نن د جولايي په ۱۷ نېټه (دوشنبه – ګل) د خیبر پښتونخوا ګورنر سره د قبایلي سیمو پارلیماني غړو په یوه اوږده غونډه کې د فاټا کلني پرمختیایي پروګرام د پيسو په ویش خبرې کړې او د دې پيسو د زياتولو غوښتنه يې کړې ده.
د پاکستان په پارلېمان کې د اپوزېشن ګوندونو پر دې خبره اتفاق کړی دی چې پارلمان دې خپله آییني موده پوره کړي خو له وزیراعظم نواز شریف څخه یې د استعفی غوښتنه کړې ده.
له مشال راډیو سره په خبرو کې د لاهور اکبري ګېټ سيمې پولیس تاڼې چارواکي(اېس اېچ او) زاهد شاه وویل چې د ا پیښه د فوزیه بي بي نومې ښځې په کور کې شوې چې د پنجاب اسمبلۍ د یوې ښځینه غړې لور ده.
د بلوچستان چمن کې نن په يوه چاودنه کې د قلعه عبدالله ضلعې د پولیسو مشر ایس ایس پي ساجد خان مومند وژل شوی دی. د چارواکو په وينا په دې پېښه کې اته ولسي وګړي او درې امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي.
پاکستان وایي د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله والو پټنځایونه ویجاړ کړي دي او وسله وال اوس پر تېښته دی.
د نهې پر ماښام قامي اسمبلۍ د بشري حقونو قایمه کمیټۍ د ماشومانو د تحفظ او د جرمونو مخنیوي د ۲۰۱۷م کال بل منظوره کړې ده.
د پاکستان د سیلګرې اداه دعوا کوي چې د وړوکي اختر په موقع د پنځلسو لاکو نه زیاتو ملکي سلانیانو د دغه ملک شمالي غرنیو سیمو ته مخه کړې ده.
د قبایلي سیمو قدرتي افتونو سمبالولو ادارې [اېف ډي اېم اې] وایي، پهراتلونکیو دوو میاشتو کې به په خوست کې مېشت د شمالي وزیرستان نېږدې اووه زره نورو کډوالو کورونو واپسي هم پیل شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د ایراني ډرون غورځولو پخلی کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مبارزه کونکو له صوبایي حکومته غوښتنه کړې چې پرښځو د کورني تشدد مخنیوي بل دې نور نه ځنډوي.
د پاکستان قامی اسمبلۍ د مواصلاتو قایمه کمېټۍ وایي چې تر وړوکې اختر پس به د چین او پاکستان ترمینځ د اقتصادی راهدارۍ پر مغربي لار د تعمیراتي کار کتنې لپاره ځي.
د پاکستان هندو کونسل له سپریم کورټه اپيل کړي چې تر تښتولو ورستو دې په زوره د هندو نجونو مذهب بدلول او بیا ورسره د واده کولو په اړه ازخود نوټس واخلي.
په پاکستان کې غربت د ژوند معیار ښه کولو او په قدرتي افتونو کې مرستې ورکولو په اړه کارکونکې نړیواله غیر سرکاری اداره اکسفیم انټرنیشنل وایي چې د خوراک د ضایع کېدو له وجې هره ورځ په لسو کې شپږ کسان وږي ویدېږي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار وايي، چین د اسلام اباد او کابل اړیکو ښه کولو کې لېوالتیا ښودلې ده.
د ګلګت بلتستان په غذر ضلع کې د ښونځی یوې زده کونکې د کورنۍ لخوا تور پوری شوی چې د یوې استادې د وهلو له وجې مړه شوې ده خو بلخوا پولیس وایي چې د دې کیس پلټنې کوي او تراوسه نه ده مالومه چې د ۱۱کلنې رفعت د مرګ علتڅه وه؟
د عرب ملکونو ترمینځه د روانۍ شخړې هواري لپاره د پاکستان وزیراعظم سره د یو لوړ پوړي پلاوی د سعودی عرب په سفر روان شوی دی.
په تېر شپږم جون د افغانستان سولې او ثبات په اړه د ‘کابل بهیر’ کې پاکستان هم ګډون کړې وو.
د شورو ورځ د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ شوې د قامي سلامتیا کمېټۍ غونډې د افغانستان امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا نن (پنجشنبه) په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې افغانستان بايد د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان پر هڅو شک ونکړي.
د پاکستان خارجه وزارت د افغان حکومت لخوا لګول شوې د کابل د برید تور رد کړی او دا یي بې بنیاده ګرځولی دی.
نور وښیئ