سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ښوونکو یا استادانو احتجاج د زیارت پر ورځ هم دوام لري. دې ښوونکو پر چارشنبې یا شورو د دې لپاره د اسلام اباد خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه چې د دوی په وینا، له کلونو راهیسې یې د ترقۍ عمل بند دی. حکومت لا څه نه دي ویلي. نور په ویډیو کې.
د ټولو قبایلي سیمو ښوونکو سازمان دا غړي ادعا کوي چې په تېرو پنځو کالو کې د قبایلي سیمو ۴۸۰۰۰ ښوونکو ترقۍ نه دي شوې.
د قامي اسمبلۍ غړی جمال الدین وايي: ”یو تن ماته ډېر په درد سره خواست وکړو او یوه ویډیو يې راته وښودله چې پکې د پنجاب امنیتي اهلکار د یوې پښتنې ښځې تلاشي اخلي نو پر دې اساس ما په قامي اسمبلۍ کې دا خبره وکړه“
د ګل په ورځ د پارلیمان په ګډه غونډه کې د پي ای اې پبلیک لېمېټېد کمپنۍ جوړولو بل د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد وړاندې کړ.
د اتوار په ماښام په اسلام اباد کې په یوه وینا کې وکړه او و یې وېل چې تر ۲۴ اپرېله وزیر اعظم نوازشریف ته وخت ورکوي چې استعفا ورکړه. ځکه چې په پاناما لیکس کې یې د کورنۍ غړیو د نومونو له افشاکېدو پس د حکومت کولو هېڅ اخلاقي جواز ورسره پاتې نه شو.
د قبایلي چارو شنونکي وايي چې له ډېرې مودې راهیسې په دې پوهنتون کار روان دی خو تر دې دمه سرته ونه رسېدو.
د فاټا تعليمي اصلاحي جرګې صدر اطلس خان شېراني مشال راډیو ته ووېل چې په قبایلي سیمو کې د ۵۰۰۰ نورو تعليمي ادارو ضرورت دی او حکومت لګیا دی دلته سکولونه بندوي، چې د فاټا له ماشومانو سره زیاتی دی.
اسلام اباد: د پاکستان په پارلمان کې د قبابلي سیمو استازي وايي،حکومت دې د دوی په سیمه کې د سرشمېرنې – مردم شمارۍ – په اړه خپله کړنلاره څرګنده کړي.
د امريکا د سفارت خبرپاڼه وايي چې د کال دوه زره دیارلسم نه تر دې دمه تر دې پروګرام لاندې يې پاکستان ته په مجموعي ډول د ۷۵ میلیونه ډالرو مرستې ورکړیدي.
د روانې جنورۍ میاشتې په دویمه نیټه د هند په پټانکوټ کې پر یوه هوايي اډه حمله شوې وه چې پکې شپږ بریدګر او درې امنیتي اهلکاران وژل شوي ول.
«موږ له حکومته غوښتنه وکړه چې په دې باندې قانون سازي وکړي ځکه چې په سیند صوبه کې دا ډیره زیاته مسله ده هلته هندواڼۍ ښځې په زوره مذهب بدلولو ته اړ ړېستل کېږي»
د ال فاټا سیاسي اتحاد مشر اخونزاده چټان مشال راډیو ته وویل چې له دې کمېټۍ داسې ښکاري چې حکومت د قبایلي سیمو د مسلو په حل کې سنجیده نه دی.
که یوې خبري رسنۍ هم د پیمرا په دې حکم عمل ونکړو نو د هغې ادارې د لایسېنس ختمولو سره سره به ورته سزا هم ورکول کیږي.
د پاکستان د سرحدونو او قبابلي چارو لپاره د سینیټ قايمه کمیټۍحکومت ته ویلي چې د ژمي تر راتګ وړاندې دې له قبایلي سیمو بې کوره کړل شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه کړي.
وړاندیزونه: په فاټا کې بلدیاتي انتخابات کول او له هغه وروستو د فاټا لپاره یو کونسل جوړول او که دا نه کېږي نو بیا درېیمه لار فاټا لکه د ملاکنډ ډویژن په څېر له خېبر پښتونخوا سره په انتظامي چوکاټ کې راوستل
پاکستان کرکت لوبغاړي یونس خان په ټیسټ کرکټ کې په ۸۸۵۲ رنزونو جوړولو د جاوید میانداد ریکارډ مات کړو او په ټیسټ کرکټ کې له ټولو زیات رنزونو جوړونکې پاکستانې لوبغاړې وګرځیدو
۵۳ کلنه شمیم اختر د ټرکونو او لویو ګاډو لایسنس یا اجازتنامه لري او د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوي. نوموړې مشال راډيو ته وویل، چې اراده یا هوډ وي نو بیا هېڅ کار ناشونی نه دی. مېرمن اختر وايي چې خاوند یې مړ شو نو د ټرک لایسنس یې واخیست او ډرېوري یې پیل کړه. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې.
په اسلام آباد کې د نهې په ماښام د سېنېټر شاهي سید په مشرۍ کې د انفارمیشن ټیکنالوجۍ او ټیلي کمونیکشن لپاره د قايمه کمیټۍ غونډه وشوه
په دي وروستيوو کې د پاکستان او افغانستان د اړيکو خرابېدو سره پاکستان اعلان کړی وو چې افغان زده کوونکو ته يې سکالرشيپ ځنډولی دی. اوس پاکستاني چارواکي وايي چې د نوو پرمختيايي منصوبو لړ کې به افغانانو ته د زده کړو لپاره پيسې ورکوي.
د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار يو بيان کې ويلي دي چې له دې مرستې به د کډه کونکيو کورنيو مسلې په ښه شان هوارې شي او په واپسۍ کې به یې لاس وشي.
نور وښیئ