د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان او کورمه کې چاودنو يو پوليس او درې ايف، سي سرتيري وژلي

چمن - بلوچستان
چمن - بلوچستان

د بلوچستان چمن کې نن په يوه چاودنه کې د قلعه عبدالله ضلعې د پولیسو مشر ایس ایس پي ساجد خان مومند وژل شوی دی. د چارواکو په وينا په دې پېښه کې اته ولسي وګړي او درې امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان د پولیسو یو چارواکي اکبر خان نن وویل چې دا ځانمرګی بریدو وو. د هغه په وينا ساجد خان مومند د چمن په بازار کې ورځنۍ ګزمه کوله چې شا خوا یولس بجې پرې ځانمرګی برید وشو.

بلخوا د چمن ضلعي هسپتال د مشر په وینا په دې چاودنه کې د پنځوو ژوبل شوو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی. ډېر رخميان د چمن ځايي روغتون ته رسول شوي دي. دلته په هسپتالونو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.

د يو بل خبر تر مخه د استخباراتي ادارې يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل چې نن سهر خوا اوشا شپږ بجې په شورکو لکه تيږه سيمې کې په درې ریموټ کنترول بمي چاودنو کې د ايف سي ځواکونو درې سرتيري وژل شوي دي. څلور نور ژوبل شوي دي.

تر اوسه د دې بريدونو زمه واري چا نه ده منلې. ​

  • انځور سایز

    رابعه اکرم خان

    رابعه اکرم خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریاله ده. 

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

This item is part of
XS
SM
MD
LG