سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
د خیبرپښتونخوا په شانګله کې د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي وايي چې هلته په یو ماشوم کې د ګزڼ یا پولیو رنځ ښکار شوی دی.
عمران خان وايي پاکستان په تېرو ۱۰ کلونو کې ۲۴ زره اربه روپۍ پوروړی شوی چې د نوموړي په ادعا د دې لویه وجه د دوو ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لیګ ن درغلۍ دي.
د قامي اسمبلۍ له غونډې روستو اپوزیشن ګوندونو خبري کانفرنس کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د میرامشا په پېښه دې د پارلیماني کمېشن جوړولو سره سره د علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته وړاندې کړل شي.
پاکستان کرکټ بورد د نړیوال کپ کرکټ سیالیو لپاره په پنځلس تني لوبډله کې بدلون کړی او درې لوبغاړي يې پکې شامل کړي دي.
اقتصادپوهان وايي، له ای اېم ایف سره د پور اخیستو له تړونه پس ښکاري چې پاکستانۍ روپۍ نوره راولوېږي او ګراني به زیاته شي.
پېسو نړیوال صندوق )ای اېم اېف) وايي، د پاکستان اقتصادي حالت سمولو او ملاتړ په موخه ورسره د پور پر یوه درې کلن پلان سلا شوی او په یاده موده کې به ورته شپږ اربه ډالره پور ورکوي.
په دغو تنظیمونو کې، الانفال ټرسټ، الحمد ټرسټ، اداره خدمت خلق، اداره دعوت الارشاد، مسجد ویلفیر ټرسټ، المدینه فاونډېشن
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن ویلي، په خیبر پښتونخوا ورګډو شویو قبایلي ضلعو په شپاړسو حلقو کې، د انتخاباتو لپاره شېډول ( مهالوېش) به د می میاشتې پر شپږمه نېټه جاري کوي.
په پاکستان کې هم د نورې نړۍ په څېر د مې پر دریمه د صحافت د ازادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د پاکستان د انتخاباتو ادارې – الیکشن کمیشن- ویلي دي چې په قبایلي ضلعو کې به د صوبایي اسمبلۍ د ۱۶ چوکیو لپاره د ټاکنومهالوېش د مې میاشتې پر شپږمه اعلان شي.
د سېفران لپاره د سېنټ قایمه کمېټۍ حکومت ته ویلي چې د قبایلي ضلعو ولس سره کړې خپلې وعدې دې پوره کړي.
د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي خلک له حکومته غوښتنه کوي چې قبایلي ضلعو کې د راتلونکو صوبايي انتخاباتو لپاره دې د دوي د ووټونو اندراج په خپلو حلقو کې وشي.
د اپرېل پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي مشال خان دویم تلین په مناسبت لاریون شوی چې ورته لسګونه زده کوونکي ورغلي ول.
په اسلام اباد کې د اپریل پر څلورمه د کورنيوو چارو وزارت په جاري شوي نوټيفيکېشن کې ویل شوي چې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر محمد شهباز شریف نوم يې بهر هېودونو ته د تګ د بندیز کنټرول لېسټ څخه لېرې کړې.
د خیبر پښتونخوا د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د وژل شوي مشال خان پلار محمد اقبال د ترهګرۍ ضد عدالت د پرېکړې خلاف د پېښور های کورټ ته تللی دی.
د پاکستان پیپلز پارټۍ چیرمېن بلاول بوټو ویلي موجوده حکومت د نېب په زریعه د پخواني امر پرویزمشرف پالیسي جاري ساتلې او دا د سیاسي انتقام لپاره کاروي.
که څه هم حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ او اصلاحاتو عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د قبایلي ضلعو د پارلېماني د کمېټۍ جوړولو ترڅنګ وزیراعظم عمران خان د باجوړ دوره وکړه چې پکې يې د دې ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ اربه روپو اعلان هم وکړ.
د مارچ پر۱۲مه په پېښور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت په مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوی زده کوونکي مشال خان په مقدمه کې د پاتې څلور ملزمانو اسد کاټلنګ، صابر مایار، عارف خان مردانوي او اظهارالله عرف جوهني متعلق فیصله محفوظ کړې چې د مارچ پر۱۶مه به اورول کېږي.
د پښتو ژبې لیکوال او شاعر زرین پریشان د اوږدې ناروغۍ وروسته د ۶۵ کالو په عمر د مارچ پر۱۱مه په پېښور کې له دې نړۍ د تل لپاره سترکې پټې کړې.
په قامي اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو پر قامي احتساب ادارې نیوکې کړې او وايي دا د حکومت په ډاډ او مرسته د دوی پرضد کاروایانې کوي چې له کبله به يې په دې هېواد کې جمهوریت کمزوری شي.
نور وښیئ