شبیر احمد جان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا او قبایلو پر بېلابېلو چارو رپورټونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن [اېچ ار سي پي] سیمه ییر مشر غلام علي مشال راډیو ته وویل، په تېرو پینځو اوونیو کې پر ماشومانو د تشدد ۲۶ کیسونه رپورټ شوي
په پېښور کې یو ډاکټر د کورونا وایرس له وجې مړ شو. چارواکي وايي، ۵۳ کلن محمد جاوید چې د حیات اباد میډیکل کمپليکس ډاکټر و، د اپرېل پر ۲۵مه وفات شو.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېر مریضان په سيند صوبه کې دي. خو دې وايرس د نورو صوبو په پرتله تر ټول ډېر خلک په خېبر پښتونخوا کې وژلي دي.
د مارچ په ۱۵مه، د پښتو ژبې وتلي فلسفي شاعر، مجسمه ساز او سياست وال غني خان څلورويشتم تلين د باچا خان ټرسټ لخوا په پيښور باچا خان مرکز کې ولمانځل شو... په دغه موقع د نوموړي په ژوند او کار خبرې وشوې او شعرونه یې د موسيقئ سره وویل شول. په اړه یې د شبیر جان راپور ګورو.
په خېبر پښتونخوا کې د پولیو دوه نوې کیسونه مخې ته راغلې چې ورسره په صوبه کې د پولیو کیسونه په روان ۲۰۲۰ کې پینځلس او ټول هیواد کې ۳۱ ته ورسیدل.
پیښور های کورټ د پوځي عدالتونو له خوا سزا شوي سزا شوې له دوو سوو څخه زياتو خلکو په اړه مقدمه د اپرېل تر اوومې پورې ځنډولې ده.
د پېښور د ټرافیک پولیسو افسره وايي، مور و پلار یې زړه نه وو چې پولیسه شي نو ورته یې ګواښ وکړ چې د نه خوړلو احتجاج به پیل کړي. شازیه شاهد وايي، له کاره راضي ده او د کورنۍ غړي یې ورسره د بچیو په روزنه کې مرسته کوي. نور په ويډیویي مرکه کې.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې د مارچ تر اوومې په ټوله صوبه کې ۲۰ کسان د کورونا وایرس په شک په روغتونو کې داخل کړل شوي خو تر اوسه په یوه کې هم د یاد وایرس پخلی نه دی شوی.
د مارچ پر درېیمه، په پېښور کې د موسیقۍ د ازادۍ ورځ ولمانځل شوه چې پکې یو شمېر سندرغاړو، شاعرانو او موسیقارانو ګډون وکړ او د موسیقۍ پر ارزښت یې خبرې وکړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې هرکلی کړی. د غورځنګ مشرانو د مارچ پر لومړۍ په چارسده کې جلسې ته په وینا کې پر افغانانو غږ
د مشال راډیو خبریال شبیر احمد جان د چارسدې په میونسيپيلیټي پارک کې موجود دی او له هغه ځایه د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې پیلېدو حال راکوي.
د غورځنګ یوې مخکښې ثنا اعجاز د مارچ پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې جلسه د چارسدې په ميونسيپيليټي پارک کې کېږي.
پېښور های کورټ کې د فبرورۍ پر ۲۷مه وفاقي حکومت ته امر وکړ چې په ۱۵ ورځو کې دننه دې د تحریک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان د امنیتی ادارو له ولکې د وتو پرضد غوښتنلیک ته ځواب ووايي.
مولانا فضل الرحمان وايي، عمران خان پر هغه د غدارۍ دفعه لګول غواړي خو دا کار به د حکومت خلاف د هغوی مبارزه ټکنۍ نه کړي.
د فبرورۍ پر درېیمه، د پېښور پوهنتون په هوم ایکنامکس کالج کې زده کوونکو کلتوري مېله جوړه کړه چې پکې یې د خیبر پښتونخوا او نورو صوبو جامې او کلتوري خواړه وښوول. دوی وايي، له دې لارې د کلتوري ارزښتونو په اړه پوهاوی پیدا کوي. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر اکبر ایوب د پینځو قبایلي ضلعو په ۴۸۴ سکولونو کې پر ۲۷۷۲ خالي څوکیو د نویو استادانو ټاکلو اعلان کړی دی.
محمود خان په خپل فرمان کې ویلي، له نویو ښوونکیو څخه دې زر امتحان واخېستل شي څو د ۲۰۲۰ کال تر اپریل میاشتې پورې د قبایلي ضلعو
پراګ - په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د تعلیم لپاره کارکوونکی یو غیر سرکاري تنظیم - کتاب دوست - وايي، د سرکاري سکولونو په درېیم ټولګي کې د سبق ویونکيو شاوخوا ۹۰ فیصده ماشومانو د دویم ټولګي سبق نه وي زده.
د ډېسېمبر پر۲۳مه د ښځو حقونو لپاره کار کوونکي تنظیم عورت فاونډېشن لخوا په پېښور کې د مذهبي يوالي او زغم پر موضوع د بېلا بېلو مذهبونو د روايتي خوراکونو يو نندارتون وشوه. نور حال د شبير احمد جان په ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ