سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار ـمشر مېجر جنرل اصف غفور ويلي چې پوځ د ای ایس ای پر پخواني مشرلیفټېننټ جنرل اسد دراني ټول مراعات بند کړي دي.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی په پخوانۍ فاټا کې د عدالتونو د جوړولو منظوري ورکړېده. محمود خان د فبرورۍ په نهمه ویلي، په لومړي قدم کې به په قبایلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره قاضیان او نوره عمله په کار ګومارل کېږي، څو دغلته کار پیل کړل شي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان په قبایلي ضلعو کې د اصلاحاتي عمل سرته رسولو او نور مسلو د هواري لپاره د یو داسې سلاکارې ډلې جوړولو اعلان کړی دی چې له قبایلو روایاتو سره سم به د مسلو د حل لارې ټاکي.
د جنورۍ پر ۳۱مه، په پاکستان کې د قانون جوړونې، پارلېماني چارو او روڼوالي ادارې (پېلډاټ) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) په اسلام اباد کې یو پروګرام جوړ کړی وو
پاکستان مسلم لیګ ن په پنجاب کې د دوو نورو بهالپور او جنوبي پنجاب صوبو جوړولو لپاره آئیني ترمیمې بل په قامي اسمبلۍ کې جمع کړې دی او وايي باید چې د قامې اسمبلۍ راتلونکې غونډه کې دا بل په متفقه توګه منظور کړل شي.
د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وړوکې بوجه (بجټ) وړاندې کړه او و یې ویل چې دې اقتصادي اصلاحاتو کې د ولس د اسانتیاو لپاره یوشمېر ټېکسونه کم کړل شوي دي.
له قبایلي ضلعو ځینو پارلېماني غړیو په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ویناګانو پرمهال غوښتنه وکړه چې د شمالي وزیرستان خیسور سیمې پېښې پلټلو لپاره دې یوه پارلېماني کمېټۍ جوړه کړل شي.
کوسه تر ابتدايي زده کړو وروسته په ۱۹۷۵ز کال کې د قانون زده کړې بشپړې کړې او د نور تعلیم لپاره برتانیا ته ولاړ.
د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې په موده کې وسله والو سلګونه سکولونه ړنګ کړل.
په پاکستان کې د پلان او پرمختګ مرکزي وزیر خسرو بختیار په مشرۍ د پولیو رنځ له منځه وړلو په اړه یوه غونډه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ګوزڼ مخنیوي پروګرام به درې کاله نور غځول کېږي تر څو له دې هېواده په بشپړه توګه د ګوزڼ رنځ ختم شي.
د خيبر پښتونخوا دره ادم خيلو کې د سکرو کانونو کې ګڼ شمېر کان کېندونکې په داسي حالاتو کې کار کوي چې هره ورځ له خطر سره مخامخ وي.
د خېبرپښتونخوا هنرمندان شاعران او ادیبان وايي له یوې خوا يې په صوبه کې د هنر سره تړلي کارونه د نشت برابر دي او بلې خوا ته د کلتور څانګې لخوا مقرره مالي مرسته يا وظيفه هم نه ورکول کېږي. دوی د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کلتور او سیلګرۍ د صوباي وزیر عاطف خان سره ملاقات کړی دی.
یونس قیاسي صېب به اکثر ماته ویل چې زه پښتو د مور لپاره لیکم، هندکو د پلار لپاره او اردو د ځان لپاره لیکم نو هغه د دریو واړو ژبیو تکړه لیکوال و او په خصوصي توګه د پښتو فلمي شاعرۍ او د پښتو فلمونو کیسو لیکلو ته يې ډېر دوام ورکړې و.
د خېبر پښتونخوا د کوهستان سیمې پولیسو د دسمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې څلور ځايي اوسېدونکي د ناموس په نوم وژل شوي دي.
د پاکستان پيپلز ګوند مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پر عدلیې نيوکې کړې او ويلي یې دي چې قاضيان يا ججان بايد له سياسي کړنو لاس واخلي.
د قبایلي ضلعو ځوانان وايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې په مډیکل او اینجینرنګ پوهنتونو کې به ورته سيټونه زیاتوي خو اوس خپله کړې وعده نه پوره کوي.
تامس رایټرز فاونډېشن خبري ادارې خپل یو رپورټ کې ویلي چې پر ښځو تشدد په ټوله نړۍ کې پاکستان په شپږم نمبر دی او د تجزیه کارانو په وینا چې په پاکستان کې له دې نه هم پر ښځو تشدد زیاتې پېښې کېږي خو هغه نه نشرېږي.
د خېبر پښتونخوا پولیسو افسر اېس پي طاهرداوړ د اکتوبر په شپږویشتمه نېټه له اسلام اباده نامالومه کسانو تښتوولی وو چې مړی يې د نومبر په دیارلسمه د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې وموندل شو
اصف علي زرداري د پنجاب په صادق اباد کې یوې جلسې ته په وینا کې وویل، ورته ښکاري چې حکومت به ژر ختم شي او عمران خان به کور ته ولاړ شي
د عوامي ورکز ګوند مشر فانونس ګوجر د دسمبر په دوېمه د بونیر په چغړزو کې خاورو ته وسپارل شو. په جنازه کې یې د ده پلویانو او سیاسي ملګرو ګډون وکړ.
نور وښیئ