بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ګلالۍ اسماعیل په اسلام اباد کې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې – ایف آی اې – چارواکو نیولې ده.
د افغانستان پریمیر لیګ په نامه لومړي تجارتي کرکټ ټورنامنټ لوبې د اکتوبر له ۵ مې د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې پیل شي.
په پاکستان کې موجود د سعودي عرب پلاوي د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر ته سفر وکړ او هلته د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د یو شمېر روانو پروژو په اړه مالومات ورکړل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د اروپايي هیوادونو د استازو دوه ورځنی کنفرانس د بیلجیم هیواد په پلازمېنه برسلز کې پیل شوی دی.
د پاکستان د سیند صوبې های کورټ امر کړی دی چې په کراچۍ کې د هغو پېښو په اړه درج شوې مقدمې له سره پیل شي په کومو کې چې د ۲۰۰۷م کال د مې پر ۱۲مه شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي وو. یاد عدالت ویلي چې په دې اړه به ځانګړې جرګګۍ جوړوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د روانې میاشتې پر ۱۵مه کابل ته ځي او دا په پاکستان کې د نوي حکومت له راتګه وروسته د یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړی سفر دی.
په بلوچستان کې واکمن اتحاد د اسمبلۍ د سپیکر مرستیال یو داسې کس منتخب کړی دی چې نه یوازې په لومړي ځل اسمبلۍ ته رسېدلی بلکې عمر یې هم یوازې ۲۸ کاله دی.
عمران خان په ۱۹۹۶م کال کې د تحریک انصاف بنیاد د هم دې لپاره یښې وو چې د ده په وینا په ملک کې نظام سم کړي او درغلۍ له منځه یوسي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د جولايي پر ۲۵مه په عامو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي او دوی به یې پرضد هم احتجاج کوي او هم به د انتخاباتو کمېشن ته ورځي.
په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه د ترسره شوو عامو انتخاباتو په ترڅ کې له جنوبي او شمالي وزیرستان څخه بریالي شوو علي وزیر او محسن داوړ خپله پارلماني تګلاره په ډاګه کړه.
د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اېلس وېلز د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د سیمې په امنیتي وضعیت خبرې کړي دي.
د پاکستان ملي مسلم لیګ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکو عامو انتخاباتو لپاره یې د الله اکبر تحریک تر سیوري لاندې ټول ۲۶۰ کاندیدان درولي دي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قومي ادارې – نیکټا – چارواکو د سه شنبې په ورځ د سېنټ کمېټۍ ته ویلي چې د ترهګرو له خوا د دولس خطرونو په اړه رپوټونه دي چې شپږ پکې کې سیاست والو ته پېښ دی.
د "ورورولي" خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم سیاسي ګوندونو د راتلونکو عامو ټاکنو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
په پاکستان کې د تېر په څېر دا ځل هم تر انتخاباتو وړاندې له یو شمېر سیاسي ګوندونو څخه مهم غړي وتلي او په نورو ګوندونو کې شامل شوي دي.
په پاکستان کې د خبري رسنیو ، خبریالانو او فعالانو پرضد پېښې په دې ورستیو کې زیاتې شوې دي. تازه پېښه یې دا ده چې د خبریالې ، شنونکې او د بشري حقونو مبارزې ماروي سرمد له کور څخه د هغې کمپیوټرونه او موبایل ټلیفون وړل شوی دی.
په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې فعالې وايي ، په کار ده چې سیاسي ګوندونه په انتخاباتو کې مېرمنو ته سم استازيتوب ورکړي.
د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي ، داسې حالت جوړ کړل شوی دی چې په عدالت کې د ځان د دفاع کولو حق هم ورڅخه واخیستل شي.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د حکومتي جرګې په خواست یې د اختر په دریمه د شمالي وزیرستان په رزمک کې کېدونکې جلسه ځنډولې ده.
نور وښیئ