سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د درګۍ ګلزارخان یو شوقي هنرمن دی. نوموړي د موسیقۍ زده کړه له چا نه نه ده کړې خو په کمپیوټر کې د پیانو د سافټ ویر سره سندرې ویلی شي. دا ځوان چې په ادبي کورنۍ کې یې سترګې غړولي اوس د پېښور پوهنتون د لوړو زده کړو محصل هم دی خو ترڅنګ یې خپل شوق هم جاري ساتلی دی. پلار یې مشال راډیو ته وویل په خپل زوی ویا
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د قبایلي ضلعو پارلماني استازو ته ویلي دي چې د فاټا اصلاحاتو عملي کول یې پیل کړي دي او ډېر ژر به د نورو صوبو غوندې اسانتیاوې د قبایلي ضلعو ولس ته هم ورکړل شي.
د سیند های کورټ په یوه مشکوک پولیس حمله کې د وژل شوي نقیب الله مسود د پلار غوښتنه منلې چې د زوی مقدمې اورېدنه دې یوه بل عدالت ته واستوي.
تر درې ورځنيو احتجاجونو وروسته د نومبر پر دويمه ناوخته د پاکستان وفاقي حکومت او د پنجاب صوبايي حکومت د تحریک لبېک پاکستان له مشرانو سره تر خبرو اترو وروسته جوړجاړي ته ورسېدل او پر پنځو نکاتو مشتمله لوظنامه يې لاسليک کړه.
پاکستانی وزیر اعظم د چين په سفر دی او د منصوبه بندۍ او پرمختګ د وفاقي وزیر خسرو بختیار وینا ده چې دې دوره کې به عمران خان له چين سره د یو شمېر چارو ترڅنګ پر سيپېک منصوبه هم خبرې کوي.
د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د شورو په ورځ اسلام آباد کې له رسنیو سره خبرو کې وویل د اسیه بي بي د خوشې کېدو فېصله د عالمي قوتونو تر فشار لاندې شوې ده او د دې به ډېرې بدې نتیجې رابرسېره شي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ویلي که حکومت په اتلسم ایيني ترمیم کې بدلون وکړ نو بدې پایلې به ولري. اسفندیارولي خان وویل وفاقي حکومتباید د این ایف سي ایوارډ پرته فاټا ته جلا ځانګړې پانګه (فنډ) ورکړې وې.
په خیبر پښتونخوا کې پر نهو صوبايي اسمبلیو ضمني انتخابات وشول چې د غیر حتمي او غیر سرکاري نتیجو په رڼا کې تحریک انصاف شپږ، عوامي نیشنل ګوند دوه او مسلم لیګ ن یو صوبايي سیټ ګټلی دی.
د پنجاب صوبې د لاهور احتساب عدالت شهباز شریف په لس ورځني جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته سپارلی دی.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي، حکومت یې پلان لري هغه افغانان چې په پاکستان کې زیږېدلي دي هغوی ته به د دې هیواد پاسپورټ ورکوي چې دا رنګ دوی دلته په ښه شان ژوند تېر کړي.
د پاکستان نوي ولسمشر ډاکټر عارف علوي د سېپټمبر پر نهمه د خپلې عهدې سوګند پورته کړ او په دې توګه په رسمي ډول یې د پاکستان د تاریخ د ۱۳م ولسمشر په حېث خپل کار پیل کړ.
د پښتو ژبې وتلی لیکوال او خبریال نثار محمد خان په خپلو پلرنی هدیره په صوابۍ شاه منصور کې خاورو ته وسپارل شو.
په دې کمېټۍ کې د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان او د وزیراعلي محمودخان ترڅنګ د اسټېبلیشمنټ لپاره د وزیراعظم سلاکار، د مذهبي چارو وفاقي وزیر نور الحق قادري او د سېنېټر هدایت الله ترڅنګ نور یو شمېر اعلا چارواکي شامل دي.
وفاقي کابینې د ماشومانو سره د زیاتي او له دوی جبري مشقت اخستلو د بندیز لګولو هم منظوري ورکړه او فېصله وکړې شوه چې د کوڅو د ماشومانو او زنانو لپاره مرکزونه هم جوړوي.
کمېټۍ د دفاع وزير پروېز خټک ،د وزیر اعظم سلاکار ارباب شهزاد، د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمودخان او د خېبرپښتونخوا ګورنر باندې مشتمله ده.
تحریک انصاف ګوند په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په نوې کابینه کې یو شمېر وزیران او سلاکاران شامل دي چې وي چې د اګست پر ۲۰مه د خپلو عهدو لوړه کوي.
پوليس د فايده خان او د هغه د هغو ملګرو د نيولو هڅې کوي چې د رېشم خان کورنۍ د هغې په وژنه تورن کړې دي. رېشم خان د کورني تاو تريخوالي ښکار شوې او په ډزو وژل شوې وه.
د پاکستان ټاکنو کمېسون د راتلونکیو ټولټاکنو لپاره د رایو وروستی نوملړ خپر کړی دی خو د قبایلي ضلعو کاندیدان وايي، چې خپاره شویو لیسټونو کې یې د سیمو رای اچوونکیو شمېره سمه نه ده او د سمولو غوښتنه یې کړې.
د سیند صوبې لاړکانې یوه جج تر هغه وروسته خپله دنده پرېښوه چې د نوموړي په وینا د پاکستان چیف جسټس یې د عدالتي کاروايي پرمهال سپکاوی کړی دی او زیاتوي چې د هغه دې کړنې ور ته ډېر تکلیف رسولی دی.
د کرمۍ له پاړه چینار او سدې د ۲۰۰۷ کال په اوږدو کې فرقه ایز تاو تریخوالی زیات شوی و چې په نتیجه کې یې ډېرې خلک له دغې سیمو بې دخله شوي و. په دې کې ګڼ شمېر شیعه ګان له سدې او سنیان له پاړه چیناره نورو ځایونو ته کډه شوي و.
نور وښیئ