د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په وینو لړلې لمن به د عدم تشدد په اوبو پاکېږي'


د عدم تشدد دوه ستر سالاري ګاندي جي او باچا خان
د عدم تشدد دوه ستر سالاري ګاندي جي او باچا خان

د اکتوبر دوهمه نېټه د عدم تشدد یا نه تاتریخوالې نړیواله ورځ ده. د ۲۰۰۷ ز کال د جون پر پينځلسمه د ملګرو ملتونو په عمومۍ اسمبلۍ کې د اکتوبر دوهمه ځکه د عدم تشدد نړیواله ورځ وګرځول شوه چې پر دې نېټه د هند خپلواکۍ غورځنګ مشر او د عدم تشدد د فلسفې سالار مهاتما ګاندي زوکړی وو.

نوموړی د عامه پوهاوي له لارې د سولې، زغم، تفاهم او عدم تشدد یا نه تاوتریخوالي کلتور عامولو او خونديکولو لپاره مبارزه کوله. دا ورځ په زیات شمېر هېوادونو کې په رسمي او غير رسمي توګه لمانځل کېږي. په پښتنو کې فخر افغان باچا خان هم د عدم تشدد د فلسفې سالار یادېږي. نوموړي د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې سوله ییزه مبارزه پیل کړې وه او په زرګونو پيروان يې وموندل.

عوامي نیشنل پارټۍ د دې ورځې په تړاو په خیبر پښتونخوا او نور پاکستان کې د غونډو او سېمنارونو جوړولو تابیا کړې ده. مشال راډيو د پښتنو له ځینو سیاسي او علمي څهرو سره د دې ورځې پر ارزښت خبرې کړې.

د مشال راډیو اېډیټر داود خټک د پښتنو له یوې وتلې سیاسي څهرې افراسیاب خټک او په جلال اباد کې زموږ همکار بازمحمد عابد له لیکوال، کره کتونکی او ډپلوماټ عبدالغفور لېوال، له وتلي انځورګر حمد الله ارباب، د افغان ولسمشرسلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل او زموږ همکار شاهین بونېري له تاریخدان ډاکټر سید وقار علي شاه سره خبرې کړې.

د عدم تشدد فلسفه څه ده؟

وتلی سیاستوال او شنونکی افراسیاب خټک وايي، چې عدم تشدد مانا د تشدد برعکس. د ده په اند اکثره خلک دا خیال کوي چې دا یو ‌ذهنیت دی، خو داسې نه ده بلکې حقیقت دا دی چې دا د انسانانو تر ټولو مهذبه او شریفه نظریه ده او دا د عمل یوه لاره ده. تشدد انساني جبلت دی، غریزه ده، په انګرېزۍ کې چې انسټینکټ instinct ورته وايي، قهر یا غضب، د هغې پر بنیاد تشدد ولاړ دی او عدم تشدد د هغې برعکس په عقل، منطق، دلیل او پوهه ولاړ دی. عدم تشدد د عمل یوه لاره ده، داسې نه دی چې دا یو سوچ یا فکر دی. فېسیفیزم یا چې سړی په امن باور لري. لکه باچا خان چې د عدم تشدد لښکر جوړ کړی وو نو هغه په سوچ کې نه، په عمل کې د عدم تشدد تګلاره پرمخ وړله. تر دې مخکې زموږ پر خاوره د ګندهارا تمدن، بدهايي تمدن چې دا اوس یې هم له ټېکسلې نه واخلې تر پېښوره، تر سواته، تر جلال اباده، تر کابله او بامیانو پورې چې دا موزیمونه پرې ډک دي، د دې تمدن بنیاد هم پر عدم تشدد باندې وو. دا یو ډېر عظیم تمدن وو. لکه په سانسکرت کې 'هینسا' مانا تشدد او 'اهینسا' مانا عدم تشدد. دغسې چې بیا اسلام راغلی نو که تاسو د پیغمبر حضرت محمد علیه سلام ژوند ته وګورئ، یا د هغوی تعلیماتو ته یا د قران پاک احکماتو ته وګورئ نو په هغې کې زیاترې خبرې داسې دي چې معافول تر بدل اخېستو غوره ګڼل شوی دی. او دغسې که تاسو وګورئ نو په عیسایت او نورو مذهبونو کې د دې ذکر شته. عدم تشدد خو د مېړانې کار دی، ځکه چې تشدد اسان کار دی، ګولۍ چلول یا ګوزار کول خو اسان کار دی. مګر دا چې مبارزه کول، ګوزار زغمل او میدان نه پرېښودل دا زیاته زړورتیا غواړي.

په وینو لړلې لمن به د عدم تشدد په اوبو پاکېږي: افراسیاب خټک
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د عدم تشدد فلسفې پر پښتنو اغېز؟

سیاسي کارپوه افراسیاب خټک د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، پښتنو ته تر ټولو لوی تاوان جنګونو ورکړی دی. د پښتنو جغرافیه داسې ده چې ټول تاړاکونه او یرغلونه پر دې لار راغلي دي، پر دې ولس جنګونه تپل شوي دي او د هغې بیا دا اغېز شوی چې د ټولنې د رواج برخه ګرځېدلې. لکه زموږ خلک وايي، وسله لکه کالي یا ګاڼه. خو حقیقت دا دی چې قلم او کتاب تر توپک زیات اهم زېور دی. او حقیقت دا دی چې دا ګاڼه وروسته پاتې شوې ده. او د پښتنو خلاصولو کار تر ټولو مهمه خبره ده او باچا خان که تاسو فکر وکړی چې په انجمن اصلاح الافغانه کې د هغه ملګري حاجي صاحب ترنګزی، عبدالخالق خالق صاحب او نور ډېر مشران ول چې د ټولو پام یې د علم پر حاصلولو وو. او دوی نږدې ۳۰۰ مدرسې د سرکاري مرستې بغیر په خپل سر جوړې کړې وې. او په هغه کې یې خپل بچي شامل کړل. او دا د باچا خان د تحریک یوه لویه لاسته راوړنه ده چې خلک له جنګه راګرځول او علم ته د هغوی مخ اړول وو. نو په نړۍ کې چې لکه څنګه چې نېلسن منډېلا، ګاندي جي، مارټن لوتر یادېږي نو همداسې له دوی سره ترڅنګ باچا خان هم د عدم تشدد د علامت په توګه یادېږي. او دا له پښتنو سره یوه لویه سرمایه ده او د دوی لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د عدم تشدد فلسفې بیا-راټوکېدنه؟

سیاستوال او شنونکی افراسیاب خټک د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، جنګ یو لوی صنعت دی، په دې کې ډېرې پیسې دي او بل د دې تر شا ریاستي پالیسۍ دي، د دې تر شا د وسلو تجارت دی، دې ته په امریکا کې ملټري انډسټریل کمپلېکس (پوځي صنعتي کمپلېکس) وايي، په دې کې هم پوځونه دي او هم صنعتونه دي، چې وسلې پلوري یا د مرګ کاروبار، په دې کې زښته ډېرې پیسې دي. نو ځکه جنګ غالب ښکاري. خو د انسانانو مستقبل له امن سره تړلی دی، ازادي څه ته وايي؟ چې څومره انسان له غریزو او جبلت نه ازادېږي او د عقل، دلیل او پوهې رڼا ته ځي، نو دا ازادي ده. د انسان ازادي په دې کې ده، چې دی د عدم تشدد پر لاره مخکې ولاړ شي. دا څومره جنګ چې له تېرو څلوېښتو کلونو په افغانستان کې شوی دی. نو زه اکثره خلکو ته وایم که د انساني تاریخ د جنګ کوټه یا برخه وای نو پښتنو افغانانو دا برخه پوره کړې ده، نور موږ ته تر راتلونکو څو سوو کلونو لپاره د جنګ کولو هېڅ ضرورت نشته. موږ خپله ونډه جنګونه کړي دي. موږ نور باید جنګ خلاص کړو او عدم تشدد خپل کړو. د ټول انسانیت لپاره عموما او د پښتنو لپاره خصوصا د عدم تشدد تعلیم پکار دی ، دا باید زموږ د تعلیم برخه وي.

باچا خان په هند کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال
باچا خان په هند کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال

افراسیاب خټک زیاته کړه چې د پښتنو په ټولنه کې د عدم تشدد تحریک په یوه شکل کې موجود دی لکه د پښتنو ځوانانو غورځنګ، پښتون تحفظ مومنټ د دې تحریک اصلي قوت عدم تشدد دی. د پاکستاني ریاست لپاره د تشدد تحریکونه ماتول ډېر اسان وي. ټانکونه او جهازونه ورپسې بوځي. خو دا ده چې د دې تحریک مخه نه ویني، دوی ته یې چل نه ورځي چې څه ورسره وکړي. په افغانستان کې هم د جنګ خلاف ځوانانو مارچ وکړ. د افغانستان له یوه سره تر بله سره خلک وګرځېدل. اوس چې د خبرواترو یا مذاکراتو خبرې کېږي، دا ټول د عدم تشدد مختلیف شکلونه دي. که خلک دې ته د امن کوښښ وايي، د خیر کوښښ ورته وايي، خو دا خبره ټول مني چې په وینو لړلې لمن په وینو نه پاکېږي. پر هغې د خیر اوبه تویول غواړي کوم چې عدم تشدد دی.

د عدم تشدد نخښه
د عدم تشدد نخښه

باچا خان ولس له عدم تشدد سره اشنا کړ

تاریخدان ډاکټر سید وقار علي شاه وايي، پښتانه په تربګنیو کې خپل خپلوان په یوه فټ ځمکه پوله پټي باندې وژني، باچا خان به ویل چې وینه تویول نور وینه تویوي. او دا د هغه مبارزه وه چې د پښتنو غوندې یو مارشل ولس یې د زغم او عدم تشدد فلسفې ته ورمات کړ. همدا خبره لیکوال، کره کتوونکی او ډپلوماټ عبدالغفور لېوال کوي دی وايي، د باچا خان مبارزه د دې لپاره اهمیت لري چې د پښتنو غوندې یو قام یې د عدم تشدد له سیاسي مبارزې سره اشنا کړ. د لېوال په خبره دا یو لوی پیل و او واقعاً يو لوی شخصیت او نهضت ته اړتیا وه چې پیل يې کړي. دا چې له هغه وروسته د عدم تشدد نهضت څنګه دوام کولای شي؟ د لېوال په وینا دا د ټولنې په عقلانیت پورې تړاو لري.

زغم دودول

انځورګر حمد الله ارباب چې د فخر افغان باچا خان په لسګونو ډوله انځورونه يې جوړ کړي، وايي، باچا خان د پښتنو د یو بل د زغملو په خاطر کور پر کور ګرځېدلی و. د ده په خبره که پښتنو کې د یو بل زغملو کلتور عام شي، عدم تشدد روحیه پیاوړي کېږي. دی زیاتوي چې له باچا خان بابا سره په هغه وخت کې ډېر خدايي خدمتګاران ول، ټوپکونه به يې هم لرل، ډېر امکانات به هم ورسره ول، هغه کولای شول چې په هماغه وخت کې راپاڅېږي او جنګ جګړې وکړي خو هغه بهتر دا ګڼله چې په ټولنه کې د زغم فرهنګ عام شي. بیا بحث ایجادېږي او پرځای د دې چې یو بل ته توهين وشي، له یو بل سره خبرې کېږي، د یوه بل نظر به واوري نو په خبرو ستونزې هوارېږي.

د عدم تشدد الهام


په سیاسي چارو کې د افغان ولسمشرسلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل مشال راډيو ته وویل، ننګرهاریان نيکمرغه دي چې د باچا خان غوندې لوی مبارز دلته ارامګاه لري. نوموړي په ځوانانو غږ وکړ چې د باچا خان د مبارزې نه الهام واخلي او خپل روښانه راتلونکي پرې وټاکي. دی زیاتوي، خوشبختانه په ننګرهار کې هغه شخصیت چې د عدم تشدد لپاره يې کلونه کلونه مبارزه کړې ده، دلته دفن دی. دا د دې معنی لري چې دغه ځوان نسل او د دې منطقې اوسېدونکي باید د دې له مبارزې څخه الهام واخلي. د ده لاره دې تعقیب کړي او دا لاره اوس په عمل کې ثابته شوه چې دا د انسانیت لار ده او دا د یو بل د منلو لار ده.

جلال اباد کې د باچا خان مزار
جلال اباد کې د باچا خان مزار

د باچا خان په ۱۹۸۸ ز کال د جنورۍ په شلمه نېټه په پېښور کې وفات شوی و او د هغه له وصیت سره سم جلال اباد کې خاورو ته سپارل شوی. اوس چې د هغه په مزار افغان دولت پر اساسي بڼه يوه ودانۍ جوړ کړې، هره ورځ ورته په لسګونو ځوانان ورځي، د هغه اروا ته دعا کوې، له ودانۍ سره يې تصویرونه اخلي او په خپلو فېسبوک پاڼو يې خپروي.

په تېره یوه میاشت کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د باچا خان کمپلکس په انګړ کې دوه سترې غونډې جوړې کړې وې چې يوه يې د ولسواليو په کچه د رضاکارو ځوانانو ستاینغونډه او بله هغه يې د کلتور د ورځې په مناسبت وه. په دغو دواړو غونډو کې په سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحیم الله خوږیاڼي مشال راډيو ته وویل چې تر دې وروسته به ټول کلتوري، فرهنګي او ادبي پروګرامونه د باچا خان کمپلکس کې په دې خاطر جوړوي چې ځوانان د فخر افغان باچا خان فکر او د عدم تشدد درس له ځانه سره یوسي. نوموړی زیاتوي چې باچا خان په پښتنو کې د عدم تشدد د فلسفې سرلاری دی. زموږ د مشرقي زون او په ځانګړې توګه د ننګرهار ځوانان تر ډېره د ده د فکر پلوي دي. د باچا خان دغه کمپلکس د حکومت د پالیسۍ په اساس د فرهنګي غونډو او د باچا خان د فکر د ترویج لپاره جوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG