باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
تيره شپه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله ديش له ملي لوبډلې څخه د اسيايي لوبو سيالي وګټله، د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې خلک بازارونو ته راووتل او د افغانستان د
دغه نندارتون د جمعيت اصلاح په نوم يوې ټولنې جوړ کړي چې په دوه ويشت ډوله بيلابيل افغاني توليدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ننګرهار د کانال پروژه بيا رغول، د بهسود پول چې د درو ولايتونو عمومي لارې څخه تيريږي، په اساسي ډول جوړول، د کونړ پر سيند باندې د بريښنا بند جوړول، د جلال اباد او تورخم د دویم سرک کار تکمیلول، دا به هاغه تشې وعدې نه وي لکه چې تاسو ته درکول شوي، توفيق له خدايه غواړو او پوره باور لرو چې څه شی زموږ له
د نوې کرښې په نوم د يوې مدني ټولنې د رهبري شورا غړو د جمعې په ورځ په ننګرهار کې له ګڼ شمير ځوانانو سره وکتل او په راتلونکو ولسمشريزو او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د رايې ورکولو تر څنګ يې له ځوانانو وغوښتل چې له دوی سره يو ځای شي او د انتخاباتو له بهير څخه دې څارنه هم وکړي.
په ننګرهار کې د ميوه لرونکي او زينتي بوټو د کرلو کمپين پيل شو. چارواکي وايي چې سږکال به په ټول ننګرهار کې تر څلور ميليونو پورې ميوه لرونکي او زينتي بوټي وکرل شي.
يوه سپين سرې ميرمن چې په روان جنګ کې له کورنۍ ځو تنه وژل شوي ول، په لوړ غږ د سولې غوښتونکي شوه او په سلګونو تنو ښځو يې غږ بدرګه کړ.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې د ولسي شاعر محمد شينواري د سلمې کليزې په وياړ د يوه علمي سيمينار راپور، له ځوان کره کتوونکې او څيړونکي غفور ليوال سره مرکه او د باچا خان د شپږ ويشتم تلين په مناسب راپورځای شوي دي
د افغانستان د ټاکنو د رسنيو کميسيون په جلال اباد کې د ختيځو سيمو د رسنيو له مسوولينو او خبريالانو لپاره د ټاکنو په دوران کې د رسنيزو فعاليتونو د تنطيم او لايحې پيژندنې يو ورځينی سيمينار تر سره کړو، د دغې لايحي له مخې به خبريالان مسووليت لري چې له ټاکنيز بهير نه په سمه توګه ريپوټونه برابر کړي.
په افغانستان کې د ژورنالستانو د خونديتوب ټولنې په جلال اباد کې د فعالو خبريالانو يوه غونډه رابللې وه او د افغانستان د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي ټاکنو په بهير کې يې د خبريالانو د خونديتوب په اړه نظرونه سره شريک کړل.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواکه اداره وايي په ننګرهار کې د تير يوه کال راهيسې په ترافيکي پيښو کې زياتوالی راغلی دی.
په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې تر سيوري لاندې د وړيا زده کړو دويمه دوره د نهې په ورځ پيل شوه.
د جنورۍ شلمه نيټه د عدم تشدد د فلسفې د بانې او خدايي خدمتګار تحريک مشر خان عبدالغفار خان د شپږ ويشتم تلين سره برابره ده چې په لر او بر پښتونخوا کې به د فخر افغان باچا خان په ياد کې بيلابيلې غونډې جوړيږي.
له خيبر پښتونخوا د پښتون ستوډنټس فيډريشن يوه ډله جلال اباد ته راغلې وه او د باچا په مزار يې د ګلونو د ګيډيو د ايښودلو تر څنګ قرآن خواني وکړه او دغه شان يې د خپل عقيدت څرګندونې وکړې.
د افغانستان نوموتی شاعر او ليکوال استاد محمد صديق پسرلی چې د تير ګل په شپه په هندوستان کې د ورپيښې ناروغۍ له امله ومړ، جنازه يې د چهارشنبې په ورځ د کابل په عيدګاه جومات کې ادا او د شهداي صالحين په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې مو د کتابتونونو په اهميت يو ريپوټ، د پوهاند استاد مجاور احمد زيار د مرکې لومړۍ برخه او د استاد سندرغاړي جعفر خليلي د سندريز بانډار وروستۍ برخه راټوله کړې ده.
د پښتو ژبې د فلسفي شاعر، مفکر او انځورګر غني خان د زوکړې سلمه کليزه په جلال اباد کې د يوه نندارتون په بڼه ونمانځل شوه.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې هغه سيمې يې له وسله والو پاکې کړي چې د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنيز بهير ته ګواښ ګڼل کيدلې.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې څو نوي چاپ شوي کتابونه درپيژنو، بيا به له يو مزاحيه شاعر سره د زړه خواله ولرو او په اخيره کې به له استاد سندرغاړي جعفر خليلي سره د مرکې لومړۍ برخه واوری.
ننګرهار چارواکي وايي چې په شينوارو ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په مرکز د بريد په ننيجه کې شپږ تنه بريدګر وژل شوي. او هم د بټي ولسوالۍ اړوند د سرک د غاړې د ماين چاودو له امله درې تنه پوليس وژل شوي دی.
له کابل څخه د افغانستان د ملي تحريک يو پلاوی جلال اباد ته راغلی و چې د باچاخان په مزار د کمپليکس د جوړيدو چارې يې له نيږدې وکتلې او هم يې د باچاخان په نومول شوي واټ لوحې ولګولې.
نور وښیئ