شاهين بونيری د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه جوړوي. دی د "کرښې پر غاړه" خپرونې کوربه دی چې پکې په پښتنو سیمو کې پر بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو خبرې کېږي. د خپرونې تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.
د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر پوتین ویلي چې د شمالي کوریا مشر د راکټونو ټېکنالوژۍ ترلاسه کولو ته لیوالتیا ښوولې او دوی له همدې امله یو ځای شوي چې له پیانګ یانګ سره د سپوږمکۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.
پر ټولنیزو رسنيو يو انځور خپور شو چې پکې یوه ښځه په چادرۍ (برقع) کې پر سړک پرته، له سر سره يې وينې بهېدلې ښکاري او یو پینځه کلن ماشوم ورباندې پروت دی او ژاړي. په هغه انځور کې د ښځې له مړي سره د ماشوم د ښوونځي بسته هم پرته ښکاري.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
په پاکستان کې تر هغې وروسته د وفاقي لنډمهالي وزیراعظم غوره کولو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه هېواد ولسمشر محمد عارف علوي د قامي اسمبلۍ ړنګولو سپارښتنلیک لاسلیک کړ.
د پاکستان پوځي قانون د ۲۰۲۳ز کال ترمیمي مسوده د جولای پر ۲۷مه د دفاعي چارو وزیر خواجه محمد اصف سېنېټ ته وړاندې کړه.
تېر کال په مارچ میاشت کې د کمېشن د مشر ساجد جدون تر استعفا یوشمېر میاشتې وروسته په جولای کې فرح حامد د هغې ادارې نوې مشره ټاکل شوې وه خو د کمېشن د غړو شمېر نه دی پوره شوی.
د سیمه ییزه او سیاسي چارو پوه افراسیاب خټک په دغه اړه بیګا (د جولای په ۲۱مه) مشال راډیو ته وویل چې سیمه د یو نوي ساړه جنګ په لمن کې ده او ویره ده چې راراوانو وختونو کې به امنیتي وضع نوره هم خرابه شي.
په کراچۍ کې د داود کورنۍ او د نورو وژل شویو د خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړی ده. دا راز داود فاونډیشن د جون پر ۲۳مه پر ټویټر د کورنۍ د قرباني شویو غړو عکسونه خپاره کړي او د هغوی په مړینه یې د خفګان څرګندونه کړې
نړیوال بانک د جون پر ۱۴مه وویل چې هغه پیسې د خیبر پښتونخوا د پرمختیا او پلانونو یا منصوبه بندۍ څانګې ته ورکوي او د دې څه برخه تر سېلابونو وروسته د بیاودانۍ په کارونو مصرفوي.
د سپیکر راجا پرویز اشرف په مشرۍ د جون پر ۹ مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې اسحاق ډار وویل چې په بجټ کې یې کوم نوې ټیکس نه دی لګولې او د پرمختیايي پروژو لپاره یې ۱۱۵۰ اربه روپۍ ځانګړی کړي دي
ځايي خبریال او شنونکی فضل خالق وايي چې په سیمه کې د امنیت وضع خرابه ده خو د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي معلومات نه ورسره شریکوي. د نوموړي په وینا خلک ریاستي ادارو ته د شک په نظر ګوري او هغوی د خراب امنیت ذمه وار ګڼي.
د پي ټي ای د مذاکراتي کمېټۍ غړي شاه محمود قريشي په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دواړو خواوو په مذاکراتو کې خپل دريځ وړاندې کړى او د واکمن ايتلاف غړو ورته ويلي چې د انتخاباتو پر موضوع به ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي.
ادارې د اپرېل پر ۲۰مه پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي دي چې تر اوسه یې ۲۳ کروړه، ۵۳ لاکه، ۸۸ زره او ۸۹ کسان (۲۳۵،۳۸۸،۰۸۹) شمېرلي دي. دا شمېره د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پرتله ۱۲.۹۸ سلنه یا ۲۷ مېلیونه زیاته ده. په هغې سرشمېرنه کې د پاکستان ابادي ۲۰۷ مېلیونه ۶۸ زره ښودل شوې وه.
د پاکستان تحریک انصاف یو مرکزي مشر فواد چودري د مارچ پر ۲۳مه په لاهور کې خبریالانو ته وويل چې د ایین شپږمه ماده چې د غدارۍ یا د قانون ماتولو په اړه ده، باید د اليکشن کمېشن د چارواکو پر ضد وکارول شي.
وفاقي حکومت دا لړۍ په کال د۲۰۰۱ ز کې پیل کړې وه او یوازې په ملاکنډ سیمه کې خواوشا د زیتونو ۴۰۰ زره ونو قلمکاري شوې ده چې اوس ترې کرونده ګرو حاصل اخیستل پیل کړي دي.
د مارچ پر اتمه د پاکستان په ګډون په ګرده نړۍ کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د "عورت ازادي مارچ" په نوم لاریونونه وشول او حکومتي او ناحکومتي ادارو غونډې وکړې.
پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.
د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ مشر او د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی سردار حسین بابک وايي چې سیاسي ګوندونه دې د امنیت پر موضوع سیاست نه کوي او باید دا مسله په جدي ډول هواره کړي.
د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف د فبرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر کې ومړ. پخوانی جنرال پروېز مشرف شاوخوا نهه کاله په واک کې پاتې شوی وو او په خپله واکمنۍ کې یې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې ورشامل کړ. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نور وښیئ