سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
دا غوښتنه د شورو په ورځ د سېنېټ غونډې دوران له فاټا سره تعلق لرونکیو سېنېټرانو کړې ده.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند واېي وفاقي حکومت د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ غربي سړک جوړولو کې سنجیده نه دی او هم دا وجه تر دې دمه ېي نه د دې لپاره زمکه اخزستې او نه ېي فزیبلټي رپورټ جوړ کړی دی.
د پاکستان په پارلېمان کې د خیبر استازی حاجي شاه جي ګل اپریدی وايي، کمېټۍ همدا سپارښتنې کړې دي او دا چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف به سږکال د اګست پر ۱۴مه د قبایلي سیمو اصلاحاتي تګلاره یا پالیسي اعلانوي.
په دې کې بنیادي خبره دا ده چې د پنجاب خلکو هر ځل د مارشل لا حکومتونو کومک کړی دی. ترکیه خو نو اوس د اروپا برخه ده، د هغوی تعلیم، د هغوی شعور زموږ په نسبت ډېر پر مخ تللی دی. اوس هم [په پاکستان کې] د ځېنو خلکو خواهش دی.
د دې سیاسي اتحاد یو مشر نثار مومند د جمعې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو په وخت وویل ، که حکومت د قبایلي سیمو د آییني حثیت په اړه په پرېکړه کې ځنډ کوي نو پر هم داسې موقعو به خلک هم داسې احتجاجونه کوي.
په پاکستان کې روژې او اخترونه تل د اختلاف سره مخ وي، خو داسې ښکاري چې دا ځل حکومت کلک هوډ کړی چې دا اختلاف به ختموي. حکومت دا ځل روژه په یوه ورځ اعلان کړه او خلکو باندې یې عملي هم کړه او اوس د اختر لپاره هم هوډ ښکاره کوي چې په ګرد هیواد کې به ټول خلک په یوه ورځ اختر ته هڅوي.
د هریپور د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ یو چارواکي مشال راډیو ته وویل چې د خاورو ګټو نه تر اوسه اوه کسان ویستل شوي او د نورو کسانو د ویستلو لپاره امدادي کاروايي روانه ده.
د حکومت په دې فېصله باندې افغان کډوال وايي چې باید حکومت دا نېټه نوره هم وغځوي ځکه چې پاکستان کې مېشت کډوالو که یوا خوا دلته خپلوی کړې نو بل پلو ېې لوی لوی کاروبارونه شورو کړې نو دومره زر یې ستنېدل ممکن نه دي.
یو افغان کډوال وايي، د کوهات ضلعي انتظامیې له لاسه لکه د غلو ژوند تېروو، کله ترې یوا خوا تښته او کله بل خوا، بس همدا راته وایي چې وروره دلته کارونه بند کړئ
عثمان کاکړ وايي، په کراچۍ کې خواوشا اویا، اتیا لاکه هندوستاني مهاجر دي دا له کومې خوا راغلي دي، د پنجاب له چندي ګړه پنجابیان راغلي دي، حساب يي ولې نشته ؟ د شناختي کارډونو تصدیقولو په پلمه د پښتنو ځورولو ته چل جوړ شوی
وفاقي وزیر وايي، قبایلي مشران د فاټا موجوده حېثيت پرځای ساتل غواړي خو ځوان کول، سوادګر اونور كسان یې بیا له خېبر پښتونخوا سره د یوځای کېدو ملاتړي دي.
په بجټ کې د پرمختيايي کارونو لپاره ۸۰۰ او د دفاع لپاره ۸۶۰ اربه روپۍ مختص کړل شوي دي.
بیان البته دا سپیناوی نه دی کړی چې د جنرال راحیل شریف اشاره چا ته وه؟ د خېبر پښتونخوا حکومت په ګډون د پاکستان ګڼو ګوندونو او مدني ټولنو پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې د دې لویې پروژې اصلي لار یې بدله کړې، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل د مېرمنو د خوندیتوب بل یوه بله مسوده تیاره کړړې ده په کوم کې چې د مېرمنو د حقونو ساتلو تر څنګ پر هغوی د ځینو بندیزونو وړاندیزونه هم شوي دي.
د پاکستان مرکزي حکومت وايي، دا ځل به د رویت هلال کمیټۍ غونډه په پېښور کې وشي، څو په ټول پاکستان کې خلک په یوه ورځ روژه ونیسي.
په اسلام آباد کې له تېرو اوولس ورځو پر احتجاج ناست د ټولو قبایلي سیمو استادان وايي، پر حکومت د خپل غږ اورېدو لپاره به د راتلونکې ګل په ورځ د پارلېمان مخې ته مظاهره پر احتجاج ناست یوه استاد سلیم وزیر نن (جمعه) مشال رېډیو ته وویل چې په دغه لاریون کې په سېنېټ او قامي اسمبلۍ کې د فاټا پارلېمان
په اسلام اباد کې د مرکزي سنسر بورډ له چیېرمېن مبشرحسنه وپوښتل نو هغه وویل پر دې فلم د ولس لخوا یو شمېر شکایتونه راغلي وو چې پکې ویل شوي چې په دې فلم کې پښتانه او سندیان په نښه کړل شوي دي او دا چې په دې کې د سیاستدانانو کردارکشي هم شوې، نو دوی د وفاقي حکومت په حکم باندې په دې فلم بندېز ولګوو.
کارپوه اېمل خټک وویل، نواز شریف ځکه خېبر پښتونخوا ته تګ غوره کړی چې په دغه صوبه کې د تحریک انصاف حکومت دی او دی غواړي چې د عمران خان پارټۍ درې کلنه کارکردګي ولس ته وښيي.
بیان زیاتوي چې پاکستان بیا بیا په ډاګه کړې چې افغان طالبان خبر ته کېنول یوازې د دوی زمه واري نه ده، او دا چې د افغانستان امن لپاره څلوراړخیزه ډله باید په ګډه یو کړنلاره وټاکي.
سرچینې وايي، دا افسران د پوځ احتساب ادارې تر پلټنو وروسته له دندو ګوښه کړل شوي دي او ټول مراعات ترې اخیستل شوي دي.
نور وښیئ