د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا پېښې یو وار بیا په زیاتېدو دي


ډاکټران وايي، پاکستان کې د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو دي
ډاکټران وايي، پاکستان کې د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو دي

په پاکستان کې د کورونا وبا یو وارې بیا په تېزۍ سره په خپرېدو ده چې د روغتیا د ادارې چارواکي یې اندېښمن کړي او همدا رنګه حکومت په پلازمېنه اسلام اباد کې ځیني کالجونه هم تړلي دي.


په پېښور کې د ځوانو ډاکټرانو د ټولنې یو غړی ډاکټر اشفاق خټک وايي، د فبرورۍ پر ۲۴مه چې په هیواد کې د کورونا د کنټرول ملي مرکز په ټولبند کې د نرمۍ اعلان وکړ نو ورپسې سم دستي د کورونا پېښې مخ په زیاتېدو شوې.

د نوموړي په وینا د فبرورۍ د وروستۍ اوونۍ سره چې تازه شمېرې پرتله کړل شي نو جوتېږي چې د کورونا پېښې ۳۸ سلنه زیاتې شوې دې.

خو بل پلو، د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا د کورونا وبا لپاره د ټاکلې شوې ادارې ویاند ډاکټر اکرام الله د مارچ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، تر دې مهاله وضعیت په کنټرول حالت کې دی، که د ولس لخوا بې احتیاطي سېوا شوه او د کورونا مثبتې پېښې په بې ساري ډول مخ په زیاتېدو شوې نو یو وارې بیا په صوبه کې ټولبند نافذېدای شي. د نوموړي په وینا په ځینو سیمو کې اوس هم ټولبند دی.

د فبرورۍ پر ۲۴مه حکومت په ټول ملک کې دفترونو ته په ورتګ بندېز لرې کړی و، د واده تالارونه، تعلیمي ادارې، سینېماګانې، پارکونه او مزارونه یې هم پرانېستي ول او همدا رنګه یې الېکشن کمېشن ته هم د بلدیاتي ټاکنو اجازه ورکړې وه. خو د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې د پاکستان سوپر لیګ کرکټ لوبې وروسته له هغې وځنډول شوې چې د ځینو لوبغاړو د کورونا ټیسټونه مثبت راغلل.

هلته په سر ښار اسلام اباد کې انتظامیې د مارچ پر شپږمه دوه کالجونه وروسته له هغې وتړل چې پکې د کورونا مثبت کیسونه وڅارل شول. په اسلام اباد کې د یو تړل شوي کالج استاد اشرف علي مشال راډیو ته وویل، د هغوی اووه زده کوونکي کورورنا شوي او له هغې وروسته حکومت تر نامعلومې نېټې پورې د هغوی کالج بند کړی دی.


د روغتیا په چارو کې د پاکستان د وزیر اعظم سلاکار ډاکټر فیصل سلطان د مارچ پر پنځمه پر ټویټر لیکلي، د کورونا پېښې یو وارې بیا زیاتې شوي نو خلکو له پکار دي چې له احتیاطه کار واخلي او پر حکومتي سپارښتنو عمل وکړي.

د اسلام اباد د پیمز روغتون ډاکټر فضل ربي د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، په سرکاري دفترونو، نورو ادارو، سکولونو او کالجونو کې خلک د کورونا پر وړاندې په طبي سپارښتنو بلکل هم عمل نه کوي نو همدا ده چې د ورځ په تېرېدو زیات کسان په کورونا اخته کېږي. نوموړی وايي، د هغوی روغتون ته هم د کورونا بیمارانو ورتګ سېوا شوی دی.

XS
SM
MD
LG