د پارلېمان له غونډې تر بایکاټ ورسته له مطبوعاتو سره په خبرو کې د اپوزیشن مشر سید خورشید شاه ووېل چې د ټولو مسلو هواری په پارلېمان کې دی.
د پاکستان خبریالانو اتحادیې جنرل سیکرټري امين یوسف وايي، په پاکستان کې د مطبوعاتو ازادي شته خو یو خبریال په ازاده توګه خبره نه شي کولی.
په سیک مذهب کې پټکی سپېڅلی ګڼل کېږي او پر ځمکه یې غورځول په سپکاوي کې راځي.
د انسټیټیوټ اف سوشل اېنډ پولیټیکل سانیس یو چاوراکی عبدا عالم وویل چې په خېبر پښتونخوا کې د تعلیم په شعبه کې ښه والی لیدل کېږي.
د قبایلي سیمو اوسېدونکو د دې حکومتي ګام ستاینه کړې او وايي، چې د وړمبي تعلیمي کال له پیلېدوسره د پوهنتون د ودانې د جوړولو امیدونه سیوا شوي دي.
د پاکستان حکومت په يو خط کې له سپریم کورټ غوښتنه کړې چې د درغليوو د نوو تورونو د څيړلو لپاره دې عدالتي کميشن جوړ کړي.
نواز شریف دا هم ویلي، مخالیفینو ته یې دا خبره ښه نه لګېږي چې حکومت خپله آیني موده پوره کړي ځکه چې د سیاست په منډه کې به بیا شاته پاته شي.
د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دعوه کوي چې وسله والو ته یې سخت ځاني زیانونه رسولي دي.
واکمن مسلم لیګ ګوند په غونډه کې پرېکړه شوې چې د سیاسي ګوندونو له پارلیماني مشرانو سره به رابطې کېږي او هغوی به د یو کمېشن جوړولو لپاره په اعتماد کې اخیستل کېږي.
د پاکستان کورنیوو چارو وزیر چودري نثار علی خان د پاناما اسنادو معاملې په اړه ویلې دي چې د اسمبلۍ د ټولو غړو احتساب پکار دی.
دا ثالثی عدالت د لاهور په چوبرجي علاقه کې د جماعت الدعوه مرکز په جامعه قدسیه کې جوړ کړل شوې دي.
پاکستان یو وارې بیا ویلې دي ایران ورته باور ورکړې چې خپله خاوره به یو ملک ته هم د پاکستان خلاف د استعمالولو اجازت ورنکړي.
پاکستان د افغانستان استخباراتي ادارې مشر دا خبره رد کړې چې ګواکې ای اېس ای په افغانستان کې تاوتریخوالي ته لمن وهي.
چودري نثار وویل، تر اوسه یې په عملیاتو کې ځکه ځنډ کړی چې ((حکومت پوره کوشش کوي چې دا هر څه بې له تشدده هوار کړي.))
دا به د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني حکومت کې تر راتلو پس د پاکستان لومړۍ دوره وي.
په اسلام اباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد چې پاکستان يې هم غړی دی، احمقانه بللی دی. نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړي چې تمه ده ايرانی ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې اونۍ اسلام اباد ته ورشي.
په قومي اسمبلۍ کې دا قرارداد د واکمن ګوند مسلم لیګ نون غړي او د هندو کونسل مشر رمېش کمار واکواني وړاندې کړی وو.
د جمات احمدیه ویاند سلیم الدین ادعا کوي چې دوی کاغذونه هم لري او دا ځمکه یې په ۱۹۴۸ م کال کې اخیستې وه خو د دوی د ځمکې پلورلو لړۍ له ۱۹۷۶ م کاله روانه ده.
موږ په دې وژند کې عادي شوي یوو نور به هم داسې ژوند کول وي که څه ستونزه هم پیدا شي نو موږ به يې له همت سره تیرو.
نور وښیئ