شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
د خیبر پښتونخوا وکیلانو د شمالي وزیرستان په پېښه کې له وژل شویو او ټپیانو سره د پیوستون ښودلو په توګه نن د مې پر ۲۷ مه نېټه په ټوله صوبه کې کاربندیز کړی
د صوبې د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي ګواښ وکړ چې د هغو ډاکترانو ضد به اقدامات کوي چې د ټولې صوبې روغتیاپالان یې د حکومت ضد پارولي دي.
د خيبر پښتونخوا وزیر اعلا محمود خان په صوبه کې هړتال کونکو ډاکټرانو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې ده او له هغوي څخه یې غوښتنه کړې چې له تېر څلورو ورځو راهسې جاري ساتلی هړتال دې ختم کړي.
د خيبر پښتونخوا د سرکاري روغتونونو ډاکتران وايي، د روغتیا صوبايي وزیر او ځېنو نورو اړونده چارواکیو تر استعفا پورې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
د خیبر پښتونخوا د مذهبي او کمشمېره ډلو د صوبايي محکمې لخوا د بیلا بیلو مذهبونو د ځوانانو لپاره په پیښور کې درې ورځنی پروګرام د مې پر دریمه پای ته ورسېدی.
په پاکستان کې دیني عالمانو وسله وال بریدونه او پر خلکو د کفر فتوې حرامې بللې دي.
په پېښور کې د ترهګرۍ ضد ادارې او پولیسو د ۲۲م اپرېل په ماښام په یو شریکه خبري غونډه کې وویلد اپرېل پر ۱۶مه چې په حیات اباد کې چې د کومو کسانو پرضد عملیات شوي وو هغوي بې ګناه نه وو.
د پېښور په حيات اباد کې د مشکوکو وسلوالو پرضد کاروايي نن سېشنبه لږ شېبه مخکې سرته رسېدلې ده چې پکې د چارواکیو په وینا څلور وسلوال او يو پوليس واله وژل شوي دي. رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې تحریک طالبان پاکستان ویلي چې وژل شوي کسان د دوی د تحریک غړي ول او زیاتوي چې د دوی شپږ تنه وژل شوي دي.
په چارسده کې د ځايي انتظامیې لخوا یوه مېله وشوه چې پکې د سکولونو ماشومانو، مېرمنو او سړو ګډون وکړ. په دې مېله کې خلکو له موسیقۍ او اتڼونو خوندونه واخېستل. ځینو مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دا ډول مېلې دوی د سولې نښې بولي. په دې اړه د شبیر احمد جان ویډیويي رپورټ وګورئ.
په پېښور کې اعلا وزیر محمود خان د قبايلي ضلعو له خاصه دارو او لېويز اہلکارانو سره یوځای خبري ناستې ته وویل، چې سر له ننه نېږدې ۲۸ زره لېويز او خاصه دار سرتېري د صوبايي پولیس برخه ګرځوي او د پولیس غوندې مراعات به لري.
د چارسدې په غني ډېرۍ کې د مارچ د ۳۰مې په ماښام د پشتو ژبې د فلسفۍ شاعر ارواښاد غني خان په یاد کې یوه پرتمینه غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي د ژوند او د فن په بیلا بیلو اړخونو ویناوې وکړې.
د خیبر پښتونخوا د ټي بي یا د نري رنځ د کنټرول د ادارې مشر ډاکټر مقصود علي خان د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې هرکال په پاکستان کې نیم ملیون نه زیات خلک په دغې ناروغۍ اخته کېږي.
د خيبر پښتونخوا چارسدې شیلا سره تير ۲۰۱۸ز کال کې مشال راډيو ويډيويي مرکه کړې وه. په هغه وخت کې شیلا د سړو جامې اچولې او مزدوري يې کوله. خو کله چې یې ویډیو خپره شوه نو د مشال راډيو د فيسبوک، ټويټر او د پاڼې اوريدونکو او کتونکو ورسره مرستې وکړې او هغې خپل کاروبار شروع کړو. شیلا اوس کور په کور ګرځي او
د خيبر پښتونخوا چارسده کې د انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتون شوی دی. د درې ورځني نندارتون انتظام لوکل ګورنمېنټ کړی وو چې ورته د پشکلاوتي نندارتون نوم ورکړل شوی وو.
د مارچ پر ۱۵مه د پېښور باچا خان مرکز کې د پښتو ژبې نومیالی شاعر او انځورګر غني خان ۲۳ تلین ولمانځل شو چې پکې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو په ګډون د صوبې له بېلا بېلو سیمو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو ورغلي ول
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په شېرغونډ کې یو ابتدايي ښوونځی دی چې پکې استادان او اسانتیاوې کمې دي. د ښوونځي استادان وايي، برېښنا نه لري، کوټې وړې دي او په یوه ټولګي کې ۹۰ ماشومان پر ټغرونو ناست زده کړې کوي. د صوبې چارواکي وايي، په ښوونځیو کې د استادانو کمی پوره کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په کالو خان کې د یوه پخواني درمسال او جومات دېوال یو دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، پخوا چې هلته هندوان اوسېدل نو هغوی به درمسال ته تلل او مسلمانانو به یې څنګ ته په جومات کې لمونځ کاوه.
په خېبر پښتونخوا کې د ښځو چارو حکومتي کمېشن وايي، د تېر کال په اخري شپږو میاشتو کې یې په صوبه کې پر ښځو د تشدد او د هغوی د وژنې زیاتې پېښې ثبت کړې دي.
په پېښور کې یو شمېر فعالانو او لیکوالانو د پښتو ژبې د ملتپاله مبارز او لیکوال کاکاجي صنوبر حسین ۵۶ تلین غونډه کړې ده. پرونۍ غونډې ته یو شمېر لیکوالان او زده کوونکي ورغلي ول. منتظمین وايي، د دې ډول غونډو موخه د پښتنو اتلانو په اړه اګهي پیدا کول دي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز ارواښاد کاکاجي صنوبرحسین د ۵۶ تلین په مناسبت د جنورۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي په ژوند او کار رڼا واچوله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پښتنو د داسې اتلانو نومونه دې د سکولونو په نصابونو کې شامل کړي.
نور وښیئ