شايسته حکيم په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبرياله ده چې د پاکستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو په اړه رپورټونه جوړوي.
په پرېکړه کې راغلي که څوک پیدايشي ښځه یا سړی وي اوځانته نرښځی وایي نو دا به دشریعت پرضد عمل وي
مولانا فضل الرحمان د مې پر ۱۲مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته په وینا کې تور ولګاوه چې ستر عدالت د ۶۰ اربه روپو غلا کوونکي ته تحفظ ورکوي. هغه د تحريک انصاف نوم ياد نه کړ خو وې ويل چې په ټول هېواد کې غونډه ګردي او ترهه ګري روانه ده، د پوځي مشرانو پر کورونو حملې کيږي او عدالت ورته تحفظ ورکوي.
د قامي اسمبلي غړي او د قواعدو، ضوابطو او استحقاق کمېټې مشر رانا قاسم نون پارلېمان ته د سپکاوي ۲۰۲۳ز هغه بیل وړاندې کړ چې پکې راغلي چې هغه سزا به د قامي اسمبلۍ سپيکر يا د سېنېټ مشر ورکوي.
د پاکستان سرکاري خبري اژانس د اپريل پر ۲۵مه، د روغتيا وزارت د چارواکو له خلې وويل چې په هغه هېواد کې په انسانانو کې په لومړي ځل منکيپاکس وايرس په هغه کس کې تثبیت شو چې له سعودي عرب څخه شړل شوی وو.