په ننګرهار کې د څلويښت ميلونو ډالرو په ارزښت د کور جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره کيښودل شوه. په دې پروژه کې به شپيته لوړ پوړيزې ودانۍ جوړيږي چې دوه نيم زره د استوګنې اپارتمانونه (کورونه) به ولري.
د لوړپوړيزو ودانيو د دې پروژې د بنسټ ډبره د چارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار جنوب لورته د اډي موزيم تر څنګ د افغانستان د ښار جوړولو وزير او د ننګرهار د والي په لاسونو کيښودل شوه.
د افغانستان د ښار جوړولو وزير حسن عبدالهي د پروژې د بنسټ د ډبرې د ايښودو پر مهال خبريالانو ته وويل: دغه پروژه چې څلويښت ميلونه امريکايي ډالر به پرې ولګي، د دريو کلونو په دوران کې به بشپړه شي.
دی وايي:
« نن ورځ چې د بنسټ ډبره کيښودل کيږي، دا په حقيقت کې د هغه ماسټر پلان پيل دی چې د استوګڼې لپاره به کورونه جوړوي. په دې پروژه کې به ۲۵۰۰ کورونه د څلويښت ميلونو ډالرو په ارزښت جوړيږي چې د جلال اباد ښا ته به پراختيا ورکوي، نن مو پرانسته.»
د ننګرهار والي مولوي عطاالله لودين خوښ و چې د ماسټر پلان له پيلدو سره به د جلال اباد ښار پراختيا ومومي. نوموړي وويل:
« موږ هيله مند يو چې د دې پروژې د پلي کيدو سره به د ننګرهار راتلونکي شهري پلان وسعت پيدا کوي. او دغه ښار چې ۴۹ کاله پخوا د ډيرو محدودو خلکو لپاره جوړ شوی و، د دغه پلان په اساس به دا څو برابره وسعت پيدا کوي او زياتيږي به. په دې کې به د ډيرو خلکو لپاره د اوسيدو کنجايش وي او سهولتونه به په کې وي.»
د يادولو ده چې د جلال اباد ښار د پراختيا دا پروژه د هغه ماسټر پلان پيل دی چې په راتلونکو پينځه لس کلونو کې به تطبيقيږي.
د يادې پروژې بوديجه به د ښار جوړولو وزارت او هغه متشبثين تمويلوي چې په ياده پروژه کې د استوګنې لپاره ځانونو ته اپارتمانونه (کورونه) په نوم کوي.