راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.
اسلام اباد کې د عیسیانو احتجاج
د پښتو په مشرانو ليکوالانو کې حيران خټک يو له هغو څو کسانو څخه دی چې په ځوانۍ کې يې ژباړې ته پام کړی دی.
د کرکټ د نړۍ ۱۴ وتلیو لوبغاړو او د لوبډلو مشرانو د پاکستان حکومت ته یو لیک استولی چې د عمران خان پر روغتیايي وضعیت اندېښمن دي او غوښتنه کوي چې په سمدستي توګه دي د هغه طبي معاینې وشي.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د مورنيو ژبو درې ورځنۍ مېله د فبرورۍ پر ۱۵مه پای ته ورسېدله. په هغه مېله کې د پاکستان د نورو ژبو تر څنګ د پښتو ژبې شاعرانو، ليکوالانو او هنرمندانو ګډون کړی وو.
د پښتو ادب د څېړونکو په باور افګار بخاري د غزل شاعر وو او په دې لاره کې ترې د لازیاتو پنځونو تمه کېده خو دا چې د سندرغاړو له برکته یې سندرې مشهورې شوې نو د هغه زیاته علاقه له سندرو ېرف ته لاړه. د افګار بخاري لیکلې سلګونه سندرې رسول باچا، نصرالله مروت، خیال محمد، شاه ولي، ګلزار عالم او نورو ویلې دي.
بشير باران ځوان افغان شاعر دی چې تر اوسه یې دوه ټولګې خپرې کړې دي. یوشمېر کره کتونکي د هغه پر شاعرۍ نیوکه کوي چې ګواکې سیاسي شاعري کوي
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په یو امام باړه کې د شوي ځانمرګي په نتیجه کې د وژل شویو چنازې شوې دي. په دې برید کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان وو. داعش وسلوالې ډلې یې ذمه واري منلې ده.
په اسلام اباد کې د ښځو مېلې په نوم دوه ورځنی بازار لګېدلی وو چې پکې بېلابېل شیان خرڅلاو ته ایښوول شوي ول. هغه مېله د فبرورۍ پر لومړۍ پای ته ورسېده چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. د مېلې هدف په کور کې دننه کارکوونکو ښځو ته د کاروبار موقع برابرول ول. ویډیويي رپورټ.
مجبور سورانی نه يوازې د پښتو يو رنګين او خوږ ژبې شاعر دی بلکې په نثر کې يې هم ډير کار کړی دی ۔ هغه د خيبرپښتونخوا په جنوبي سيمو کې د ادبي تذکره نګارۍ بنسټګر هم دی او د بنو تر ټولو پخواني ادبي تنظيم "تينقيدي ټولنه" روح روان او لس کاله مشر سيکتر هم پاتې شوی .
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جونيير جناح ټرسټ په نوم یو خیریه بنسټ د بالغو نجونو او ښځو لپاره وړیا ښوونځی پرانیستی دی. په ښوونځي کې داسې ښځو ته د ځیرک موبایل په مرسته تعلیم ورکول کېږي چې په ټول ژوند کې ښوونځي یا سکول ته نه دي تللې. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
د پاکستان له نورو برخو سرښار اسلام اباد ته د مزدورۍ لپاره ورغلي مزدوران په یخ ژمی کې هم د سړکونو پر غاړه څملي.
ای اېس پي ار کاږي، پوځي عدالت قضیه له "ټولو قانوني احکاماتو سره سمه" پر مخ لېږدولې، جنرال حمید ته یې "د مدافع ډلې په ګډون ټول قانوني حقونه" ورکړي ول او "مجرم د پرېکړې پرضد د درخواست ورکولو حق" لري.
د ګوند مشر ګوهر علي خان، جنرل سېکرټر سلمان اکرم راجا، د ګوند د خيبر پښتونخوا څانګې مشر جنېد اکبر خان او د عمران خان خویندو علیمې خان، عظما خان او نورین نیازۍ تر څنګ د ګوند لسګونه غړو او پلویانو هم په احتجاج کې ګډون وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د ډېسېمبر پر پینځمه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې "ستونزه یوازې د پاکستاني يا افغان طالبانو نه ده بلکې عام افغان وګړي هم په پاکستان کې په جدي جرمونو کې ښکېل دي."
د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې د مظاهرې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ګوند له باني عمران خان سره دې د هغه د کورنۍ او ګوند غړو ته د ملاقات اجازه ورکړل شي.
عدالت د ټولو تورنو کسانو د غیرمنقول ملکیت د ضبطولو امر هم کړی دی. غیرمنقوله شتنمي د یو چا هغه دارايي وي چې له یو ځای نه بل ځای ته نه شي لېږدول کېدای، لکه ځمکه او کور.
د احتجاج کوونکو کډوالو يوې مشرې حسېنه رافعي نن (د نومبر پر ۲۵مه) مشال راډيو ته په استولې ويډيو کې تور پورې کړی چې تېره شپه يې د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي ضد ورځ لمانځله چې پوليسو "يرغل" ورباندې وکړ او هلته ناست ټول کسان يې ونیول.
عابد احساس خټک د شاعرۍ درې ټولګې چاپ کړې دي. نوموړی د نظم په فورم کې شاعري کوي. نوموړی وايي شاعر د ټولنې یو باخبره وګړی دی او ټولنیز حالات پرې ژور اغېز پرېباسي.
منظور چشتي اپرېدی د خیبر له ممتازو شاعرانو څخه یو دی خو هغومره شهرت یې نه دی ترلاسه کړی څومره چې یې حق جوړېده.
نور وښیئ