سراج ظهیر په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده چې د پاکستان پر سیاسي او نورو حالاتو یې خبریالي کړې ده.
ملک خان مرجان وویل د فاټا اصلاحاتو واک یواځې د پاکستان له صدر سره دی. دوی غواړي چې قبایلو ته دې لومړی کونسل ورکړل شي که کونسل نه وي نو بیا دې ورته خپله بېله صوبه ورکړل شي.
نن (پنجشنبه) د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته راغلیو د شمالي وزیرستان مشرانو وویل چې د وفاقي حکومت لخوا د کرم تنګي ډېم جوړول دوی ته ځکه د منلو وړ نه دی چې له کبله يې د دوی پنځه لکه ولس تباه کېږي او د ګټې پر ځای تاوان ور رسيږي.
ملک خان مرجان وویل، د فاټا یو پارلېماني غړی په ۵۰۰۰ ووټونو اسمبلۍ ته تللی دی، دا دوه درې غړي چې په ۱۵۰۰۰ زره ووټونو جوړ شوي دي،دوی ته د دوو کروړو قبایلو د راتلونکې فیصلې کولو حق نه شي ورکولی.
په اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېوال ويلي که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو د هوا له لارې به د تورخم پرانيستو ته منتظر افغانان خپل هيواد ته وليږدوي. نوموړي امريکا غږ ډيوه ريډيو سره مرکه کې ويلي که داسې وشي نو دا به په نړۍ کې د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.
د وزیراعظم نوازشریف د سلاکار سرتاج عزیز وینا وه چې د جمعې په ورځ به دغه رواج ایکټ یا قانون د صدر ممنون حسېن ته د لاس لیک لپاره وړاندې کولې شي.
د اسلام اباد په لوک ورثه کې د نومیالۍ سندرغاړې زرڅانګې په نوم یو تالار نومول شوی چې پرانیسته یې نوموړې وکړه. لیکوالان او ادیبان وايي، داسې کارونه نور هم باید وشي او د هنرمندانو او لیکوالانو په نوم دې سړکونه، څلور لارې او ودانۍ ونومول شي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
اسلام اباد کې د وزیراعظم له دفتره پرون د شنبې په ورځ په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمعې په ورځ د وزیراعظم نوازشریف او د قامي تاریخ او ادبي ورثې په برخه کې د هغه سلاکار عرفان صدیقي په ملاقات کې پرېکړه شوې چې اړو اديبانو سره به مالي مرستې زياتوي.
په اسلام اباد کې د زیارت په ماښام د شهید بوټو فاونډېشن تر سیوري لاندې د فاټا ګډولو په نوم یو ورځنی سېمینار وشو چې پکې له فاټا او له نوره پاکستانه سېنېټرانو مشرانو او زده کونکیو ګډون وکړ.
د قبایلي سیمو معذوران هم وايي چې لا له وړاندې ګڼې ستونزې لري او سرکار یې باید یو په یوه شته ټولې مسلې ورهوارې کړي.
د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلوچ وویل چې په پېښور او د پاکستان په نورو سیمو کې د افغان کډوالو ځورولو خبرونه مخې ته راغلي دي چې د مخنیوي لپاره یې اقدامات کوي.
د والنټاین ورځې په اړه په پاکستان کې دوه نظرونه مخې ته راغلي یوه ډله وايي چې دا مغربي رسم دی او له دې ځان ژغورل پکار دي نو د بلې ډلې وینا ده چې باید د کرکو او نفرتونو پرځای مینه خوره کړل شي.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلی پرویزخټک وايي چې د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه کې د پښتنو له سيمو تېريدونکي لارې په ترڅ کې ورته اوه غټې پروژې ورکړل شوې خو د سېنېټ قایمه کمېټۍ ويلي چې د مغربې لارې د پوره کولو لپاره زمکه نه ده اخيستل شوې.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دریځ دی چې فاټا اصلاحات دې د قبایلو په خوښه وکړل شي چې په دې موخه یې د تېرې میاشتې جنورۍ په ۳۰ مه نېټه د قبایلو جرګه هم رابللې وه.
د سږني کال ۲۰۱۷ له ۱۵م مارچه پیلېدونکې سرشمېرنه به په دوو پړاونو کې کېږي.
د پاکستان حکومت د سرشمېرنې ځنډيدو وجه د ترهګرۍ روانه جګړه کې د پاکستاني پوځ بوختوالی ښودلی وو. حکومت ويلي وو چې نه غواړي پر پوځ د سرشمېرنې د امنيت بوج ورزيات کړي. خو د سپريم کورټ تر حکم وروسته، حکومت تر دې وروسته د روان کال په مارچ کې د سر شمېرنې کولو اعلان وکړ.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي حکومت د قبایلي سیمو په اصلاحاتي عمل کې قبایلي ولس له پامه غورځولی او د یو څو بیوروکريټو یا سرکاري افسرانو لخوا جوړ کتاب فاټا اصلاحات ګڼل کيږي کوم چې دوي ته د منلو وړ نه دي.
د پاکستان سپریم کورټ په پاکستان کې د حکومت لخوا د څلورنيم لکو بندو کړو شناختي کارډونو په اړه وضاحت غوښتی. اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د سپریم کورټ د ویاند لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سپريم کورټ له خپله اړخه د دې مسلې نوټس اخيستی
په پاکستان کې نوې سیاسي مشرتابه راټوکولو کې د زده کوونکیو سازمانونه د نرسرۍ کردار ادا کوي.
د زیارت په ورځ د خېبر پښتونخوا د پښتو ډرامو ، سټېج ، فلم او د راډیو صداکار نعیم جان له اوږدې ناروغۍ رورسته ومړ.نوموړي د پنجشنبې پر ماښام د خپل پلارنی کلي نو ښار رحیم اباد کې خاورو ته وسپارل شو.
نور وښیئ