بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په بلوچستان کې د صوبايي اسمبلۍ پر نویو حلقه بندیو نیوکې کړې دي.
د پاکستان هغو خبریالانو له حکومت څخه د پلټڼو کولو غوښتنه کړې ده پر کومو چې د پوځ له خوا د ملک خلاف فعالیتونو تور پورې شوی وو.
د پخوانیو قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا له کډېدو سره دا پوښتنه راپورته شوې ده چې په دې سیمو کې د انتظامي او پرمختګ چارو پرمخ وړونکې ادارې – فاټا سیکرټریټ – راتلونکی به څه وي او ایا دا انظمام به پر هغو کارونو اغېز کوي او که نه کوم چې دې ادارې روان کړي وو؟
د "ورورولي" خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
امریکا وايي په نړۍ کې د مذهب پر نامه ځپل لا هم په پراخه کچه دوام لري. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د ۲۰۱۷م کال په کلنۍ رپوټ کې کړې ده.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي ، د روانې اونۍ تر پایه به هغو ټولو ګوندونو ته انتخابي نښې ورکړي کومو چې درخواستونه جمع کړي وو.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي ، د دې لپاره یو پلاوی ازبکستان ته لېږي چې هلته له بشري حقونو د سرغړونو رامنځ ته شوو پېښو جاج واخلي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشنوايي ، په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د مېرمنو د برخې زیاتولو لپاره له ټاکلو اصولو پر سرغړونه به سترګې پټې نکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وايي ، دا خبره د غور وړ ده چې په پاکستان کې د سخت دریځۍ له منځه وړلو لپاره لا هم څومرې مزل پاته دی.
د پاکستان حکومت هم د غبرګون په توګه هلته د امریکا د سفارتکارانو پر ګرځېدلو محدویتونه لګولي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، تر اوسه یې تر اته زره د زیاتو ورک کړل شوو پښتنو په اړه کره مالومات را غونډ کړي دي.
د خپرونې کوربه هلته له مېشتو پښتنو سره غږېدلی او له هغوي څخه یې پوښتلي چې د مسلمان په حېث څه احساس کوي، مذهبي ازادۍ تر کومه حده ورته حاصله ده،
په پاکستان کې د مطبوعاتو او بیان ازادۍ لپاره کارکونکې ادارې - فریډم نیټ ورک - په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې په تېر یوه کال کې اسلام اباد د خبریالانو لپاره تر ټولو له خطره ډک ښار وو.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هزاره ټولنې د وګړو د هدفي وژنو پرضد احتجاج دوام لري. په دوي کې یوې فعالې جلیله جېدر د نه خوړلو هړتال کړی دی.
د پېښور های کورټ دوه کسیزې جرګګۍ امر کړی چې ریاستي ادارې به نه د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان خوشي کوي او نه به هم هغه ته معافي کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي ، د مزاکراتو لپاره به له کوټې تر چتراله یوه نماینده کمېټۍ جوړوي.
نور وښیئ