه کوي. ویډیو وګورئ.
جنوبي پښتونخوا،قبايلي سيمې او خېبر پښتونخوا دې يو ځای شي د پاکستان قامی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شيرپاو د خالي پر ورځ په چارسده کې يوې جلسې ته وويل چې قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا کې
د ګل یا دوشنبې پر ورځ په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني سږني (۲۰۱۷ز) کیمپېن پرانیسته شوې ده. د صوبايي اسمبلۍ سپیکرې ډاکترې مهرتاج روغانۍ د دې کیمپېن پرانیسته وکړه او وايي، هڅه به کوي چې د ټولې صوبې له پینځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین ورکړي چې د پولیو ناروغي ختمه کړي. رپورټ وګورئ.
د کالجونو استادانو ویلي چې دا یو ښه نظام دی خو د دې تر عملي کولو وړاندې دی حکومت د استادانو ستونزې هواري کړي
په پېښور کې عیسوي مذهبو په روایتي بڼه د کرسمس مراسم پر ځای کړل. په رنګا رنګو ښایستوو جامو کې نجونو د کرسمس ځانګړې سندرې وویلې او ویناوالو په خپلو ویناوو کې د امن او محبت د خپرولو خبرې وکړې. ځینو ګډونوالو د مشال راډیو خبریال شبیرجان ته وویل چې دوی په دې ورځ د ډېرې خوشالۍ
نور وښیئ