باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د ننګرهار په يو شمير ولسواليو کې چې سيمه ييز پوليس پر دندو ګمارل شوي، د سيمې خلک ورته خوشحاله دي او وايي چې په دې کار سره يې په سيمه کې امينت د ډاډ وړ شوی دی.
که ننګرهار د سپرلي په موسم کې د نارنجو په ګلونو معطر وي، نو د ژمي موسم کې د نرګس په زړه راښکوونکي خوشبو او ګيډيو ښکلي وي.
په ننګرهار کې د دولت لس تنه مخالف وسله وال د خپلو درنو او سپکو وسلو سره د سولې له شورا سره يو ځای شول. د سولې له بهير سره يو ځای شوي کسان وايي چې پس له دې نه به د ملک د جوړيدو لپاره مټې رانغاړي.
د باختر ستوري د نننۍ په خپرونه کې د دوو کتابونو د مخکتنې حال او له وتلې افسانه لیکوونکې طاهر اپريدي سره د مرکې وروستۍ برخه ځای شوې ده.
د ننګرهار د غازي امان الله د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې او تاجکستان د کرکټ ملي لوبډلې تر منځ سيالۍ د جمعې په ورځ پيل شوې.
په ننګرهار کې د ملي صنعت د پراختيا او ودې يو ورځينی کنفرانس د پنجشنبې په ورځ تر سره شو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ وزرات پر چارواکو سربيره د دغه هيواد په کچه ملي سوداګر او صنعتکارو برخه لرله.
په دې وروستيو کې د ننګرهار د اکثرو ولسواليو امنيتي وضيعت د اندېښې وړ بلل کيږي او خلک نه شي کولای چې په ازادنه ډول ليرې پرتو سيمو ته تګ راتګ وکړي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د سويډن کميټې په مرسته په لسګونه تنو ښځينه او نارينه معذورانو ته له کسبي زده کړو وروسته د فراغت له سند سره يو ځای د کار اوزار هم ورکړل.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وويل چې که ټول افغانان په ټاکنو کې برخه واخلي، نو په راتلونکی کې به يو پر امنه افغانستان ولري.
د ننګرهار د سولې شورا سره شپږ تنه د دولت مخالف وسله وال يو ځای شول. سولې ته راستنه شوې ډله وايي چې له دې وروسته به د وطن په ابادۍ کې پوره برخه اخلي.
په جلال اباد کې د څه باندې دوه سوه ميلونو افغانيو په ارزښت د ختيځ زون په کچه د افغانستان بانک لپاره نوې ودانۍ د چارشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته پرانستل شوه.
په جلال اباد کې د سولې تر سرليک لاندې د ګڼو هنرونو څلور ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون نړيوالې رواني،ټولنيزې موسسې د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست په مرسته جوړ کړی.
د باختر ستوري په دې خپرونه کې د راحت زاخيلي په ياد سيمينار، د امجد شهزاد د کتاب مخکتنه او يوه مشاعره ځای کړی شوې ده.
د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د يوې غونډې په ترڅ کې له حکومت نه وغوښتل چې د سولې په پروسه کې دې د علماوو ونډه زياته کړی شي.
په افغانستان کې د نړيوال بانک په مرسته سوداګرو ته د بازار موندنې د پراختيا او تخنيکي چارو د سمبالښت په خاطر د دوه ويشت ميلونو امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې پرانسته په ننګرهار کې وکړه.
حضرت بلال چې د باچا خان ټرسټ له خوا د مزار او کمپليکس د جوړيدو چارې وسپارل شوي وايي چې په مزار د ګنبد چارې به ډير ژر تر سره شي.
د ننګرهار والي عطاالله لودين په خپلو خبرو کې د کميسيون پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د ننګرهار ولايت خلک تر ډيره بريده له دغې ناوړه عمله ليرې دي.
په ننګرهار کې پښتو ژبي سندرغاړي او هنرمندان ډير دي چې ګڼ شمير يې د خپل کار وبار له نيشتوالي شکايت کوي. دوی له حکومت نه غواړي چې د پخوا په څېر دې ورته د اطلاعات او فرهنګ په رياست کې د مديريت څانګه پرانستل شي
د افغانستان د اوسنيو ادبياتو اتم ملي جشن د نومبر په ۲۷ مه نيته په جلال اباد کې پيل شو او تر ۲۸ مې نيټې پورې به دوام وکړي.
د باختر ستوري په خپرونه کې د استاد نصرالله حافظ ژوند او فن ته کتنه، د سيد شاه سعود د مرکې وروستۍ برخه او د باچاخان په مزار د کمپليکس په اړه راپور ځای شوي دي.
نور وښیئ