باز محمد عابد په ننګرهار کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان د ختیز ولایتونو پر چارو رپورټونه جوړوي.
د ټورنمنټ په لومړۍ ورځ دوه لوبې وشوې چې يوه يې د عباد قریشي کريکټ کلب او بله هغه يې د خېوې زلمي کريکټ کلب وګټله.
ناکامورا د تېرو شپاړسو کلونو په موده کې د کونړ پر سیند د ننګرهار خېوې، کامې او بهسودو ولسواليو ته سربندونه جوړ کړي، په زرګونو جریبه دښتې يې خړوبې کړې او په بېلابېلو ولسواليو کې يې ښوونځي، مدرسې او کلینکونه هم جوړ کړي ول.
دغې کمېټې په ننګرهار کې هم يو شمېر خبریالان وربللی ول او پر یو شمېر هغو مادو يې بحث وکړ چې د خبریالانو حقونه په کې په وضاحت سره نه وو بیان شوي.
د ننګرهار چارواکو د نومبر په ۳۰مه نېټه د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د ځانمرګو برېدونو په تړاو نیول شوي کسان د ولایت مقام په انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول.
دوی چې د نومبر پر ۱۳مه په جلالاباد کې په احتجاجي ډول راټول شوي وو، د جنګ پر ښکېلو خواوو یې نیوکه وکړه چې ګوندې د خبریال ژوند او د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري.
د پکتیا پوهنتون نجونو او ځوانانو لاسونو کې په نیول شویو شعارونو لیکل شوي ول، موږ مه وژنئ، افغان وژنه نوره بس کړئ، زموږ د ټولو غوښتنه سوله ده
د افغانستان د ننګرهار د پچيرواګام ولسوالۍ اوسېدونکو په یوې ولسي غونډه کې د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ وکړ او له حکومت نه يې وغوښتل چې د نورو ولسواليو په څېر دغې ولسوالۍ کې هم پراختیايي، روغتیايي او تعلیمي پروژې پلي کړي.
مېرمنو پر افغان مذاکراتي پلاوي او طالب استازو يې غږ وکړ چې افغان وژنه بنده کړي، اوربند وکړي او د تلپاتې سولې لپاره دې خبرې پیل کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د ختيځ ميډیکل کمپلکس په جوړېدو سره به دوی په دې وتوانېږي چې د هر ډول ناروغ تشخیص او درملنه په کور دننه وکړي.
د افغانستان ډېر وګړي د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره سلګونه سخت ناروغان هم په ګنټو ګنټو انتظار باسي.
له ۳۰ کلن ځنډ وروسته کابو درې میاشتې وړاندې د خان عبدالغفار خان (باچا خان) په مزار افغان دولت یوه اساسي ودانۍ جوړه کړه چې دا ودانۍ اوس د عدم تشدد د لارویانو په فکري مرکز اوښتې.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د ښځو چارو ریاست کې په سلګونو ښځو د یوې غونډې په تر سره کولو سره د اوسني جمهوري نظام ملاتړ اعلان کړی دی.
د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو په سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو او د ولسي جرګې او ولایتي شورا یو شمېر غړو د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اکتوبر په اتمه نېټه د ننګرهار د سرحدونو
د نوموړي د جنازې لمونځ په شېرزي لوبغالی کې ادا او د سرخردو ولسوالۍ هجرت کلي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی وایي چې تر موټر بم چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ټول برید ګر وژل شوي دي.
له تېرو څلوېښتو کلونو چې په افغانستان کې څومره جنګونه شوي نو موږ خپله ونډه جنګونه کړي دي. موږ نور باید جنګ خلاص کړو او عدم تشدد خپل کړو. د ټول انسانیت لپاره عموما او د پښتنو لپاره خصوصا د عدم تشدد تعلیم پکار دی ، دا باید زموږ د تعلیم برخه وي.
په دې موقع د ننګرهار ولایت مالي او اداري مرستیال تمیم عارف مومند رسنیو ته وویل، له دغو چاودونکو توکو څخه د بمونو او ځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې کار اخیستل کېده.
نوموړې د ۲۰۲۰ز کال د کانکور په ازموینه کې په لومړۍ درجه بریالۍ شوې ده.
نور وښیئ