بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بارانونو یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي، چې پکې باجوړ، اورکزۍ، خیبر، کوهاټ، هنګو شانګله او د بلوچستان لسبېله او خضدار سیمې زیاتې اغېزمنې شوې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې له هند سره دې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي چې تر هندي ولکې لاندې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې لسګونه هندي سرتېري ووژل شول.
د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – پر پاکستان غږ کړی دی چې د پښتنو شکایتونو ته پام وکړي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د فرورۍ پر دویمه د پولیسو په مبینه تشدد کې د وژل شوي ارمان لوڼي د قتل ایف آی ار لا هم نه دی درج شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د جوړېدو یو کال پوره شو. یاد غورځنګ له پیله تر اوسه یو شمېر جلسې ، ورځني احتجاجونه او سمینارونه کړي دي.
په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې تر پخوا ډېرې توندې شوې دي او هم ورسره د افغانستان د عام ولس هیلې زیاتې شوې دي.
د بلوچستان حکومت وايي ، داسې قانوني ګامونه پورته کوي چې له مخې یې په صوبه کې د تعلیم خراب حالت وده وکړي.
ملګرو ملتونو په نړۍ کې پر مېرمنو د کېدونکي تشدد په اړه تازه رپوټ خپور کړی دی. په رپوټ کې د ورکړل شوو مالوماتو له مخې پر مېرمنو تر ټولو زیات تشدد په اسیاسي هیوادونو کې کېږي.
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان تر عامو انتخاباتو وړاندې له ولس سره وعده کړې وه، که واک ته ورسېد نو د هغه په وینا، نوی پاکستان به جوړوي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي ، دوي د الیکټرونکي مطبوعاتو ، چاپي مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو د منظم کولو لپاره نوې اداره جوړوي.
د چین بهرنیو چارو وزارت په کراچۍ کې پر خپله کونسلګرۍ تر برید وروسته وویل، پاکستان ته خواست کوي چې هلته د کارکونکو چیني وګړیو او ادارو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
د پاکستان د سېنټ پخواني چېرمېن او د پپلز ګوند مخکښ سنېټر رضا رباني ویلي دي چې په ملک کې یوازې د سیاستوالو احتساب کول د منلو وړ خبره نه ده.
د پاکستان زیاتره لویو ګوندونو د طاهر داوړ تښتول کېده او بیا وژل کېده غندلي او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده خو د نوموړي کورنۍ د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له خوا د پلټنو امر رد کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان چین ته خپل سفر ګټور بللی دی او ویلي یې دي چې چین ورسره د هر ډول مرستو ژمنه هم کړې ده.
د مذهبي ګوندونو اتحاد - متحده مجلس عمل - ویلي د اسیه بي بي خوشي کول نه مني. دې اتحاد د اسیه بي بي د خوشي کېدو پرېکړې پر ضد د نومبر
د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خپل هیواد د انرژۍ وسیلو زیاتولو په موخه لومړۍ ایټمي بټۍ پرانستې ده.
د پاکستان د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نون د سه شنبې په ورځ په ډاګه کړه چې قاید نواز شریف به یې د اپوزېشن په ټول ګوندیزه غونډه کې ګډون نه کوي.
د پاکستان مسلم لیګ نون تر څنګ ، د اپوزېشن دوه نور لوی ګوندونه لکه پاکستان پپلز ګوند او متحده مجلس عمل هم نه یوازې د تحریک انصاف حکومت د درغلي پر اساس رامنځ ته شوی بولي بلکې وايي چې په یاد حکومت کې دومرې وړتیا نشته چې د ملک چارې پر مخ یوسي.
د خیبر پښتونخوا حکومت وايي ، د پښتون ژغورنې غورځنګ دا خبره پر ځای ده چې په وزیرستان کې د ښخ کړل شوو بمونو یا ماینونو له کبله عامو خلکو ته زیان رسېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي ، له افغان حکومت څخه باید په دې اړه پوښتنه وشي چې هغوي دې په خپلو لیکو کې دننه هغه عناصر ولټوي کوم چې په هیواد کې امن نه غواړي.
نور وښیئ