سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
عمران خان د اپرېل پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې د قامي رابطه کمېټې غونډې ته په وینا کې وويل، دا پريکړه يې ځکه کړې چې په هېواد کې د کورونا کېسونه ورځ تربلې زیاتېږي او ولس له کورونا نه د ځان ژغورنې لپاره په حکومتي لارښونو عمل نه کوي.
پولیسو ویلي سعد رضوي یې د امن و امان قایم ساتلو په خاطر د اپرېل په ۱۲ مه په لاهور ښار کې نیولی دی.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د پاکستان مېډیکل کمېشن ودانۍ مخې ته د خيبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو احتجاجي پرلت روان دی چې د اپرېل له اتمې يې د نه خوړولو احتجاج هم پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان په طب کالجونو کې دې د دوی پخوانۍ ځانګړې څوکۍ بحالې کړل شۍ.
د دوی په وینا چې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د قبایلي ضلعو زده کوونکو ته به د پوهنتونونو په هره څانګه کې څلور څلور څوکۍ ورکوي خو د بهالپور پوهنتون د دوی دغه خصوصي څوکیو کوټه ختمه کړې وه چې پرضد چې دوی په لاهور کې د پنجاب ګورنر محمد سرور کور مخې ته پرلت وهلی وو.
په پاکستان کې یو پلو د نړۍ د یو شمېر نورو هیوادونو په څېر د کورونا وایرس ناروغۍ درېمه څپه راغلې او بل پلو د محدویتونو پرضد احتجاجونه هم کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې په دې هېواد کې هره ورځ کورونا د ۴۰۰ زیات کېسونه ثبت کېږي او ډاکټران دا درېیمه څپه د دویمې څپې په پرتله زیاته خطرناکه بولي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو او بلوچستان زده کونکو غوښتنه کړې ده چې د طب په کالجونو او پوهنتونونو کې دې ورته ځانګړې چوکۍ زیاتې کړل شي. بل پلو د سېفران لپاره يارليماني سيکټري اقىال اپريدي مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستان مېډیکل کمېشن چارواکو سره خبره کوي او هيله لري چې د قبایلي سیمو د زده کونکو د
د دوی په خبره که پي ایم سي يې خبره ونه منله نو د روانې میاشتې په پای کې به د پي ایم سي مخې ته احتجاجي پرلت وهي.
د مانسهرې د پولیسو مشر اصف بهادر دا تور ناسم بولي او وايي، هغه کسان "د ټول پلازې او اېن اېل سي کارکوونکي نه ول." نوموړي د مارچ ۱۴مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، په مانسهره کې د "تحریک انقلاب" په نوم یوه ډله ده چې پر "سړک یې احتجاج کاوه."
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، د سېنېټ د مشر او مرستیال د ټاکلو پر مهال ورسره درغلي شوې او پر ضد به یې هغوی د مارچ پر ۱۳مه عدالت ته ځي.
د روانې میاشتې په درېیمه په دې هېواد کې د سېنېټ انتخابات شوي او د مارچ په دولسمه به د سېنېټ چېرمېن او ډپټي چېرمېن ټاکل کېږي.
په پېښور کې د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې یو غړی ډاکټر اشفاق خټک وايي، د فبرورۍ پر ۲۴مه چې په هیواد کې د کورونا د کنټرول ملي مرکز په ټولبند کې د نرمۍ اعلان وکړ نو ورپسې سم دستي د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو شوې.
د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې جلسې ته په وينا کې د ګوند سېنيرنايب صدر اميرحېدر خان هوتي وويل، دا وخت په دېر، باجوړ، وزيرستان، چترال، بونير، کوټه او نورو سيمو کې چې کومې پېښې رامنځته کېږي نو ښکاري داسې چې په پښتنه سيمه کې وسله وال او ترهګر بيا راپورته کېږي.
د بلوڅو کورنۍ له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی پورته کړل شوي خپلوان دې یا خوشې کړل شي او یا دې هم عدالت ته وړاندې کړل شي چې راتلونکی او برخلیک یې معلوم شي.
د فبرورۍ پر۱۴ مه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته شېخ رشيد احمد ويلي وو چې د روانې میاشتې د فبرورۍ پر ۱۱ مه یې پر سرکاري ملازمینو اوښکه بهونکی ګېس د ازموینې په توګه کارولی دی ځکه چې دا له ډېرې مودې راهیسې بېکاره پراته وو.
نور وښیئ