شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
په پېښور کې اعلا وزیر محمود خان د قبايلي ضلعو له خاصه دارو او لېويز اہلکارانو سره یوځای خبري ناستې ته وویل، چې سر له ننه نېږدې ۲۸ زره لېويز او خاصه دار سرتېري د صوبايي پولیس برخه ګرځوي او د پولیس غوندې مراعات به لري.
د چارسدې په غني ډېرۍ کې د مارچ د ۳۰مې په ماښام د پشتو ژبې د فلسفۍ شاعر ارواښاد غني خان په یاد کې یوه پرتمینه غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي د ژوند او د فن په بیلا بیلو اړخونو ویناوې وکړې.
د خیبر پښتونخوا د ټي بي یا د نري رنځ د کنټرول د ادارې مشر ډاکټر مقصود علي خان د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې هرکال په پاکستان کې نیم ملیون نه زیات خلک په دغې ناروغۍ اخته کېږي.
د خيبر پښتونخوا چارسدې شیلا سره تير ۲۰۱۸ز کال کې مشال راډيو ويډيويي مرکه کړې وه. په هغه وخت کې شیلا د سړو جامې اچولې او مزدوري يې کوله. خو کله چې یې ویډیو خپره شوه نو د مشال راډيو د فيسبوک، ټويټر او د پاڼې اوريدونکو او کتونکو ورسره مرستې وکړې او هغې خپل کاروبار شروع کړو. شیلا اوس کور په کور ګرځي او
د خيبر پښتونخوا چارسده کې د انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتون شوی دی. د درې ورځني نندارتون انتظام لوکل ګورنمېنټ کړی وو چې ورته د پشکلاوتي نندارتون نوم ورکړل شوی وو.
د مارچ پر ۱۵مه د پېښور باچا خان مرکز کې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او انځورګر غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سیمو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو ورغلي ول
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شېرغونډ کې یو ابتدايي ښوونځی دی چې پکې استادان او اسانتیاوې کمې دي. د ښوونځي استادان وايي، برېښنا نه لري، کوټې وړې دي او په یوه ټولګي کې ۹۰ ماشومان پر ټغرونو ناست زده کړې کوي. د صوبې چارواکي وايي، په ښوونځیو کې د استادانو کمی پوره کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په کالو خان کې د یوه پخواني درمسال او جومات دېوال یو دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا چې هلته هندوان اوسېدل نو هغوی به درمسال ته تلل او مسلمانانو به یې څنګ ته په جومات کې لمونځ کاوه.
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو چارو حکومتي کمېشن وايي، د تېر کال په اخري شپږو میاشتو کې یې په صوبه کې پر ښځو د تشدد او د هغوی د وژنې زیاتې پېښې ثبت کړې دي.
په پېښور کې یو شمېر فعالانو او لیکوالانو د پښتو ژبې د ملتپاله مبارز او لیکوال کاکاجي صنوبر حسین ۵۶ تلین غونډه کړې ده. پرونۍ غونډې ته یو شمېر لیکوالان او زده کوونکي ورغلي ول. منتظمین وايي، د دې ډول غونډو موخه د پښتنو اتلانو په اړه اګهي پیدا کول دي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز ارواښاد کاکاجي صنوبرحسین د ۵۶ تلین په مناسبت د جنورۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي په ژوند او کار رڼا واچوله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پښتنو د داسې اتلانو نومونه دې د سکولونو په نصابونو کې شامل کړي.
د ډېسېمبر پر ۲۸مه په پېښور کې د مختلفو مذهبونو د مشرانو ترمنځ د مذهبي برداشت او ورورولۍ پر موضوع یوه غونډه وشوه.
د کورمې قبایلي ضلعې یو شمېر اوسېدونکو په پېښور کې له تېرو څلورو ورځو روان احتجاج د ډېسېمبر پر ۲۵مه تر ځنډولو وروسته بیا پیل کړي دي. احتجاج کوونکو غوښتنه کوله چې حکومت دې د دوی په سیمه کې د معدنیاتو پر را ایستلو بندیز لرې کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان مرکزي حکومت تېره اوونی اعلان کړی و چې د ګناه ټېکس په نوم به پر هغو شيانو نوې ماليه يا ټېکس لګول کېږي چې د انساني روغتيا لپاره زيانمن وي. په دې څېزونو کې پر سګرېټ او له تمباکو څخه جوړو شيانو سربېره د خوراک څښاک ځېنې شيان شامل دي.
د چارسدې تنګۍ شېرپاو امنه بي بي په خپل لګښت د خپل کلي ایسوګۍ ماشومانو ته زده کړې ښيي. که څه هم د خيبر پښتونخوا حکومت په صوبه کې بېړنی تعليمي حالت اعلان کړی دی خو لاهم بېشمېره ماشومان پر ډاګ زده کړې کوي. ويډيو : شبير احمد جان ايډيټ: ګل اياز
د خېبر پښتونخوا د بېلا بېلو سرکاري کارخانو د نومبر پر ۱۱مه، په احتجاج کې له حکومته غوښتنه وکړه چې ورته دې پوره حقونه ورکړل شي چې پکې د ماشومانو د تعلیم ایلاونس او پوره پنشن هم شامل دی.
پراګ - په پېښور پوهنتون کې پر زده کوونکو د پولیسو تر تشدد وروسته د اکتوبر پر پینځمه په پېښور، چارسدې، بنو او ډېره اسماعیل خان کې د پوهنتونو زده کوونکو احتجاجي مظاهرې او لاریونونه کړي.
د خېبر پښتونخوا حکومت د پرایمري سکولونو په تعلیمي نصاب کې د بدلون راوستلو سره سم د استادانو د روزنې لړۍ پیل کړې ده. د غو ښوونکیو ته د انټرنېټ له لارې ان لاین یا پر لیکه زده کړې ورکول کېږي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي ، د ستمبر له ۲۴ به په ټوله صوبه کې د پولیسو ناروغۍ ضد درې ورځنی کمپاین ترسره کړي.
د نوښار په ازاخېلو کې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) د افغان کډوالو د ستنېدو یو مرکز چلوي چې د خیبر پښتونخوا له بېلا بېلو برخو څخه کورنۍ ورځي او له هغه ځایه په تورخم اوړي. په مرکز کې کډوال د ستنېدو په انتظار ول چې ورسره مو خبرې وکړې. دوی وايي، زړه یې نه غواړي، خو له مجبورۍ روان دي. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ