خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.
د سیو دي چیلډرن د پاکستان دفتر مشر خرم ګوندل وايي، د پشکال د بارانونو او سیلابونو له وجې د سېپټېمبر تر څلورمې نېټې پورې له ۱۵۰ زیات ماشومان مړه شوي او له ۲۰۰ زیات ژوبل شوي دي
دا برید په داسې حال کې شوی چې په ټول پاکستان کې د پولیو مخنیوي لپاره پینځه ورځنی کېمپین نن پیل شوی دی. وزیراعظم شهباز شریف د سېپټېمبر پر اتمه په اسلاماباد کې د دې کمپاین پرانسته وکړه او ویې ویل چې دا ځل په ۱۱۵ ضلعو کې له درې کروړه او ۳۰ لاکه څخه زیاتو ماشومانو ته پولیو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
نیوټریشن انټرنېشنل یوه کینیډایي غیردولتي اداره ده چې له تیرو ۳۰ کلونو راهیسې د صحي خوړو، خوارځواکۍ، د ویټامینونو او مینرالونو د کمبوت او دې سره تړلو نورو څانګو کې څېړنې او څارنې کوي.
په دې سیمه کې پر ځان وژنو نظر لرونکې نویده منصور وايي، تر اوسه چې چا ځان وژلی دی، په هغوی کې ۸۲ فیصده ښځې دي او په ښځو کې بیا ۵۵ فیصده داسې نجونه ځان وژنې کوي چې عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو وي.
د دې پېښې سره په صوبه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوو ته رسېدلی دی. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا مشر ارشاد روغاني د اګست پر ۲۳مه وویل چې په ناروغۍ اخته شوی تن د نوښار دی او په وروستیو کې له دوبۍ څخه پېښور ته راستون شوی وو.
ادارې په مانسهره، کوهستان، چترال، ملاکنډ، کوز او بر دیر، سوات، شانګله، بونېر، بنو، کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستانونو، اورکزیو، خیبر، مومند، نوښار، صوابۍ او ډېره اسماعیل خان کې د ورښتونو له وجې د سېلابونو امکان ښوولی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر مور ربانه وايي چې پر زوی له بریده ناخبره وه او تر مرګ وروسته یې ولید. وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ټپي کېدو څلور ورځې وروسته سا ورکړه.
د جولای پر ۱۳مه، جسټس سید ارشد علي او جسټس وقار احمد د ۹۵ افغان او پاکستاني وګړو له لوري دایرو شویو درخواستونو د اورېدنې په مهال هغه پرېکړه وکړه.
د حسن زیب ورور انور زیب د پېښې په اړه په دایره کړې مقدمه کې ویلي دي، چې هغه د خپل ورور سره د جولای پر ۱۴ مه مازیګر مهال په اکبرپوره کې روان ول چې موټرسایکل سورو وسلوالو پرې ډزې وکړې او ورور یې په هغه ځای کې ووژل شو. هغه وویل چې د کورنۍ یې چا سره دښمني نشته.
په خیبر کې د جون پر ۱۸مه د خبریال خليل جبران اپرېدي په وژنه د هغه شپږ بچي یتیم شوي دي. د هغه یوه لور حوره اپرېدۍ وايي چې هېڅکله یې دا فکر نه وو کړی چې په ژوند کې به یې داسې ورځ راځي. اپرېدۍ وايي چې پلار یې لوی خبریال وو او ورباندې ویاړي. له حورې اپرېدۍ سره بشپړه مرکه واورئ.